لیکنه:دعبدالکريم خرم ژوند ليک
عبدالکريم خُرم دوردګو دسيداباد ولسوالۍ اوسېدونکى دى چې په ١٣٤٢کال په کابل کې زيږېدلى دى ده خپلې لومړنۍ زده کړې درابيا په ښوونځي کې تر سره کړې او بيا يې ثانوي زده کړې په استقلال لېسه کې سرته ورسولې . په کال ١٣٦٠ کې له دغې لېسې څخه فارغ شو او د کانکور له ازموينې نه وروسته د کابل پولې تخنيک انستېتيوت دمهندسۍ په پوهنځي کې په زده کړه بوخت شو . دلوړو زده کړو د لومړي کال په جريان کې د١٣٦١ کال دسنبلې په مياشت کې د درېيم ځل لپاره د کمونيستي نظام ضد فعاليتونو درلودلو په تور د هغه وخت دجاسوسې شبکې (خاد) له خوا په نيمه شپه کې له خپله کوره ونيول شو او بنديخانې ته ولېږدول شو .
کله چې دى د لېسې د نهم کال زده کوونکى وً کمونيستانو د يوې کودتا له لارې قدرت ونيو .له همغې شېبې ده درک کړه چې د نوي حاکمه قدرت سره يې لاره بېله ده ، لکه د نورو ځوانانو په شان ،عبدالکريم خُرم په دې لټه کې شو چې کمونيستي کندې ته د هېواد د لوېدلو علت پيدا کړي . په همدې لټه کې يې د نړۍ د سياسي مفکرينو د آثارو لوستل پيل کړل . ددې تر څنګ عبدالکريم خُرم عملاً د مجاهدينو سره په کابل ښار کې د کمونستي نظام پر ضد فعاليت کولو او د متعلمينو او محصلينو د فرهنګي چارو تر لوړو مسووليتونو پورې يې دندې په غاړه درلودلې چې په همدې علت دوه ځله د کمو ورځو لپاره او درېيم ځل د دريو کالونو لپاره بندي او جېل ته واچول شو .