ښاغلي عبدالجليل(وجدي)

 

   ښاغلى عبدالجليل وجدي دافغانستان نوميالى ليكوال ،ژورنا ليست اوفرهنګي شخصيت  اودافغا ني فرهنګ له هغو نوميا ليو څخه وو چې په دغه برخه كې يې د پښتو ژبې د يوه سپيڅلي خدمتګار په تو ګه خپله ملي اواد بي دنده په خورا ميړانې اونه ستړي كيدونكې روحيې سره ترسره كړې. دى له هغو نومياليو څخه وو چې له پښتو پرته يې نور خوبونه هم نه ليدل اوهرڅه ورته پښتو ،پښتو ښكارېدل .

   نوميالى استاد وجدي په ۱۳۱۶ لمريزكال  لوي خداي پر افغان ملت يو ه پير زوينه وكړه اواستاد وجدي يې پرې ولوراوه استاد وجدي دهيواد په يو لرغونې سيمه د چك ولسوالۍ د سېوكې په سپېدار كلي كې دغې نړۍ ته سترګې وغړولې وجدي په همد غه  سپېدار كلي كې خا پوړي وكړل اوددغه سيمې په پا كه هوا اوښكلي چا پېريال كې را لوى شو دوخت له دود سره سم يې خپلې لمړنۍ زده كړې په عربي صرف ،نحوه او فقې په څا نګو كې دهمدغه سيمې په چا پېريال كې وكړې پښتني عادات يې په خټه كې پا خه شو ل او سوچه كليواله ژبه يې را خپله كړه .

    وجد ي صا حب تر خپلو لمړنيو زده كړووروسته په ۱۳۳۰ لمريز كال په پښتو ټولنه كې لمړنى رسمي مامويت پيل كړ پر همدغه كال يې په پښتو ټو لنه كې ددندې تر څنګ يو مالي اواداري كورس ته هم مټې بډ وهلې چي درې كا له وروسته يې په بريالي توب سره دنهم ټولګي برى ليك تر لا سه كړ استاد وجدي هغه نبوي حد يث دخپلې لارې مشا ل ګرځولى و چې : له زانګو څخه ترګوره زده كړه وكړى. ښاغلي استا د وجدي چې دځوانانو كول يو روزونكى شخصيت و تل به يې ځوانانوته همدا ويل، چي له زده كړې اومطا لعې څخه لاس مه اخلى اوتل دكار تر څنګ مطا لعه هم كوى .

   داستاد وجدي درسمي زده كړې يوبل پړاو دژورناليزم دزده كړې يوه بله دوره وه، چې دكا بل پوهنتون دوتليو استادانو له خواه يې تدريس كېده  كله يې ،چې لمړنى رسمي  ماموريت په پښتو ټولنه كې پيل شو له هغه ځايه بيا وروسته داصلاح ورځپا ڼې مسلكي  غړى شو. استاد وجدي دهيواد په ګوټ ګوټ كې دخپل وطن اوخلكو خدمت كړى ،په دې لړ كې له پلازمينې كا بله سر بېره يې په ۱۳۴۱ لمريز كال داطلا عاتو او كلتو ر وزارت  له خواه په ميمنه كې د مطبوعاتو دمدير اودستوري ورځپا ڼې دچلوونكي په توګه وګمارل شو او په ډېره ښه تو ګه يې ورسپارل شوى ما موريت په بريا ليتوب سرته ورساوه او څه له پا سه دوه كاله وروسته يې بيا په همدغه چوكى اودندې په  ننګرهاركې  دهيوادوالو لپا ره په كار پيل وكړ، او پوره يو كال يي دننګرهار ورځپاڼه وچلوله ،په نوموړې ورځپاڼه كې يې دپا م وړ بدلون راوست چې خورا ګڼ شمير لوستو نكي يې وموندل. له ننګرهار څخه بېرته كا بل ته راغى اوپه كابل كې دپيا م حق ديني مجلې مسول مدير وټا كل شو، چې په دغه مجله كې يې هم دپا م وړ بدلون راووست اوخورا ډېره ښه بڼه يې غوره كړه. په پيام حق كې تر برياليتوب وروسته دفلكور په مديريت كې يې هم خورا په زړه پورې بريا وې لا سته را وړې .

    وجدي ټولنې اوهيواد ته دلا ،لا ښه خدمت په نيت وړاندې شو اودولسي جرګې لپاره دوردګو ولايت دچك ولسوالۍ له خوا يې ځان  كا نديد كړ، دغه مهال دوجد ي په وړاندې دوخت د كورنيو چارو وزير داكټر عمر وردګ ولاړو. په انتخا باتي مبارزه كې له ماتې او تر يو څه لا لها نديو څخه وروسته دهيواد ورځپا ڼې دمرستيال په توګه مقرر شو.  وجدي ته دداود خان دجمهوريت په موده كې دهيواد ورځپا ڼې ريا ست وروسپارل شو، چې په جوړښت او منځپا نګه كې يې دپا م وړ پر مختګ وشو، يو كال يې دغه دنده په خورا مينه پر مخ يوړه اودارزښت وړ بدلون يې پكې راوست.ترهغه يوكال وروسته داطلاعاتواوكلتوروزارت دپښتو دپر مختيا اوپراختيا امريت ور وسپار ل شو په دغه موده كې يې دپښتو مجلې (پلوشې )بنسټ كيښود او ورسره يې په ورستيو دوو پيړيوكې دپښتو د چاپي اثارو دنړيوال سيمنار دجوړولو اړوند اداري چارې پرمخ بوتلې چې په همد ې يوكلنه دوره كې ئې په ننګرهار كې دنارنج مېله دګل سرخ مېلي په سطحه لوړه كړه دا په دې ما نا چې دهغه وخت ټولې  هنري اوفرهنګي موسسې لكه كابل نندارې،افغانستان راديو،افغان فلم اوداسې نور يې دې ته وهڅول چې خپلې ډيرې غوره اوپه زړه پورې نندار ې نوموړې مېلې ته وړاندي كړ ي . 

    استاد له پښتو اودري سربېره په انګرزي باندې هم ډېرې ليكې كړې دي خپل هېواد خلك او كلتوريې نړيوالوته ور پېژندلى دى. استاد دهېواد د هغوپوهانوله ډ لې څخه دى،چې سارى يې لږ ليد ل كيږي. استاد وجدي دځوان نسل په روزلو كې پوره اوبشپړه ونډه اخستې ده. استاد چې كله په فرهنګي حلقه كې ديومسوول په توګه كار كاوه نو دپوهنتو ن ځوانان به يې دعملي كار لپا ره تر خپل څنګ تر روزنې لاندې نيول دغوايي له كودتاه وروسته وجدي څه موده وزګارشو بيا وروسته يې دهيواد په ورځپا ڼه كې چې ده يې دريا ست چارې پر مخ بولې ديوعادي خبريال په توګه مقرر شو ،بيا وروسته دوخت چارواكو وردګو ولايت ته دروغې جوړې په جرګه كې واستا وه خو دا پخلا ينه ممكنه نه وه او هملته په وردګو كې له خلكو سره پا تې شو اود مجا هدينو دشورا غړيتوب يې درلود بيا ورسته دورد ګو لخوا پيښورته واستول  شو

 

چې هلته په ممثله لويه جرګه كې يوكال په خدمت بوخت و اودهغه جرګې فرهنګي چارې يې پرمخ بېولې كله چې ممثله لويه جرګه بې له كومې پا يلې ړنګه شوه نواستاد وجد ي كوټې ته لا ړ اوهلته يې په نړ يوالو مرستندويه موسسو كې دژباړې په توګه دنده سرته رسوله  په دې وروستيو كې استاد كاناډا ته كډه شوى و. استاد غوښتل چې هيوادته راستون شي، ځكه ډ اكټرانوورته و يلي و چې نور يې روغتيا ښه ده اوكولاى شي چې په سفر ولا ړشي استاد هيواد ته دتګ ټولې چا رې تر سره كړې ټا كل شوې  وه چې د۲۰۰۵ كال دمي په ۱۵ نيټه دخپل ټا ټوبي په لور راوخوځي خولوى خداي خپل لورته وباله اوله دنړۍ څخه يې دمې په ۴  نيټه سترګې پټې كړې ښا غلي نامتو ليكوال ژورناليست اوڅيړونكي استاد وجد ي دغويي په ۱۴ نيټه په كانا ډاكې په ځايي وخت د غرمې په ۱۲ بجو د۷۳  كلونو په عمر په ۱۳۸۴ لمريز كال له دې پا نې نړ ۍ څخه ستر ګې پټې كړې .

 

دمرحوم عبد الجليل وجدي تل پاتې اثار:

 

مرحوم استاد وجدي په سلګونه كتا بونه ليكلي دي او همدا رنګه يې په پښتو ،انګريزي اودري ژبوپه سلګونه ليكني چاپ شوې دي چې موږ ته پردغه ليكنو سر بيره دغه لاند ي  ځانګړي ا ثار را پا تې دي .

۱-ړنګې كنډوالې ۱۳۳۴ ل كال په هيواد ورځپا ڼه كې  پرلپسې چاپ شوي .

۲- دروښا نيانو روښانه ملي لار ۱۳۵۳ ل كال .

۳- دافغانانو ملي كر كټر ۱۳۵۴ل كال (دغه اثر داستا د وجدي يوورك شوى كتا ب و) چې اوس استاد حبيب الله رفيع راموندلى او په نيږدې راتلونكي كې به چاپ شي .

۴- ملي لار ۱۳۵۸ل كال په پيښوركې دافغان په مستعار نامه چا پ شوى .

۵- دافغا نستا ن دعنعنوي جرګو نن اوپرون ۱۳۶۷ل كې خپورشوى .

۶- دافغا نستان دلويې لوبې سټيج چې دغه كتاب دښاغلي سميع الله تازه له خوا دري ته ژباړ ل شوى هم دى .

۷- دزړونواودما غونو ماينونه ۱۳۷۹ل كال چا پ دافغا نستان د كلتور ي خد متونو اداره .

۸- دخبر اونظر نړۍ په ګوربت مجله كې پر لپسې خپره شوې ده.

۹- دكو چنيانو لپاره لنډې كيسې .

۱۰-دلنډو كيسو مجموعه چې  نا چا په ده .

 

ګوربت مجله شپږم كال ۳ ګڼه پرله پسي ۳۳ ګڼه ۱۳۸۴ كال وري ، غوايي