پيژندګلوي: جلال اشنا
هــغه نــــوم چې كــو رنـۍ راتـه غــوره كـړى عبدالمحمد دى ،خوپـخپله ”جلال اشنا“ ځان ته ګران او خپل ګڼم اودډيرى وګړوترمنځ په همدې نوم ياديږم .
پلارمې سلطان محمدنوميږي هغه هم ”جلال“ تخلص كوي ، دنده يې ډاكټري ده اوكرۍ ورځ دخپلوناروغانودرملنه كوي.
كابو ۲۱ كاله وړاندې مې توكرك نومې سيمه كې دې نړۍ ته سترګې رڼې كړې ،اولومړۍ چيغې مې دملا جلال اخند په كورنۍ كې وهلي ،توكرك هغه سيمه ده ،چې دميدان وردګو ولايت دنرخ ولسوالۍ په غرو رغوكې راتاوه شوې ده اولوى الله ورته يوه ځانګړې ښكلاوربښلې ده .
لومړۍ زده كړې مې دشهيدقاضي ګل محمدپه منځنۍ ښوونځۍ كې ترسره كړې اودغه رازمې اووم ټولګى په شهيدصابريارښوونځي كې سرته ورساوه ،تردې وروسته مې خالدبن وليد(رض) عالي لېسې ته مخه كړه اوبلاخره مې له نوموړې لېسې څخه دبري پاڼه خپله كړه .
په همدغه كال مې سمدستي دكانكورپه آزموينه كې هم ونډه واخيستله دنوموړې آزموينې پايلې دكابل پوليتخنيك پوهنتون دالكتروميخانيك پوهنځۍ ته بريالى ښودلى وم ،په نوموړي پوهنتون كې دادى دخپل څلورم كال اوږدې ورځې اولنډې شپې تيروم اوخداى خبرچې كله به ترېنه په خوښۍ مخه ښه وكړم .
نوموړي پوهنتون كې دانجنيرۍ په زده كړوبوخت يم ،ادب نړۍ ته مې هسې مخه وكړه،بايدووايم چې انجنيري مې مسلك ،ادب مې ژوند ،شاعري مې مينه اوژورناليزم مې مجبوريت دى.
ادب نړۍ ته مې هغه مهال سترګې ورواړولې ،چې لسم ټولګي كې په زده كړو بوخت وم .
شعرته مې مخه كړې وه اوترډيره بريده پكې غښتلى هم وم ،خوچې كله به ترې ناهيلى ښكاره شوم نوسمدستي به هرات كې مېشت تكړه ژورنالېست شرف الدين ستانكزي په روانه لاره وهڅولم اوبيابه په همدې لاره راته تګ غوره ښكاره شو .هغه ؤچې ديوې ناچاپې شعري ټولګې خاوندشوم هركله چې راسره الله مرسته وكړه اودچاپ توان يې راكړچاپ به يې كړم اودګرانولوستونكومخې ته به يې كيږدم.
ښوونځي كې راته ننګيارناشنا پرادب شعراوشاعرۍ دمئنتوب خبرې كولې اودادب نړۍ يې په دې نړۍ ښكلې ګڼله زه يې په هغې نړۍ كې دژوندلپاره اړ وېستلى وم.
دهمدې دوه تنو نه هيرېدونكې هڅې وې ،چې دادى ترننه پورې مې له ادب اوژورناليزم سره اړيكې ټينګې دي .
ليكنې مې د ۱۳۷۹لمريزكال راپه دېخوا دبېلابېلو مجلواو ورځپاڼوله لخوا خپرې شوې دي اونوموړې لړۍ همداسې روانه ده .
له ادب اوژورناليزم سره دډيرې مينې پايلو دېته اړوېستم چې دلمروړانګې په نوم ادبي اوعلمي مجله دادب ډګرته راوباسم اوپخپله يې دمسؤل مديردنده هم پرمخ بوزم .
دغه مې د ۲۱ كلنې دورې بېلابېل پړاونه وه ،چې ځينې مې درته په ګوته كړل،دروان ژوندپه اړه راته ډيرې دعاوې وكړئ ،دادرنه هيله كوم .