دفضل الربي"احمدي"پيژندګلوي او دشعرونو بيلګې
فضل الربي "احمدي" دمعلم صاحب گل احمد زوى دمحمد وصيل لمسى دوردگو ولايت چک ولسوالۍ دچک دلرغوني کلي اوسيدونکى دى .په 1364 لمريز کال يې په پلرني ټا ټوبي کې دې فاني نړۍ ته سترگې پرانستې دي لومړنۍ زده کړي ئي دچک دشهيد اب پران په منځني ښونځي کي پيل کړې اوبيا وروسته يې دحضرت عمر فاروق په عالي ليسه كې خپلو زده کړوته ادامه ورکړې ده . په 1385 لمريز کال دنوموړې ليسې ددولسم ټولگي څخه وتلى .
"احمدي" په شل کلنۍ د شعر په ويلو پيل کړ ى دى. تر اوسه يې دسلو په شاوخوا کي شعرونه ويلي دي . دمحتوا په لحاظ ئي شعرونه تصوفي، عشقي اوټولنيزه بڼه لري دشکل له مخې ئي شعرونه اكثراً غزل، ازاد شعر او څلوريځي دي
دايې هم دشعرونو څو بيلګې:
غزل
پرون چې سترگو کې مې راغله ستا رنگينه څيره
درته چې ځير شوم ښکاريدله ستاغمگينه څيره
زموږ دباغ په شنه چمن کې هلته
زما په مخ کې وه ولاړه ستا لمرينه څيره
جانانه تاته وايم تا يادوم
ومې ليد له په رښتيا ستا نازنينه څيره
"احمدي" غوښتل درته څه ووايي گرانه اشنا
شوله په سترگو کې مې ورانه ستا حسينه څيره
څلوريځه
وخانده خندا درسره ښه ښکاري
ژاړم به ژړا راسره ښه ښکاري
څومره چې دتوان وي هومره وگوره
گرانې ناز ادا درسره ښه ښکاري
جدايي
په تا مين ومه زه
دسترگو تور مې ته وې
دبدن روح مې ته وې
زه شوم زعفران په شانته
چې ستا يادوکې ومه
ځکه بې مينې وم زه
چي ته مغرور گرځيدې
اوما به مينه کړله
خو ته به نه پوهيدې
ځکه مدام ژړيدم
له ما چې ته شوې جدا
ته خومدام گرځيدې
له رقيبانو سره
زه خو در تلاى نه شوم
په تا با ورنه کړمه
ته اوس بدله شوې
دبل په طمعه شوې
زه که هرڅو ژړيدم
خوته پروا نه کوې
احمدي ژاړم ځكه
په غم مې ژوند شولو ټول
چې شوم ديار نه جدا
اوښكې مې تل څڅيدې
خواوس پريمانه شولې