ژوندلکه سپينې اوبه ،بهېږي اوتېرېږي؟؟؟...


همت الله (امين زى) داسدلله (امين زى) ځوى په کال ١٣٦٥ لمريز کې دميدان وردګوولايت دنرخ ولسوالي دتوکرک دحاجي مصلى باباپه کلي کې زېږېدلي دى. لومړنۍ اومنځنۍ زده کړې يې دشهيدقاضي ګل محمداودمحمدموسى شهيدپه متوسطه کې ترسره کړي اوپه ١٣٨٢لمريزکال کې دکابل ښاردنادريې له عالي لېسې څخه په اعلى درجه فارغ اودکال دکانکوردآزموينې ترګډون وروسته دکابل پوليتخنيک پوهنتون ته بريالي شوچې همدامهال ددې پوهنتون دودانولودپوهنځي دصنعتي اومدني ودانيودڅانګې محصل دى.
که څه هم دامين زي په ځانګړې توګه کوم اثرنه دې خپورشوي خوله مطبوعاتوسره خورامينه لري چې په زياتومجلو،جريدو،ورځپاڼو، همداشان راديواوتلوېزيون له لارې يې شعرونه اونورې ليکنې خپرې شوې دي.دژورنالېست اونيزې،دڅارنوال اونيزې،سباوون سحرګاهان اوميدان ځوانان مجلې دليکنې هيئت غړي اوپښتواديتوردى.همداشان دميدان ځوانانوټولنيزې،ادبي اوکلتوري ټولنې مشر اودمڼې مجلې مسوول چلوونکى دى. اوپه راديوتلوېزيون کې دتعليمي اوتربيتي راديويي پروګرامونوويانددي.
(داوښکوباران) شعري ټولګه، (کابل شېبې شېبې) څېړنيزومطالبوټولګه، (زخمي زخمونه) شعري ټولګه او (وينه نه مينه) دښاغلي امين زى ناچاب اثاردي.

گوري چې هېرمې نه کړي
همت الله امين زى
ورځې به راشي وي نړۍ خومگرزه به نه يم
ورځ باران به اوري
رانه آرمان شي پاتې
لاړبه کاروان کې لاړشم
ورځې به راشي وي نړۍ خومگرزه به نه يم
هغه دوينوخونړۍ ورځ به وي
هلته به غم وي بېړنۍ ورځ به وي
ډېرې به اوښکې شي گرېوان ته لاړې
ورځې به راشي وي نړۍ خومگرزه به نه يم



زماپه مرگ به نړۍ ټوله ژاړي
دافغانانوکلى کوربه ژاړي
وي به يودوه خومگرنوربه ژاړي
ورځې به راشي وي نړۍ خومگرزه به نه يم
تاسوخدمت کې تم وم
ورورموباران ورېژېد
ځکه نړۍ فاني ده
ورځې به راشي وي نړۍ خومگرزه به نه يم



وي به سېلۍ ورځ دبادونوبه وي
شي به باران اوښکورودونه به وي
وي به ياران يادديادونوبه وي
ورځې به راشي وي نړۍ خومگرزه به نه يم
خلک به ټول خبرشي
خووخت به ډېرتېرنه شي
چې زماديادبېړۍ به ډوبه وي نور
ورځې به راشي وي نړۍ خومگرزه به نه يم


نوربه نړۍ کې زه ياران نه لرم
نوربه زه نوم دوهم باران نه لرم
نوربه ژوندى بهيرکاروان نه لرم
ورځې به راشي وي نړۍ خومگرزه به نه يم
رانه به ژوندکې ژوندآرمان پاتې شي
رانه به هيلې رانه کارپاتې شي
رانه به کورشي رانه قام پاتې شي
ورځې به راشي وي نړۍ خومگرزه به نه يم
لاس موتل پورته غواړم
دخداي ولورته غواړم
چې ډېرخوبدڅوک نه وو
ورځې به راشي وي نړۍ خومگرزه به نه يم



ورځې به راشي وي نړۍ خومگرزه به نه يم
کابل تعليمي اوتربيتي راديوتلوېزيون دراديوڅانگه ديکشنبې ورځ دماذديگردرې نيمې بجې دغبرگولي جوزاشلمه، ١٣٨٦ لمريزکال





نوموړى مطلب د همت صاحب له خپل ويبلاګ نه اخيستل شوى دى او هيڅ ډول تصرف پكې ندى شوى