پيژندګلوي:دپروفيسوراكاډمسين ډاكټر محمد موسي وردګ ژوندليك تاليفات اودولتي دندې
ډاكټر محمد موسي وردګ په ۱۹۴۹ كال د وردګو د سيد اباد ولسوالۍ په صدوخيل كلي كې زېږېدلى دى. لومړنۍ زده كړې يې تر شپږم ټولګي پورې دوردګو د تكيې په ښوونځي كې لوستلې او وروسته له هغه تر دولسم ټولګي پورې يې خپلې زده كړې په حربي ښوونځي كې ترسره كړې دي
لوړې زده كړې يې د پخواني شوروي اتحاد د كيروف پوځي طب په اكاډمۍ كې دپخواني ليننګراد په ښار كې(ننني سي پطرس بورګ )روسيه كې دام ډي ماسټرۍ دديپلوم او دسرو زرو دمډال په اخيستلو په ۱۹۷۵ كال كې پاي ته ورسولې ، ليكن وردګ په دومره زده كړه بسنه ونه كړه او خپلو لوړو زده كړو ته يې دوام وركړ تر څو په ۱۹۷۷ يې وكړاي شول د ايم ايس او پي ايچ ډي يعني دوكتورا ديپلوم د طب په علومو كې ترلاسه كړي همدا شان وردګ په كال ۱۹۹۲ كې د جراحانو او ارتوپيدي دنړيوال انجمن (سيكوت)غړى منل شوى ...
+ نوشته شده در ۱۳۸۶/۱۰/۱۱ ساعت 10:44 توسط عبدالقدير خموش
|