لیکنه: د دری او پښتو ژبې ترمنځ ځينې ګرامري توپيرونه
په تير پسې
٨ – ځانګړي ( شخصي ضميرونه )
شخصي ضميرونه : هغه دي چې په ټاکلي شخص ( متکلم ، مخاطب او غايب ) باندې دلالت کوي ( زه ، ته ، مونږ ، تاسې ، دوي ، دا ، دى ) او په دري ژبه کې د شخصي ضميرونو لپاره شپږ ضميرونه ( من ، تو ، شما ، او ، ايشان ،ما ) موجود دي لکه څرنګه چې جوته شوه په پښتو ضميرونو کې د مذکر او مؤنث غايب لپاره ( دى ، دا ) ضميرونه شته دي چې جنسيت يې له ورايه ښکاري يانې د (دى) ضمير مذکر او د (دا ) ضمير مؤنث لپاره استعماليږي ، خو په دري ژبه کې د مذکر او مؤنث لپاره يواځې د (او ) ضمير څخه کار اخلي او په جمله کې د استعمال وړ دى.
ځانګړي (شخصي ) ضميرونه په دوه ډوله دي .
الف - خپلواک منفصل شخصي ضميرونه .
ب - ناخپلواک منفصل شخصي ضميرونه .