پیژ ندگلوی: ګل جا ن ورور (وردګ)
ګل جا ن ورور (وردګ)
ښاغلى داكتر ګل جان ورور وردګ دپښتو ښوونيز نصا ف په يوا لي كې سر ګردان سپين ږيرى ليكوال دى ،چې دكو چنيانو او تنكيو زلمو لپاره يې ليكنې اوهڅې د ځانګړې ستاينې ځاي لري. ډاكتر دښوونې او روزنې مسلكي ډاكتر او پوه دى چې درسمي دندې له پيل را هيسې يې هڅې دافغا نستان دښوونې او روزنې دنوي سيستم درامنځته كولو په لړ كې ډ ېرې ګړندۍ دي.دى تل دښوونې او روزنې له مرستندويه ټو لنو اودښوونيزو نصا ب جوړونكيو سره په بحث او جنجال بوخت وي او هڅې يې دا وې چې ديوه كار دلږ لګښت او وخت پر وړاندې ترسره شي.
ښاغلي داكتر وردګ دښوونيز نصاب په اړه ځانګړې قا عدې او چوكا ټو نه رامينځ ته كړي دي او كه څېړنه پرې وشي دده دا نصا ب پخپله يو ځانګړى نصاب ګڼل كېداى شي چې په هر ډول دنويو زده كړولپاره ګټور دى .
ښا غلى ډاكټر وردګ دښوونې او روزنې او ښوونيز نصاب جوړونې تر څنګ دپښتو ژبې يو بر لاسى ليكوال او قلموال هم دى چې د تار ېخ او ادبيا تو په بېلا بېلو برخو كې يې ليكنې كړې دي خبرې كړې او لا تر اوسه په كې بوخت دى.
داكتر ګل جان ورور وردګ د محمد جان زوى په خټه وردګ په ۱۳۱۱ل كال دوردګو ولايت د سيد اباد ولسوالۍ په تكيه سيمه كې زېږيدلى دى په ۱۳۱۸ ل كال د تكيې په لو مړني ښوونځي كې شامل او په ۱۳۲۴ ل كال ترې د كا بل ښار دار لمعلمين ته راغلى اوپه ۱۳۳۱ ل كال ترې فارغ شوپه ۱۳۳۲ ل كال د كا بل پوهنتون دښوونې او رو زنې پوهنتون كې شامل او په ۱۳۳۶ ل كال ترې فا رغ شو اوبيا دامريكا متحده ايا لاتو ته لاړ او په ۱۳۴۸ ل كال دنيو يارك له بغلو پو هنتون نه دښوونې او روزنې په څا نګه كې ما سټري واخيسته دښوونيزې ادارې او نظارت په څانګه كې شامل شواو په ۱۳۵۱ ل.كال يې له بغلو پوهنتون نه په خپل مسلك كې داكتري p.h.d واخيسته . (۱)
داكت صاحب دخپلو زدكړو په بهير كې اوتردې بهيره وروسته دا لاندې دندې هم تر سره كړې دي په ۱۳۳۱ ل كال په بګرا ميو ښوونځي كې ښوونكى په ۱۳۳۶ ل كال په حبيبيې لېسه كې ښوونكى په ۱۳۳۸ ل كال په خوشحا ل خان لېسه كې ښوونكى په ۱۳۴۳ ل كال دښوونې او روزنې په مو سسه كې كارمند په ۱۳۴۸ ل كال دافغا نستان دعلومو اكا ډ مۍ او دپښتو څېړنو د نړيوال مركزغړى او په ۱۳۶۷ ل كال د۱۹۸۹ م كال پېښور ته ور مها جر. لږ وخت وروسته دښوونې اوروزنې د مو سسې بيفير (g.t.z) مسلكي غړى تيرشوى دى.داكتر صا حب له ۱۳۳۵ ل كال راهيسې ليكنې كوي چې دخپل ژوندانه په دې دومره مهال كې يې دا لاندې اثا ر ليكلي اوخپا ره كړي دي.
چاپ شوي اثار:
۱- د پښتواودري دلومړي ټولګي پښتو اودري كتا بونه ،چا رتونه ،دچمتو والي دوره دمهارتونو كتا بونه د ښوونكي لار ښود ۱۳۵۱ ل كال چاپ شپږ كتا بونه.
۲- د دريم ټولګي پښتو او دري لارښود ۱۳۵۲ ل كال .
۳- د څلورم ټولګي پښتو اودري كتا بونه اود هغو دښوونكي لا ښود ۱۳۵۴ ل كال.
۴- د شپږم ټولګي دژبې او لوست كتاب اود ښوونكي لارښود ۱۳۶۱ ل كال.
۵- د ړندو دليك اولوست زېرى ۱۳۶۳ ل كال.
۶- دافغا نستان دلومړيو ټولګيو دژبې دمهارتونو نوښت ( انګلسي د دوكتورا تېسس ۱۳۵۸ ل كال.
۷- د پښتو انګريزي پښتو قاموس ( فولډ برايد امريكا او پاكستان دپښتواكډمۍ ګډه پروژه) ۱۳۷۵ ل كال.
۸- الف : پښتو ښود دپښتو انګريزي خود اموز . په دغه خود اموز كې ديوه خارجي لپاره د ۴۷ رياضي كلموپه زده كړې زدكوونكي كولاى شي چې دپښتو سيمو زدكونكيو ته تر اووم ټولګي پورې درس وركړي.
ب: دړندودليك لوست دزيري كتاب :-چې دبر پل په سيستم ليكل شوى دومره واضېح او اسا نه ليكل شوى چې يو با سواده سړى تر څوساعته لوستلووروسته كولاى شي چي د لرګي د ېوې تختې اوڅو سنجا قونو په نصب كولوسره ړندو ته درس وركړي .
ج: د افغا نستان دلومړي ټولګي دژبې دتعليمي نصاب په نوښت كتاب كې داسې عمومي لارښوونه شته چې دنوروژبواونورو ټولګيودكتابونو په محتوا كې له وخت او ضرورت سره سم چمتوشي دغه مطلب د امريكا دبغلو نيويارك يونيورسټۍ د تعليمي نصاب ډيپارتمنت په خپله ارزيابي او مكتوب كې څرګند كړي ده او دالف اوج پورتني كتا بونه د پاك جرمن دپروژې ډايريكټرمنفرډ دسواد زده كړې په پروګرام او د ښو و نكي په عمومي لارښود كې تجربه اومنلي دي.
۹- په افغا نستان كې دتعليمي نصاب انكشاف ۱۳۶۹ ل كال.
۱۰- دسواد زده كړې او لومړي ټولګي دكتا بونو (۱۸) مختلفو كتا بونوارزيا بي او مقا يسه .
۱۱-د مور او ماشوم روغتيا پښتو اودري په شخصي مصرف ۱۳۷۱ ل كال.
۱۲- د سواد زده كړې (ليك لوست ) پښتو اودري كتا بونه ۱۳۷۵ ل كال.
۱۳- دليك لوست كليمې يا دهرتور۱۲ خاص غږونه ۱۳۷۶ ل كال.
۱۴- د كليوالواوكوچنيانو داستوګنې ځايونه دافغا نستان په شمالي ولاياتوكې ۱۳۷۶ ل كال.
۱۵- دليك لوست منظم هجايي پروګرام پښتو اودري ۱۳۷۵ ل كال.
۱۶- دهر توري ۱۱ غږونه او دهغو۱۲ خاص شكلونه پښتو اودري ۱۳۷۶ ل كال.
۱۷- په مجلو او اخبارونوكې تحقيقي مضامين لكه په EIL كويټه، بلاغ ،خا ورې،و فا ،بيان ،سهار،پامير، دانا ، غازي،دپښتو اكاډمۍ په مياشتنۍ پښتوكې له ۱۳۶۹ كال څخه تر نن پورې په پېښور او افغانستان كې په زيري، پښتو، افغانستان،عرفان، دما شومانو په خپرونو كې خپا ره شوي دي.
- محمد داود وفا ستوري دادب په آسمان كښي پیشور: ۱۳۷۹ . كال ۸۷۵ مخ