پیژندگلوی:مفتاح الدين "واحديار"

 

لیکوال:خموش

 

ښاغلى مفتاح الدين "واحديار" دمرحوم ضياالدين زوى دوردگو ولايت چک ولسوالۍ دعربانو ددرې دخواجه انگور دکلي په يوه روڼانده کورنۍ کې  په 1358 لمريزکال كې زېږېدلى دى . ابتدائي زده کړې يې دعربانو په منځني ښوونځي کې تراوم ټولگي پورې پرمخ بيولې اوبيا وروسته دالجهاد په ديني مدرسه کې خپلوپاتو زده کړوته يې ادامه وركوي

ښاغلي "واحديار" له کوچنوالي دشعراوشاعرۍ سره زياته مينه لرله نو ځكه چې داتلس کلنۍ په عمر كيدو نو دشعر په ويلواوليکلويې پيل وکړ تر دې دمه يې دشپيتو په شاوخوا كې شعرونه ويلي .دمحتوا په لحاظ يې شعرونه زياتره عشقي  بڼه لري دشکل په لحاظ يې شعرونه غزل اوڅلوريځې دي

دايې هم دشعربېلګه:

 

 

ادامه نوشته

پیژندگلوی:محمد اصف"فدائي"تاند شاعر

 

لیکوال:خموش

 

ښا غلى محمد اصف "فدائي" دشهيد عبدالباري "فدائي"زوي دملا صاحب عبدالحق لمسى دى. دبند چک ولسوالۍ نورخيلو په کلي کې يې په 1364 لمريز کال، فاني نړۍ ته سترگې غړولي دي .ابتدائي زده کړې ئي دحضرت عمر فاروق په ښوونځي کې پيل او تر دريم ټولگي پورې ئې په دغه ښوونځي کې زده کړې كړې دي. بيا وروسته په 1374 لمريز کال دشهيد محمد عبدالله عزام په دارالايتام کې شامل شو چې اوس مهال دچک وردگ دروزنتون په نامه ياديږي تر اتم ټولگي پورې يې زده كړې وكړې خو داقتصادي ستونزو له کبله دښوونځي پرېښودلو ته مجبور شو.

 فدايي دزده كړې سره كومه خاصه مينه چې درلوده  دى يې بيرته وهڅاوه چې زده كړه وكړي. همدا و چې په 1382 لمريز کال يې دزده كړې دوام ته  د دوهم ځل لپاره دحضرت عمر فاروق په عالي ليسه كې داخله وكړه تر څو په 1385 لمريز کال دنومړې ليسې ددولسم ټولگي څخه فراغت تر لاسه كړ.

ادامه نوشته

سيد مصطفي "حماس"تاند شاعر

لیکوال:خموش

ښاغلي سيد مصطفى "حماس" دعبدالرزق زوى دوردگو ولايت چک ولسوالۍ دعربانو درې د کوډۍ په کلي کې په 1352 لمريز کال نړۍ ته سترگې پرانستې دي.

غير رسمي زده كړې يې په پلارني ټاټوبي كې له ملا امام نه په جومات كې پيل كړې دي . رسمي زده كړې يې  دعبدالله ابن عباس په ابتدايي ښوونځي کې دهجرت په وخت کې ترسره كړې او ثانوي زده کړې يي د(محمديه جامعه) دعربي ژبې انستيتيوت کې ويلې دي .د لوړو زده کړولپاره يې ددعوت الجهاد پوهنتون غوره كړ تر څو په 1373 لمريز کال ترې په موفقانه توګه فارغ شو .دپوهنتون دفراغت څخه وروسته دچک وردگ په روزنتون کې د ښوونکي په حيث په دنده وگومارل شو. بيا وروسته د (کميته همکاري عربستان سعودي براي مردم افغانستان) دمطبوعاتي مسوول په توگه دنده په غاړه شوه اووروسته د(جميعت خيريه افغاني براي حفظ قران کريم )دقندهار دسيمه ايزدفتر دمسوول په توگه دنده ورپه غاړه شوه

ادامه نوشته

محمد حکيم بشارت

 

بینوا  ویب سایت

 

محمد حکيم بشارت دفضل الرحيم زوى دميدان وردګو ولايت دنر خ ولسوالۍ دکريمدادو دکلي اوسېدونکى چې په ١٣٥٤هجري کال کې يې په دې نړۍ کې سترګې غړولې دي .

  لومړنۍ زده کړې يې دشهيد صابريار په لومړني ښوونځي ترسره کړي ، منځنۍ زده کړې يې دخالدبن وليد په لېسه کې او په کال ١٣٧٤ هجري کې دسيدجمالدين افغان له عالي لېسې څخه فارغه شوى او ١٣٧٩کال کې دکابل پوهنتون دژبو او ادبياتو دپوهنځي له پښتو څانګې څخه فارغ شوى .

  نوموړى دکابل پوهنتون او عرفان مجلو مهتمم پاتې شوى ، همدارنګه دکابل راډيو او خوست په راډيو ګانو کې يې دوياند په توګه دنده ترسره کړې ، دپرواز مجلې فريلانس خبريال او دهيئت تحرير غړى ، دسولې او جنګ دراپور ورکونې دانيستيتوت خبريال ، دصبا مجلې خبريال او بيا ورپسې دهمدغې مجلې مرستيال او له دوه کلونو راهيسې تراوسه پورې په پژواک خبري اژانس کې دکاپي چيف ايډيټر په توګه دنده تر سره کوي .

  نوموړى دوه اثر چاپ ته چمتو لري ١—په پښتو شفاهي ادبياتو کې دښځو ونډه ٢- دلنډو کيسو ټولګه .

 

ادامه نوشته

محمد شفيق حقپال

  

بېنوا ويب پاڼه :

 

ښاغلی محمد شفيق حقپال ( وردګ) دمحمد يونس زوى په لمريزهجري ١٣٤٤ كې دميدان وردګو ولايت دنرخ ولسوالۍ دكريمدادودقريې دمارخانې په كلي كې زيږيدلى .لومړنۍ اومنځنۍ زده كړي يې دكابل په سپين كلي ليسه كې نورى زده كړى يې دكابل د برېښنا د تخنيک په څانګه كې پاى ته رسولي دي .

دكابل په تخنيك ثانوي دپيښور په سيدجمال الدين اودميدان وردګو ولايت دخالد بن وليد په ليسو كي يې دفزيك اورياضياتو په څانګه كي ښوونه كړې، دغه راز دباختراطلاعاتي اژانس كي يي دسياسي مبصراوخبريال ،په راډيو افغانستان كي دنطاق ،دسولي اوجګړي نړيوال انستيتوت ، دملګروملتوپراختيايې ادارې ،دافغانستان سره دمرستودسمون ادارې اويوشميرنوروملي اونړيوالو څانګوكي يې دخبريالۍ اوليكوالۍ په برخه كي كاركړى په سل ګونه ليکني،خبرونه ، رپوټونه ،تبصرې اوشعرونه يې دهيواد په بيلابيلوورځپاڼو ،مجلو ،راډيواوتلويزيون او ويب پاڼو كې په پښتواودرى ژبو خپاره شوي . دهيلوغوټۍ په نامه لومړنۍ شعري ټولګه يي نوى خپره شوې . دوه ټولنيز كتابونه يې ليكلي اودوه درسي كتابونه يې ژباړلي چې چاپ شوي نه دي .

ادامه نوشته

محمد عاشق غریب

 

وا ويب پاڼه

 

ښاغلی محمد عاشق غريب په کال ١٩٥٩ زېزديږ په ميدان وردګ ولايت کي زېږېدلی دی . لومړنۍ او منځنۍ زده کړي يې په خپل ولايت کښي تر سره کړي ، او په کال ١٣٥٨ لمريز کي ددفاع وزارت د هوايي او هوايي مدافع پوهنتون د راکټو د پوهنځی څخه فارغ او وروسته يې د راکټ د ٩٩ لوا ، د کابل ګارنېزون ، د دفاع وزارت د اپراسيون رياست ، او ٢١ ساتونکي غونډ کي دندي تر سره کړي دي .

د ١٩٩٥ زېږديږ کال راپه دې خوا د جرمني د فرانکفورټ په ښار کښي د خپلي کورنۍ سره يو ځای اوسيږي اود C.L.E.A.N شرکت سره په دنده بوخت دی .

په داسي حال کي چي ښاغلي غريب په نظامي برخه کي زده کړي او دندي تر سره کړي دي ، ددې تر څنګ يې د هنر او ادب سره هم مينه پاللې ده ،بېلابېلي ليکني او شعرونه يې د ګوربت ، وحدت ، هيواد ، ګودر ، ملي هينداره ، او يو شمير نورو رسنيو کي خپرې شوي دي .

سمدستي ( ١٣٨٣ ل ) د خپل کار تر څنګ په جرمني کي د افغانستان د کلتوري ودې ټولني د فرانکفورټ د څانګي د مسول په توګه په هغه هيواد کي افغاني فرهنګ ته په يو لړ خدمتونو بوخت دی .

ادامه نوشته

اسدالله بها

 

بېنوا ويب پاڼه :

 

 

 ارواښادډاکټر اسدالله بها د بهاول خان زوی او د ۱۹۴۹میلادي کال دډسمبرپه ۱۹د وردګو د یوسف خیلو په کلي کي زیږیدلی دی او په وردګو کي بیا میر خیل دی .

 خدای بخښلي بها خپله لومړنۍزده کړه ددیني علومو په برخه کي په خپله سیمه کي سرته رسولې او د منځنۍ زده کړي له پاره کابل ته ولاړ او هلته د رحمان بابا په لیسه کي د شمول د موفقانه ازمویني وروسته ،په کال ۱۹۵۹په دغه لیسه کي داخل شو او خپل منځني تحصیلات یې په کال ۱۹۶۵په بریالیتوب سر ته ورسول .

 د لیسې له فراغته وروسته د کابل پوهنتون د ادبیاتو په پوهنځی کي شامل شو،خو لږه موده وروسته یې سکالرشپ واخیست او اسټریا ته لاړ .

 هلته یې په کال ۱۹۶۵پوهنتون ته د تیارۍ له پاره په مقدماتي درسونو پیل وکړ او له بریالیتوب وروسته به کال ۱۹۶۷کال کی د ښووني اوروزني په څانګه کي په پوهنتون کي شامل شواو په ۱۹۷۸کال کي یې خپل عالي تحصیلات په بري سر ته ورسول،د ښووني اوروزني په برخه کي یې ډاکټري واخیسته .

 

 

ادامه نوشته

شعر:یاس

تصاوير جديد زيباسازی وبلاگ , سايت پيچك » بخش تصاوير زيباسازی » سری دوم www.pichak.net كليك كنيد

گوینده: خموش

 

اغوش سرد شام

          

   با نور مهتاب

          

              ارام میشود

ادامه نوشته

د هیواد وتلی خدمتګار،پیاوړی لیکوال، شاعر او هیوادپال شخصیت ارواښاد محمد ارسلان سليمي

ګل آغا احمدي وردګ

د ارواښاد استاد نوم محمد ارسلان او تخلص يې سليمي او دپلار نوم يې اسدخان دى د ۱۲۹۷ هجري لمريزكال چې د۱۹۱۸ ميلادي نيټې سره سمون خوري د ورودګو ولايت دجغتو د ولسوالۍ د ګلدرې (كنده كول ) دسيمې دليګي باباخيلو د كلي په يوه درنده او دينداره كورنۍ كې زيږيدلى دى چې دګوربت دلوړو او تاريخي غرونو لويديځې خواته موقعيت لري او په خټه مايار وردګ دى. ارواښاد سليمي دوه وروڼه او يوه خور درلودل چې دوروڼو نومونه يې محمد سليم سليمي او محمد جمال سليمي دي او دهغه ورو محمد سليم سليمي دهيواد په مختلفو ادارو كې يې رسمي دندې سرته رسولې دي او دخپلو دندو زيات وخت يې دهلمند په ولايت كې تير كړى دى. همدارنګه استاد سليمي واده كړى وو او د دريو زامنو او دريو لوڼو خاوند وو د زامنو نومونه یې عثمان سلیمي، ګوربت سلیمي او میرویس سلیمي دی چې اوس یوازې عثمان سلیمي ژوندی دی.

ادامه نوشته