ګل آغا احمدي وردګ

د ارواښاد استاد نوم محمد ارسلان او تخلص يې سليمي او دپلار نوم يې اسدخان دى د ۱۲۹۷ هجري لمريزكال چې د۱۹۱۸ ميلادي نيټې سره سمون خوري د ورودګو ولايت دجغتو د ولسوالۍ د ګلدرې (كنده كول ) دسيمې دليګي باباخيلو د كلي په يوه درنده او دينداره كورنۍ كې زيږيدلى دى چې دګوربت دلوړو او تاريخي غرونو لويديځې خواته موقعيت لري او په خټه مايار وردګ دى. ارواښاد سليمي دوه وروڼه او يوه خور درلودل چې دوروڼو نومونه يې محمد سليم سليمي او محمد جمال سليمي دي او دهغه ورو محمد سليم سليمي دهيواد په مختلفو ادارو كې يې رسمي دندې سرته رسولې دي او دخپلو دندو زيات وخت يې دهلمند په ولايت كې تير كړى دى. همدارنګه استاد سليمي واده كړى وو او د دريو زامنو او دريو لوڼو خاوند وو د زامنو نومونه یې عثمان سلیمي، ګوربت سلیمي او میرویس سلیمي دی چې اوس یوازې عثمان سلیمي ژوندی دی.

ارواښاد سليمي دخپل وړكتوب د دورې خواږه كلونه د خپل پلار اومور تر مستقيمې څارنې لاندې دخپل كلي په چاپيريال كې تير كړي دي. ارواښاد له خپل وړكتوب څخه دهوښيارۍ نبوغ او له خپل كلي او ولس سره دهمدردۍ او مرستې د احساس خاوند وو، دښوونې او روزنې سره يې بې كچه مينه وه ، دغريبانو او بې وزله وګړو په حال يې زړه سوزيده ، دجهل او ناپوهۍ سرسخت مخالف او دخپل هيواد او خلكو دسوكالۍ ملاتړى او طرفدار وو. هغه پخپله هم په يوه غريبه كورنۍ كې په داسې مهال دې نړۍ ته سترګې پرانيستې وې چې دپوهې او علم ډيرې كمې رڼاګانې پرې لګيدلې او په ټوله سيمه كې به يوازې دګوتو په شمير يو يا دوه داسې كسان وو چې دسواد له نعمت څخه به برخمن وو. په هغه مهال به كه دساري په توګه چاته دكوم رارسيدلي ليك او يا دځمكې دقبالې دلوستلو اړتيا پيښه شوه نو دخپل جومات او دليري ليري كليو دجوماتونو امامانو او يا ميرزايانو ته به يې وړل څو خپلې ستونزې هوارې او په مطلب ځان پوه كړي. همدارنګه په هغه وخت كې چې ارواښاد سليمي وړوكى وو ، د هيواد په زياتره برخو كې دمنظمې ښوونې او روزنې څرك ډير كم تر سترګو كيده او په كليوالو سيمو كې دمنظم درسي پلان او يا پروګرام پته نه وه او نه هم دوخت دحكومتونو له خوا پيل شوى وو. له همدې كبله ارواښاد محمد ارسلان سليمي ټينګ هوډ كړى وو چې ددې تشې د ډكولو لپاره به لاس په كار كيږي او د همدې موخې دلاسته راوړلو لپاره هغه لومړى پخپله او بيا دخپل كلي او ولس دوګړو له منځ څخه دعلمي او پوهنيزو شخصيتونو په برابرولو پيل وكړ څو وكولاى شي چې دسيمې په ښوونيز او روزنيز ډګر كې دمثبتو بدلونونو پيلامه وګرزي. هغه هيله من وو چې دلوى خداى (ج) په توفيق او دخپلو مهربانه او خواخوږو موراو پلار د هلو ځلو په وسيله به وكولاى شي چې دخپلو ښكليو هيلو او آرمانونو رښتينې او واقعي ځولۍ په تن كاندي او دهغه پلوشې د هغو تورتمونو په زړه كې وويني چې له سيمې او هيواد څخه يې غيږه راګرځولې وه.

مرحوم استاد سليمي د خپل وخت په حكومتونو كې لويې، له مسؤليت څخه ډكې او درنې دندې سرته رسولې دي او دهيواد دسياسي او ټولنيزو او پوهنيزو سسيتمونو په جوړولو يې كې ديوه غوره او مخكښ مشر په څير رغنده ونډه اخيستې او دهيوادوالو خدمت يې په ښه توګه سرته رسولى دى. نوموړى په دې لاره كې يې له حاكمې كورنۍ ، د حكومت له لوړپوړو چارواكو او ټولنيزو شخصيتونو سره څنګ په څنګ د يوه فعال او زړه سواند شخصيت په توګه د هيواد په ملي او بين المللي مسئلو كې دخپل ژوند تر پايه پورې د یوه غوره نوښتګر په توګه رول لوبولی دی.

وردګو ته د استاد سلیمي خدمتونه:

د ګوربت د منځنۍ ښوونځۍ بنسټ ایښودونکی: ارواښاد محمد ارسلان سلیمي صاحب د ګوربت د منځنۍ ښوونځۍ بنسټ ایښوودنکی دی چې اوس مهال لیسه ده او د لیسې دورې ته هغه مهال لوړه شوه چې د ګل آغا احمدي په هلو ځلو او د کویټ عرب میشتې موسسې لجنه الدعوه الاسلامیه د تعلیمي څانګې په مالي همکارۍ د ۱۳۵۷ د غمیزې له کبله تر یوې وقفې وروسته د ۱۳۶۸ هجرې لمریز کال د غبرګولي په ۱۵ نیټه په وردګو، غزني او یو شمیر نورو سیمو کې د تعلیمي موسسو د فعالیدو تر څنګ د ګوربت منځنۍ ښوونځۍ هم د لیسې په شکل را څرګنده او اوس مهال خپل ښوونیز فعالیت مخته وړي. خو د نوموړې تعلیمي موسسې ګرد ویاړ ارواښاد سلیمي صاحب ته منسوب دی چې تر دې مهاله یې زرګونه زده کوونکي او سلګونه علمي څیرې افغاني ټولنې ته وړاندې کړي دي چې د سیمې ټول خلک ورته د اخلاص دعاوې کوي .

د دوردګو دولایت د نوم، تشکیل او اداري واحدونو د رامنځته کولو په هکله فعالیت

په کابل کې د غازي محمد جان خان د واټ نوم ایښودل او له حاکمې کورنۍ سره د نوموړې مسئلې په وخت ډغرې ناندرۍ او بالآخره مثبته پایله په لاس راوړل.

د وخت په حکومتي ادارو کې له وردګو څخه په سلګونو کسان شاملول او هغوی د زدکړې لوري ته تشویق کول

د سیمې له خلکو سره د هغوی د خپلمنځي مسایلو په باره کې رغنده رول، مرسته او په سوله ایزه توګه د هغه خلاصول

لیکلي آثار او کتابونه:

ارواښاد استاد سليمي دهيواد تكړه شاعر، ليكوال ، اديب ، ټولنيز خدمتګار او پياوړى مشروو چې دهيواد او خلكو لپاره يې دخپلو رسمي او غير رسمي دندو په ترڅ كې نه هيريدونكي خدمتونه سرته رسولي دي او دخورا غوره كتابونو دليكلو وياړ ورپه غاړه دى چې د ځینو چاپ شوو آثارو نومونه یې دلته یادوو خو د ناچاپ شویو آثارو په هکله یې ځکه معلومات تر لاسه نه شو چې د تیرې غمیزې جګړې ظالمو لمبو د هیواد د نورو علمي پانګو په څیر د ارواښاد سلیمي صاحب په کتابتون هم رحم ونه کړ او د کورنیو جګړو په ترڅ کې په بې رحمانه توګه د اور خوراک شوي دي. د نوموړي چاپ شوي آثار

۱. په ځان باور

نوموړى كتاب د ډاكتر سمويل سمايلز ليكنه ده چې په انګريزي ژبه ليكل شوى او استاد سليمي هغه په پښتو ژبه ژباړلى دى او په ۱۳۱۸ هجري لمريز كال د۱۵۲ مخونو ۲۰x۱۶سانتي مترو په اندازې سره د كابل د اصلاح د ادارې له خوا خپور شوى دى او د چاپ چارې يې د كابل په عمومي مطبعه كې تر سره شوي دي. موضوع یې روانشناسي ده.

۲. زما يادونه

دا كتاب د افغانستان د( ياد داشت هاى من) په نامه باندې دخپلواكۍ دلارې اتل او د كابل فاتح ارواښاد مارشال شاولي خان ليكنه ده چې استاد سليمي له دري ژبې څخه پښتو ته ژباړلى دى او په ۱۳۳۹ هجري لمريز كال د۹۷ مخونه لري او د ۱۶ x ۲۴ سانتي مترو په اندازې سره په كابل كې د دولتي مطبعې له خوا چاپ شوى دى.

۳. دخپلواكۍ تړونونه لومړۍ ګڼه

ددې كتاب لومړۍګڼه په ۱۳۳۰ هجري لمريز كال دوږې په مياشت كې په ۴۵ مخونو كې د قبايلودمستقل رياست له خوا په۱۵ x ۲۰،۵ سانتي مترو په كچه خپره او دكابل دعمومي مطبعې له خوا يې دچاپ زيور ليدلى دى.

۴. دخپلواكۍ تړونونه دوهمه ګڼه

نوموړى كتاب په ۱۳۳۱ هجري لمريز كال په ۴۴۱ مخونو كې د ۱۶x ۲۱ سانتي مترو په كچه د قبايلو دمستقل رياست له خوا خپور او د كابل په عمومي مطبعه كې چاپ شوى دى.

دخپلواكۍ دتړونونو په هره يوه ګڼه كې به معمولا هغه يوكلنې پيښې راتللې چې دپښتونستان له موضوع سره به يې تړاو درلود . دپښتنو او بلوڅو ډلې، سياسي فعاليتونه ، مشران او سيمې به پكې معرفي كيدل. همدارنګه په ځينو پاټو كې به يې دپښتو ادب ، هنر او نورو خواوو په هكله هم مقالې، ليكنې ، شعرونه ، مضمونونه او ځينې ملي ترانې هم خپريدل .

د لومړي تړون پښتۍ په سره رنګ وه چې د پاڼې دمنځ په برنۍ برخه كې ديوې دايرې په منځ كې د پښتونستان دبيرغ سمبول وو چې غرونه او په غرونو كې راختونكى لمر انځوروي تر نښان پاس په سره تون كې په سپين ليك الله اكبر ليكل شوي او تر نښان را لاندې بيا په سپين ليك دخپلواكۍ تړون په نيمه دايره يي بڼه ليكل شوى دى او تر هغه را لاندې مولف محمد ارسلان سليمي او مهتمم نيك محمد پكتيانۍ را غلى دى.

۵. نيكبختي (ژباړه)

ددې كتاب ليكونكى برتر اندر سل دى چې په انګريزي ژبه يې ليكلى او ارواښاد سليمي صاحب هغه پښتو ژبې ته را ژباړلى دى او په ۱۳۱۷ هجري لمريز كال د ۶۲ مخونو او ۱۳x ۱۸ سانتي متره منځنۍ كچې په درلودلو سره په ۱۳۱۷ هجري لمريز كال دپښتو ټولنې له خوا په كابل كې خپور شوى دى. 

۶. اخلاق (ژباړه)

دا كتاب د افغانستان دتعليمي نصاب په چوكاټ كې د اووم ټولګي لپاره له بهرنيو ژبو څخه استاد سليمي پښتوته را ژباړلى دى او دوخت په تعليمي نصاب كې داخل او د اووم ټولګي د تدريس په چارو كې ورڅخه ګټه اخيستل شوې ده.

۷. ديوولسم ټولګي تاريخ

۸. ددولسم ټولګي تاريخ

۹. آريانا دائرة المعارف،ګډون كوونكى ليكوال

په ۱۳۲۲ هجري لمريز كال ارواښاد استاد سليمي د آريانا دايرة المعارف دپښتو څانګې په غړيتوب ومانه شو او په ۱۳۲۷ هجري لمريز كال نوموړى د آريانا د دايرة المعارف د معاون په توګه په كار وګمارل شو او دهغه په ليكنه او سمونه كې يې پراخ ګډون كړى دى.

۱۰.نارنج ګل

د هغه كتاب نوم دى چې د ننګرهار د ولايت د نارنج د ګل مشاعرې ته دلومړي بين الافغاني بڼې د وركولو په وياړ د افغانستان د اكاډيمۍ د پښتو د انكشاف د رياست له خوا په كتابي بڼه د۱۳۵۰ هجري لمريز كال د وري په مياشت كې چاپ شوى او دنوموړې ټولګې ټولوونكى ديادې شوې ټولنې رئيس ارواښاد سليمي صاحب دى چې دكتاب په سركې يې يوه وركوټې غوندې سريزه هم پرې ليكلې ده او د چاپ دچارو مهتمم يې ع،م، دردمند ښودل شوى دى. په همدې توګه د نوموړي كتاب دچاپ شمير ۲۰۰۰ ټوكه او په دولتي مطبعه كې يې دچاپ چارې سرته رسيدلې دي. په نوموړي كتاب كې دلومړي ځل لپاره د نارنج دګل دمشاعرې په اړه تفصيلي راپورتاژ، د ارواښاد سليمي پرانستونكې يا افتتاحيه وينا، له افغانستان او پښتونستان څخه د يو سل او لسو پښتو ژبو او دري ژبو ليكوالو منظومې او منثورې ويناوې ، دغونډې او ننګرهار ولايت ځينې عكسونه هم راغلي چې ځينې يې رنګه او ځينې نور يې بيا تور او سپين دي. د مجلس وروستۍ يا اختتاميه وينا يې هم چاپ كړې ده چې دهغه وخت د اطلاعاتو او كلتور د وزارت معين محمد خالد روښان د غونډې ګډونوالو ته اورولې ده. نوموړى كتاب ۱۷۷ مخونه لري او دپوښتۍ لومړى مخ يې رنګه بڼه لري او دنارنج د ګلونو په يوه ځولۍ ښكلى شوى دى او ددې پاڼې د لوموړي سرپه كيڼ پلو كې ديوې زيړ رنګې دايرې په منځ كې په شنه رنګ د ((نارنج ګل)) ليكل شوى او د كتاب دپښتۍ په وروستي مخ دكنړ د چايو د فارم ديوې منظرې عكس چاپ شوى دى او تر هغه را لاندې ليكل شوي دي:

(كابل: د ۱۳۵۰ كال د وري مياشت، دولتي مطبعه )

۱۱. ننګيالى پښتون ( ګډونوال ليكوال او دسمينار غړى)

پورتنى عنوان دهغه كتاب نوم دى چې دننګيالي خوشحال خان بابا(رح) دمړينې د ۲۸۶ تلين دنمانځنې په وياړ په كابل كې د بهرنيو او كورنيو ليكوالو په ګډون د ۱۳۴۵ هجري لمريز كال د اسد په ۲۴ نيټه پيل او دشپږو ورځو لپاره يې دوام وموند او د پښتو ټولنې له خوا په دځينو ضميمو سره يوځاى په ۳۳۱ مخونو كې د ۲۰۰۰ ټوكو په شمير چاپ شوى دى او ددې كتاب دچاپ معتمد ښاغلى محمد اكبر ((معتمد)) ښودل شوى او دپښتو ټولنې دخپرونو د لړۍ ۱۸۳ لمبر يې اخيستى دى. د كتاب د پښتۍ د لومړي مخ رنګ نيلي غوندې شين او دخوشحال بابا هغه مشهور عكس يې پرې چاپ كړى دى چې جنګي يونيفورم يې په تن ، جنګي خولې يې په سر او په لاس كې يې دخپل وخت يو جنګي غشى ليدل كيږي. نوموړى عكس د پاڼې په منځنۍ برخه كې راغلى چې دهغه د پاسه يوه توره رسم شوې او له بيا لږ ورپورته ليكل شوي دي ((ننګيالى پښتون)).

پدې كتاب كې دخوشحال خان بابا د ۲۸۶ تلين د رارسيدلو او دهغه دشخصيت په هكله دافغانستان د پاچا اعليحضرت محمد ظاهرشاه او صدراعظم ارواښاد محمد هاشم خان ميوندوال او دپوهنې وزير ډاكټر محمد عثمان انوري پرپيغامونو او عكسونو برسيره د ۴۰ كسانو كورنيو او بهرنيو ليكوالو او پوهانو دخوشحال خان د ژوند ، شعر، كارنامو ، كړنو، او شخصيت په هكله ويناوې ، مقالې او پيغامونه واورول چې دهمدې كتاب په ۳۴ مخ كې د ارواښاد استاد سليمي اوږده او خوږه وينا ليكلې شوې او د نوموړي فوتو يې يوځلې په ځانګړې توګه او څوځلې د مجلس دغړو په بڼه كې ښودلى دى چې د نوموړي سيمينار د رئيسه هيئت له غړو څخه وو او دسيمينار په دريمه غونډه كې يې خپله مقاله د ((خوشحال خان خټك او دهغه دملي مجاهدو ملګري)) تر عنوان لاندې د غونډې په دريمه برخه كې ګډونوالو ته اورولې وه چې د ۱۳۴۵ هجري لمريز كال د اسد دمياشتې په ۲۶ نيټه جوړه شوې وه .

بايد وويل شي چې په هغه وخت استاد محمد ارسلان سليمي د عدليې د وزارت ادري رئيس وو او په دې كتاب كې هغه ته دليكوال، شاعر او د سيمينار دغړي خطاب شوى او دسيمينار د نورو غړو او ميلمنو سره يوځاى يې د كتاب په زياتو عكسونو كې فوتو ګان چاپ شوي دي.

۱۲. د پښتونستان د آزادۍ جرګه

خپروندويه موسسه: د مطبوعاتو مستقل رياست

د پاڼو شمير: ۲۷ مخونه

كچه: ۱۵*۱۹ سانتي متره

د چاپ ځاى: عمومي مطبعه كابل- افغانستان

موضوع: د پښتونستان د اړوندو مسئلو څيړنه

ارواښاد استاد سليمي د ۶۱ كلونو په عمر بالآخره د ۱۳۵۷ هجري لمريز كال د ثور يا غوايي دمياشتې په شپږمه نيټه چې د۱۹۷۸ ميلادي كال د اپريل دمياشتې د۲۶ نيټې سره سمون خوري دپاني نړۍ څخه سترګې پټې كړې (انا لله وانا اليه راجعون). لوى خداى (ج) دې هغه ته د فردوس جنت په نصيب كړي.

 آمين