پيژندګلوي:استادمحمدزبيرشفيقي

استادمحمدزبيرشفيقي

  محمد زبير شفيقي چې اصلي نوم يې فضل الهي دى،دارواښاد جنت ګل زوى دى چې له نن څخه ٤۶ کاله پخوا د ميدان وردګو ولايت د چک ولسوالۍ په اله خېلو کې زيږېدلى. زدکړې يې دبمبايي په لېسه (ننى دحضرت عمر فاروق لېسه کې سرته ورسولې او په ١٣٥٦ لمريز کال فارغ شو،دهمدې کال په کانکور ازموينه کې دکابل پولي تخنيک پوهنتون ته بريالى شو،پر ١٣٥٧ لمريز کال دغويي له کودتاه نه وروسته دپولي تخنيک پوهنتون په دوهم سمسترکې ؤ چې هجرت ته اړشواو پېښورته ولاړ.دهمدې کال په وروستيو کې دجهادلپاره دپکتيا ولايت ته را غى اوبياپر ١٣٥٨ لمريزکال له نورو مهاجرينوسره يوځاى خپلې سيمې (چک) ولسوالى ته راغى،په ١٣٦٣ لمر يزکال بېرته پېښور ته ولاړ او هلته يې په فرهنګي اوادبي هڅو لاس پورې کړ.محمد زبير شفيقى په تيرو شلو کلونو کې له مختلفوکلتوري مرکزونو سره تړاودرلود،دزياتروجهادي خپرونوليکوال غړى اويامسوول اوپه شفق مجله،شهادت جريده،اميد،حريت،منبع الجهاداونوروګنومجلوکې يې دليکني پلاوي غړيتوب درلود.دپيام آزادۍ راډيو تلويزيون مرستيال اودپروګرامونو دتهيې مسوول واونهه کاله يې په پېښور کې د سهار ملي ورځپاڼې مسوول مد ير ؤ

ادامه نوشته

ليكنه: دژباړې ډولونه

دتير پسې

       دژباړې ډولونه

 

دژباړې د ډولونو په سر دنظر خاوندانو يوه پرېكنده پرېكړه نده كړې چې دهغود پرېكړې په اساس موږ هم د ژباړې ډولونه تاسو ته يو يا دوه ډوله در وښايو . تر هغه ځايه چې ماته معلومه شوې او ډېرو ژباړونكو هم پرې موافقه كړې ژباړې ته يې دا لاندې ډولونه شميرلي دي:

ادامه نوشته

پيژند ګلوي: همت الله امين زى

    همت الله (امين زى) داسدلله (امين زى) ځوى په کال ١٣٦٥ لمريز کې دميدان وردګوولايت دنرخ ولسوالي دتوکرک دحاجي مصلى باباپه کلي کې زېږېدلي دى. لومړنۍ اومنځنۍ زده کړې يې دشهيدقاضي ګل محمداودمحمدموسى شهيدپه متوسطه کې ترسره کړي اوپه ١٣٨٢لمريزکال کې دکابل ښاردنادريې له عالي لېسې څخه په اعلى درجه فارغ اودکال دکانکوردآزموينې ترګډون وروسته دکابل پوليتخنيک پوهنتون ته بريالي شوچې همدامهال ددې پوهنتون دودانولودپوهنځي دصنعتي اومدني ودانيودڅانګې محصل دى.
که څه هم دامين زي په ځانګړې توګه کوم اثرنه دې خپورشوي خوله مطبوعاتوسره خورامينه لري چې په زياتومجلو،جريدو،ورځپاڼو، همداشان راديواوتلوېزيون له لارې يې شعرونه اونورې ليکنې خپرې شوې دي.دژورنالېست اونيزې،دڅارنوال اونيزې،سباوون سحرګاهان اوميدان ځوانان مجلې دليکنې هيئت غړي اوپښتواديتوردى.همداشان دميدان ځوانانوټولنيزې،ادبي اوکلتوري ټولنې مشر اودمڼې مجلې مسوول چلوونکى دى. اوپه راديوتلوېزيون کې دتعليمي اوتربيتي راديويي پروګرامونوويانددي.
(داوښکوباران) شعري ټولګه، (کابل شېبې شېبې) څېړنيزومطالبوټولګه، (زخمي زخمونه) شعري ټولګه او (وينه نه مينه) دښاغلي امين زى ناچاب اثاردي.

ادامه نوشته