بېنوا ويب پاڼه :

 

 ارواښادډاکټر اسدالله بها د بهاول خان زوی او د ۱۹۴۹میلادي کال دډسمبرپه ۱۹د وردګو د یوسف خیلو په کلي کي زیږیدلی دی او په وردګو کي بیا میر خیل دی .

 خدای بخښلي بها خپله لومړنۍزده کړه ددیني علومو په برخه کي په خپله سیمه کي سرته رسولې او د منځنۍ زده کړي له پاره کابل ته ولاړ او هلته د رحمان بابا په لیسه کي د شمول د موفقانه ازمویني وروسته ،په کال ۱۹۵۹په دغه لیسه کي داخل شو او خپل منځني تحصیلات یې په کال ۱۹۶۵په بریالیتوب سر ته ورسول .

 د لیسې له فراغته وروسته د کابل پوهنتون د ادبیاتو په پوهنځی کي شامل شو،خو لږه موده وروسته یې سکالرشپ واخیست او اسټریا ته لاړ .

 هلته یې په کال ۱۹۶۵پوهنتون ته د تیارۍ له پاره په مقدماتي درسونو پیل وکړ او له بریالیتوب وروسته به کال ۱۹۶۷کال کی د ښووني اوروزني په څانګه کي په پوهنتون کي شامل شواو په ۱۹۷۸کال کي یې خپل عالي تحصیلات په بري سر ته ورسول،د ښووني اوروزني په برخه کي یې ډاکټري واخیسته .

 

 کار او ماموریت :

 له ۱۹۷۹ تر ۱۹۸۰ پوري یې د اسټریا کنټرول بانک ــ د مخ پر وده هیوادونو د اسنادوپه برخه کي کارکاوه .

 په کال ۱۹۸۰کي یې دډاکټرۍ له عالي تحصیل نه پرته ، د بین المللی څیړنوپه برخه کي ډپلوم واخیست .

 د ۱۹۸۱تر ۱۹۸۶د اسټریا د ښووني اوروزني بیبلیګرافي په برخه کي کار کاوه . د ۱۹۸۲تر۱۹۹۸پوري د ویانا له سندر غاړو هلکانو یا(وینر سینګر کنابن)سره د ښووني اوروزني په برخه کي د سلاکار په توګه دنده تر سره کوله

 له۱۹۸۹راهیسي د ویانا په بو هنتون کي د ښووني او روزني تدریس د علومو په انستیتوت کي تدریس کاوه .

 د ۱۹۹۸را په دیخوا یې په لیسه کي درس ورکاوه .

 آستاد بها د مخ پر وده هیوادو او په تیره بیا د سیاسي اوروزنیز سیستم سلا کار او صاحب نظر پیژندل کیده .

 ډاکټر بها د ۱۹۹۹میلا دي را په دیخوا ( دافغانستان دبیا ودانولو مرستی ټولني) مشر پاتي شوی دی او دده لیاقت او فعالیت له امله د ټولني او (افغان ولس) مجلې په کار کي وقفه نه ده راغلې . د ټولني د مشر تابه جرګه او نور غړی به د هیواد ددغه صادق زوی خدمتونه هیر نه کړي .

 مرحوم ډاکټر بها یو زیات شمیر خپروني لري چي دلته یز دیو څویادونه کوو:

 ـــ په مخ پر وده هیوادو کي د لویانو زده کړه او سواد .

 ـــ بیسوادي په دریمه نړۍ کي .

 ــ لوست او لیک او د ټولني په دیموکراسۍ کي دهغو برخه .

 ــ د جنوب له خوا غږ ــ د پرمختګ الفباــ بیسوادي په دریمه نړۍ کي .

 ــ به مخ پر وده هیوادو د مغزو فرار پر ضد .

 ــ د ویانا سندر غاړي هلکان ،ددوی دښووني او روزني چاپیریال .

 ــ د ژوند د امکاناتو نه د ګټي اخیستوله پاره روزنه .

 ــ به مخ پر وده هیوادو کي د ښځو د سرنوشت ټاکني حق .

 ــ دننه په استریا کي او له اسټریا نه بهر ورځپاڼو او مجلو کي بېلا بیلې مقالې .

 همدغه شان له ۱۹۹۹میلادي کاله راهیسي د(افغان ولس )مجله کي بېلا بیلي علمي مقالې .

 ارواښاد ډاکټر اسدالله بها په اتريش ( استريا) کي د ناروغۍ له کبله د شپږپنڅوسو کالو په عمر له دې نړۍ د تل له پاره سترګي پټي کړې روح دي یې ښاد وي .

 اروا ښاد ډاکټر بها یوه لور لری : نادیه ډیوه بها،چي اوس په پوهنتون کي پر خپله ماسټرۍ کار کوي .

 

ډاکټر بسم الله امير