پیژندگلوی:جنرال عبدالغني وردګ
جنرال عبدالغني د هېواد له هغو ساتونكيو پوځيانو څخه و چې د افغان ملت د هوساينې او سوكالۍ لپاره يې خپل سر نذرانه كړ.
عبدالغني په 1301ل كال له عبدالوهاب خان وردګ كره دې نړۍ ته سترګې پرانيستلې، عبدالغني وردګ د ورګو ولايت د چك ولسوالۍ په كوتره كلي كې زېږېدلى، لومړنۍ زده كړې يې همدلته په كلي وكړې. په زده كړو كې تكړه و او د غوره وړتيا له مخې په 1316ل كال په حربي ښوونځي كې شامل شو. په برياليتوب يې دغه ښوونځى پاى ته ورساوه او د لوړو پوځي زده كړو لپاره حربي پوهنتون ته لاړ او په 1322ل كال يې د ممتاز زده كوونكي په توګه له دغه پوهنتون څخه په لوړه درجه د فراغت سند تر لاسه كړ او د هېواد او خلكو د خدمت لپاره يې په مينه خپلې مټې رابأ وهلې. له پوهنتون څخه تر فارغېدو وروسته هېواد ته د خدمت په لړ كې لومړى ځل په ملي دفاع وزارت كې د لومړي بريدمن په توګه په دنده وګومارل شو.
هېواد او خلكو ته د خپلو ښو خدمتونو له شامته په 1323ل كال د شاهي ګارد د توپچي كنأك قوماندان وټاكل شو، د ساپيو په جګړه كې د لښكر مشر و، هلته ټپي شو، كله چې يې روغتيايي حالت ښه شو، د لوړو پوځي زده كړو لپاره هندوستان ته لاړ. په هندوستان كې د لوړو پوځي زده كړو له ترسره كولو وروسته يې په 1325ل كال د تورن په رتبه په كابل حربي پوهنتون كې د استاد په توګه په كار پيل وكړ او د ځوان نسل د روزلو په لړ كې يې ګامونه لا پاخه او ګړندي كړل.
په پوځ كې يې په ترتيب سره په 1329 ل كال د جګتورن رتبه تر لاسه كړه او په 1331ل كال يې د جګړنۍ رتبه واخيسته. جنرال عبدالغني په 1335هگ (1956م) كال د اركانحربۍ لوړو زده كړو لپاره د امريكا متحده ايالاتو ته ولېږل شو، په امريكا كې د لوړو پوځي زده كړو له تر سره كولو وروسته په 1336 ل كار د أګرمن رتبې ته ورسېد او د قرغې فرقې د توپچي غونأ د قوماندان په توګه وټاكل شو. په 1338ل كال د مهتاب كلا د توپي قواوو د 88 قطعې قوماندان وټاكل شو.
په 1339ل كال د لوړو پوځي زده كړو لپاره د درېيم ځل لپاره د امريكا متحده ايالاتو لاړ، تر زده كړو وروسته په 1341ل كال يې د أګروالۍ د رتبې مقام تر لاسه كړ او په 1344بريد جنرال شو.
جنرال عبدالغني وردګ د خپل كار په ټوله موده كې له وطن او خلكو سره ژوره مينه ښووله او په لوړه مينه او صداقت يې خپله دنده تر سره كوله، همدا لامل و چې په ډېر لإ وخت كې په پوځ كې ډېر مخكې لاړ او د بېلا بېلو دنده د پر مخ بيولو لپاره يې اوإه وركړله او همدا زړورتيا او د هېوادپالنې احساس و چې په 1350ل كال تورن جنرال شو او د ننګرهار د يوولسمې فرقې قوماندان شو او په 1351 ل كال د ژاندارم او پوليسو قوماندان وټاكل شو.
كله چې په 1352 ل كال د سردار محمد داود خان په نوښت جمهوري نظام رامنځ ته شو. هغه مهال زياته ګوته پوځيانو ته نيول كېده چې ولې په دومره سړه سينه يې يو نوى نظام ومانه. همدا خبره وه چې شهيد محمد داودخان پوځيان راوغوښتل او ورته يې وويل چې زما په وړاندې مو ولې مقاومت و نه كړ، كه دا نوى نظام هېواد او خلكو ته وفادار نه وي يا زما پر ځاى بل څوك واى نو بيا به مو څه كول.
جنرال عبدالغني خپلې چارې په ښه توګه تر سره كولې، د سردار له دغو هڅو ښه خبر و، پادشاه او نورو مسوولو كسانو ته يې خبر وركړ خو هغوى پرې غوإ و نه ګراوه، ښاغلى سيد مسعود پوهنيار په خپل كتاب ظهور مشروطيت و قربانيان استبداد در افغانستان كې په دې اړه ليكي:
اعليحضرت محمد ظاهرشاه په دې وخت كې په خارج كې و، أګر جنرال غني ټولو لوړو مقاماتو ته راپورونه وركړل… بالاخره مجبور شو چې موضوع شخصاً له محترمې ملكې او شهزاده احمدشاه سره مطرح كړي او په ضمن كې يې ورته وويل كه تاسې همدا اوس په دې مورد كې د تعقيب او ګرفتارۍ امر صادر نه كړئ بيا به يې مسووليت ستاسې پر غږړه وي، ځكه چې دا ټوكې نه دي. دوى خاموشي اختيار كړه او په رښتيا هم دوى دواړو ته مشكله هم وه چې اعليحضرت په غياب كې د سردار داودخان د ګرفتارۍ امر وركړي، ځكه چې د فاميل مشر او سپين إيرى محترم شخص و او بل دا چې اعليحضرت نه هم په عمر مشر و او هم يې د تره زوى او هم يې د خور خاوند و.
بالاخره يې د جنرال په ځواب كې وويل: برو يكبار با ولي جان مشوره كن، نو كله چې جنرال وردګ موضوع سردار عبدالولي سره جدي مطرح كړه نو په ځواب كې يې په عصبانيت ورته وويل شو:
هيچ كس قدرت كودتا را ندارد، متوجه وظيفه خود باش اضافه تر ازين در موضوعات فاميلى ما مداخله نكن.
جنرال عبدالغني وردګ په دې اړه تر همدغه ځايه خپل مسووليت تر سره كړ، خو بيا كودتا وشوه، جمهوريت نظام رامنځ ته شو او جنرال عبدالغني په كې زنداني شو، په زندان كې تقاعد او له يو كال بند تېرولو وروسته خوشى شو.
كله چې په 1357ل د غويى كودتا وشوه جنرال عبدالغني وردګ د خپلې پوهې او تجربې له مخې پوه شو چې كودتا كوونكي هېواد د تباهۍ كندې ته ورټېل وهي، همدا لامل و چې د غويي كودتا كوونكيو د راپرځولو لپاره يې پر پروګرام جوړولو لاس پورې كړ، خپل پوځي ملګري يې راوغوښتل په خپل كور كې يې پروګرام طرح او جوړ كړ، ټولو ملګرو يې پر قراّن كريم لاسليك وكړ، چې پروګرام ته به ژمن او وفادار وي او د خپلو دندو په ترسره كولو كې به صادق وي.
په پروګرام كې ټاكل شوي وو چې د رخصتۍ په ورځ به په چارو لاس پورې كوي، ويل كېږي چې د كورنۍ يوه كوچني ماشوم له خوا د دغه پروګرام افشا شو. د پروګرام ټول غړي چې پر قراّن كريم يې لاسليكونه كړي وو ونيول شول او ټوله د حاكمانو له خوا په شهادت ورسېدل.
ياد يې تل اوسه
تورن جنرال عبدالغني وردګ د خپلو چارو په ښه تر سره كولو كې د وړتيا اووه مأالونه، دوه د ستوري مأالونه، دوه نښانونه او پېنځه رښتينې بادورۍ (مدالونه) اخيستې وې.
اخیستل شوی له گربت مجلی