پيژندګلوي:دافغانستان اوانګليس دوهمې جګړې لوى اتل-محمدجان خان غازي
دافغانستان اوانګليس دوهمې جګړې لوى اتل-محمدجان خان غازي
له ملي هدف نه په مننې سره:
محمد جان خان غازي دسيدال خان زوي داكرم خان لمسى دى،دده دزيږيدونيټه لاڅرګنده شوې نده،اوداهم سمه معلومه نده چې په عسكري خدمت كې څرنګه شامل شوى دى.دزيږيدو كلي يې بيد مشك دى چې دغزني په شل كيلو متري كې پروت دى دى دامير شير علي خان دسلطنت په دوره كې قومندان ؤ او په خيبر كې يې دنده تر سره كوله.
هغه وخت چې امير شير علي خان تخت پريښود او زوى يې امير محمد يعقوب خان پاچا شو غازي محمد جان خان دجګړن يا دهغه وخت په اصطلاح دكرنيل په حيث وظيفه اجرا كوله ، وايي كله چې غازي بابا په علي مسجد كې دانګريزانو په وړاندې وسله واله مبارزه كوله امير شير علي خان دده په نامه جرنيلي منظوره كړه . دمشرانو په وينا اميرشيرعلي خان به له غازي بابا سره مشورې كولې او كله كله به يې په ټوكو كې له ناز اومينې ليونى هم ورته ويل او څوفرمانونه يې هم دغازي بابا په نامه صادركړي دي.
انګريزانو چې كله له پيښوره دخيبرله لارې په افغانستان پرغل راوړ، له جمرودڅخه تر ډكې پورې دغازي محمد جان خان تر قيادت لاندې پښتو دوينو په سخته بيه مبارزه كوله او كله چې امير محمد يعقوب خان په ګندمك كې دانګرېزانو په عسكري كمپ كې دفرنګيانو دبرچې تر څوكې لاندې دګندمك تړون لاسليك كاوه ، محمد جان خان په ډكه كې په جګړه بوخت و ، چې كله داميريعقوب خان له دغه ناسم كارنه خبرشو دربارته ورغى او دلو ظنامې سره يې مخالفت څرګند كړ امير خپل معاذيرورته ښكاره كړل چې داوس لپاره بله لاره نشته ، محمد جان خان غازي ورسره ونه منله او خپل عسكري تجهيزات لكه خولۍ ، كمربند او نوريې په ميز ورته كيښودل له هغه ځايه خپل كلي او ولس (وردګوته ) راغى او ددې سيمې خلك يې جهاد ته راوبلل . ده هيڅ نشواى زغملاى چې دميړنو په خاوره كې دې انګريزي يرغلګر ډاډه وګرځي ، لومړي يې دخپل كام سپين ږيري او عالمان راغونډ كړل او د فرنګي استعار په مقابل كې يې دمبارزې خواست وكړ ، په يوه غږدغه خلك له غازي بابا سره ملاتړي شول ، له هغه ځايه دغزني ، شلګر او كټوازته لاړ او دملامشك عالم اندړپه ملګرتيايې داندړو ، سليمانخيلو ، خروټو او تره كو پښتنو قامونو لښكرې له ځان سره راروانې كړې ، په دې ملي مبارزه كې مذهبي عالم چې اصلي نوم يې ملادين محمدؤ ، ډير مريدان او پيروان يې درلودل .
دى به يې په كټ كې ګرځاوه او په پكتيا ، ګرديز ، لوګر او نورو سيمو كې به يې دمبارزې تبليغ كاؤ .
دغازي محمد جان خان سكني ورور محمد افضل خان دغازيانو دلښكرو دخوراك لپاره اويا خرواره اوړه ، دوه زره پسونه ، څلور خرواره غوړي ، وريژې او نور خوراك تيار كړ .
دوردګو لښكرې چې له وړاندې تيارې وې د شلګر ، كټواز او نورو سيمو له غازيانو سره يو ځاى شوې ، په انګريزانو د بريد لپاره دوردګو دخوات او شنيز په لارو كابل ته روان شول . دخوات په لنګر نومې سيمه كې دغازي عبدالغفور اخندزاده دډلې يادونه هم ډيره ضروري ده چې دده په مشري تر پايه دمبارزې دښي لوري خلك وو.غازي محمد جان خان دپروان او كاپيسا دغازيانو له مشر مير بچه خان سره اړيكې ټينګې كړې او تجويز يې داوكړ چې دلويديځ ، اوشمال ،جنوب او ختيځ څخه به په يوه وخت په كابل حمله كيږي او انګريزان به ماتې ته اړكوي . دچهار اسياب تر جګړې وروسته سپاهيانو غازي محمد جان خان دغټ مشر په توګه انتخاب كړ. كه څه هم ځينې وختونه دانګريزانو داخلي مخبرينو زيات عمليات له ستونزو سره مخامخ كړي او غازيان يې ځينې وختونه ځاني تلفاتو زغملوته اړ ايستلي ، دملي مبارزينو بريدونه هومره ژور او كاري ول چې بې شميره انګريزان يې تر خاورو لاندې كړي ، په قلعه قاضي كې دمحمد جان خان په مشرۍ بريد ددغو سترو نظامي خوځښتونو ستره بيلګه ده چې وايې انګريزان دتيښتې په لاره پورې حيران شول .ددغو ځواكونو مشر رابرټس چې هر ځاى يې له غازي محمد جان خان او وزير محمد اكبر خان څخه سر ټكولى وايي چې يوازې څلويښت زره سپاره سرتيري يې له قلعه قاضي نه شير پورته ژوندي ورسول .په شير پور دغازي محمد جان خان وردك دلښكروبريد به تر هغه بل بې ساري وخو داخلي راپور چيانو تل دخپلو هيواد والو په ككريو سودا كړې ده ، ګڼ شميره ځاني تلفات دشير پور په جګړه كې هغه مهال دافغان مجاهدينو په نصيب شول چې انګريزان لاله وړاندې له پلانه باخبره وو، خو دكابل نيول ددې بري اصلي برخه تشكيلوي .
ددسمبر په پنځلسمه چې كله په كابل كې افغان مبارزينو خپله لاسته راوړنه ملي او قانوني اعلان كړه ، دامير محمد يعقوب خان زوى موسى جان يې په تخت كښينوو. دقوم سپين ږ يرو او مشرانو له غازي بابا نه وغوښتل چې دحكومت واګې په لاس كې واخلي خو درابرټس په وينا چې غازي بابا داغوښتنه ونه منله او دموسى جان حكومت جوړول يوازې دهمدغه غازي ابتكار ؤ ، ده دغزيانو او سپين ږيروپه وړاندې دا نعره وكړه !
ميكنم ديوانګي تا برسرم غوغا شود
سكه برزرميزنم تا صاحبش پيدا شود
ده مشرانوته وويل : امير شير علي خان او امير يعقوب خان به ماته ليونى ويل ، پريږدئ چې پوه شي زه دڅوكۍ ليونى نه خو دوطن دآزادۍ ليونى يم او چې وطن نه وي آزاد شوى همداسې ليونى به وم .
د ۱۸۸۰ كال په مي كې چې دبيتانيا په حكومتي اداره كې بلون راغى په افغنستان كې انګريزانو تيارى وښودچې دافغانانو ځينې غوښتنې به مني خو دمجاهدينو دواړو غوښتنو يعنې دامير محمد يعقوب حان را پريښودلو او په كاپل پورې دكندهار پيلوته يې غړه نه ايښوده ، افغان غازيانو دموسى جان په مشرۍخپل حكومت له كابل نه كندهارته وليږداوه اوله انګريزانو سره روغه جوړه ورانه شوه.
په غزني كې دمجاهدينو دحكومتت جوړښت او انسجام بې ساري لاسته راوړنوته لاره پرانسته ، خاوره واره قومونه سره وپيل شول تربګنۍ پاى ته ورسيدې اوټولو دغازي بابا بيعت وركړ . غازي بابا به كلي په كلي ، سيمه په سيمه ګرځيداو خلك يې دانګريزانو په ضد جګړې ته هڅول :
په غزني كې لښكرې ښې پخې ځاى پر ځاى وې خو حلات واوښتل عبدالرحمان خان واك ته ورسيد په ښكاره يې دجهاد پيرغ جګ كړاو دوطن دآزادۍ په عنوان يې په ملي مبارزينو پسې ليكونه واستول خو شاته پلان بل ډول ؤ ، ځينې خوځښتونه كرارشول .
كشرانو به ويل كله چې امير عبدالرحمن خان قطغن او مزارشريف ونيول دهغه ليكونو ، فرمايشونو او اعلانونو په خلكو اغيز وكړ كرار كښناستل خو غازي بابا دجنګ ترتيبات نيول . دحينو ويناوله مخې كله چې عبدالرحمن خان په كابل كې پښې ټينګې كړې غازي بابا يې دنورو مبارزينو په واسطه چې تسليم شوي وو، په دې بهانه كابل ته بوت چې ګويا عبدالرحمن خان غواړي د انګريزانو په وړاندې پاڅون وكړي ، بيا يې په پټه دووسووتنو ته په لاس وركړ چې مزارته يې ورسوي . په دې وخت كې دسيمې مجاهدين خبرشول او ورپسې روان شول چې غازي بابا راخلاص كړي او خپلې مبارزې ته دوام وركړي خو عبدالرحمن خان دمخابرې په واسطه هغو كسانو ته امر وكړچې په هر ځاى كې ياست غازي محمد جان خان مړكړي . هماغه چې غازي بابا يې دابدو په كوتل كې چې دمزارشريف له ښار څخه څه فاصله لري شهيد كړ اود انګريزانو لپاره ديو ستر ديوال دبنسټ يوه پخه ډبره يې وايسته .