پيژندګلوي:د ښاغلی عارف وردګ لڼد ژوند لیک
د ښاغلی عارف وردګ لڼد ژوند ليک
محمد عارف د ١٣٢٨ لمريز هجري كال په ژمي كې د وردگو د ولايت د سيدآباد په ولسوالۍ كې زېږېدلی دی. د سيدآباد د لومړۍ ښوونځۍ له لوستلو نه وروسته حربي ښوونځۍ او په پای كې حربي پوهنتون کې شامل شو. په ١٣۴٩ كال كې یې له حربي پوهنتون څخه فارغ او د دوهم بريدمن په رتبه پوځ ته داخل شو.
د عسكري خدمت په اوږدو كې هندوستان ته د لوړو مسلكي زده كړو په منظور وليږل شو او له بېرته راتگ سره په مركزي ځواك كې وگمارل شو. د روسانو د تېري له مخې هېواد پرېښونې ته اړ او آلمان ته یې پناه راوړ.
په آلمان كې د يو گڼ شمېر كورسونو لوستلو تر څنگ یې يو ځل بيا د اقتصاد او الكترونيك په برخه كې لوړه زده كړه وکړه. له هغه وروسته یې د دې هېواد په دولتي ادارو او تصديوكې دنده سر ته رسوې او اوس د آلمان غږ راډيو د پښتو او دري په څانگه كې كاركوی .
له وخت نه په گټه اخيستلو سره مې د يو شمېر كتابونو په ليكلو لاس پورې كړی دی . تر اوسه پورې یې لاندې كتابونه ليكلي، د كومو له ډلې نه چې يو شمېر چاپ او نور چاپ ته تيار دي:
- آلماني ـ دري ـ پښتو قاموس ، د ٣٨٠٠٠ جرمني لغتونو ژباړه او ځانګریتوبونه ،چاپ شوی
ـ د آلماني ژبې گرامر په پښتو ، چاپ شوی
ـ د آلماني ژبې گرامر په دري ، چاپ شوی
ـ د انگريزي خود آموز په پښتو ، چاپ شوی
ـ د پښتو معياري ژبدود، گرامر ، چاپ شوی
ـ پټه خزانه د عارف وردک په اهتمام، چاپ شوې
ـ آلماني برای نوآموزان ، چاپ شوی
ـ پښتو ـ انگريزي قاموس ،د ۴٠٠٠٠ پښتو لغتونو ژباړه په انګریزی، چاپ ته تيار دئ
ـ د اسلام قاموس ، تر ليكلو لاندې دئ
ـ انگريزي قاموس په پښتو او دري ، تر ليكلو لاندې دئ
ـ د كمپيوټر اساسات اودMS-DOS سيستم، چاپ ته تيار دئ