لیکوال:خموش

ښا غلى محمد اصف "فدائي" دشهيد عبدالباري "فدائي"زوي دملا صاحب عبدالحق لمسى دى. دبند چک ولسوالۍ نورخيلو په کلي کې يې په 1364 لمريز کال، فاني نړۍ ته سترگې غړولي دي .ابتدائي زده کړې ئي دحضرت عمر فاروق په ښوونځي کې پيل او تر دريم ټولگي پورې ئې په دغه ښوونځي کې زده کړې كړې دي. بيا وروسته په 1374 لمريز کال دشهيد محمد عبدالله عزام په دارالايتام کې شامل شو چې اوس مهال دچک وردگ دروزنتون په نامه ياديږي تر اتم ټولگي پورې يې زده كړې وكړې خو داقتصادي ستونزو له کبله دښوونځي پرېښودلو ته مجبور شو.

 فدايي دزده كړې سره كومه خاصه مينه چې درلوده  دى يې بيرته وهڅاوه چې زده كړه وكړي. همدا و چې په 1382 لمريز کال يې دزده كړې دوام ته  د دوهم ځل لپاره دحضرت عمر فاروق په عالي ليسه كې داخله وكړه تر څو په 1385 لمريز کال دنومړې ليسې ددولسم ټولگي څخه فراغت تر لاسه كړ.

فدايي په نثر او نظم كې قلم چلوي ځوان خو هڅاند شاعر او ليكوال دى تر دې دمه څلور قلمي  اثار لري  چې تر دې دمه دچاپ په ګاڼه ندي سمبال شوي.

دښا غلي فدائي شعرونه دمحتوا په لحاظ عشقي ،تصوفي اوټولنيز بڼه لري دشعرونو شميره يې  تقريبا يوسل اوشلو ته رسيږي او د  " څلوريځې،غزل،او ازاد شعرپه چوكاټ يا فورم كې يې ځاى كړي دي.

 

افتاب

دپښتون درباب ترنگ شه

دپښتو نغمې اهنگ شه

دژوندون دستوري منځ کې

بوډۍ ټال غوندې هفت رنگ شه

يا يو داسې نوى ساز شه

حقيقت باندې اغاز شه

دژوندون ستړى کاروان شه

لاروي سره هم راز شه

يا دلمر په څير انگارشه

يا يو داسې تحول شه

تاريخ پاڼه کې يادگارشه

ياد مينې افسانه شه

دهرچا زړه کې خوره شه

دتقدير په تدبير پوه شه

خپل خالق سره پيوست شه

رابهر ټول حقيقت کړه

دې جهان ته ئي جوت کړه

هر مغروه فرعوني ته

ور ظاهره خپل حکمت کړه

ددښمن تورې ته ډال شه

دميوند د زنې خال شه

ملالۍ ځان ته پيدا کړه

ورته خپله پر اوبال شه

فدائي يو روڼ ا فتاب شه

يا په مثل دمهتاب شه

که دايو منلى نه شې

نو ويده په دايمي خواب شه