ليكنه:پر پښتو شعر د قران كريم اغيز:

پوهندوی عبدالقدیرخموش


 دلرغونې دورې  دشاعرانو شعرونه :

 

دلرغونې زمانې څخه راپاتې شعرونه كه په غور وكتل شي نو دا ترې څرګندېږي، چې ددې دورې شاعران هم، د قران له اغېزې بې برخې نه دي. ددوي په اشعارو دقران مستقيم اغيز ليدلى شو. ليكن د يادولو خبره داده، چې له بده مرغه ددې دورې د شاعرانو بشپړ ديوانونه يا ټولګې زموږ تر لاسه نه دي رارسېدلې، چې د هغې له مطالعي موږ هغه ګڼ شمېراشعار را بيل كړو، چې په هغه كې دې د قران اغيز ثابت شي

ادامه نوشته

ليكنه:په پښتوشعر كې د انځور ارزښت او ډولونه:

پوهندوي عبدالقدير خموش

وړاندې له دې چې په شعر كې د انځور په ارزښت او مقام خبرې وكړو غوره بولم د شعر يو څو لنډې پېژندګلوۍ وړاندې كړم.

شعر عربي کلمه ده،چې دعبراني ژبې له شيرنه اخيستل شوې اوپه اصل کې دسندرې په مانا ده.په اصطلاح كې شعر او شاعرته كه څه هم اكثره ادبپوهان او شاعران كوم خاص تعريف نه وركوي او په دې باور دي چې شعر كوم ټاكلى تعريف نه لري او هر څوك  يې د خپل اند او نظر له مخې په بېلابېلو سليقو تعبيروي او تعريفوي.

ادامه نوشته