پیژندگلوی:مفتاح الدين "واحديار"
لیکوال:خموش
ښاغلى مفتاح الدين "واحديار" دمرحوم ضياالدين زوى دوردگو ولايت چک ولسوالۍ دعربانو ددرې دخواجه انگور دکلي په يوه روڼانده کورنۍ کې په 1358 لمريزکال كې زېږېدلى دى . ابتدائي زده کړې يې دعربانو په منځني ښوونځي کې تراوم ټولگي پورې پرمخ بيولې اوبيا وروسته دالجهاد په ديني مدرسه کې خپلوپاتو زده کړوته يې ادامه وركوي
ښاغلي "واحديار" له کوچنوالي دشعراوشاعرۍ سره زياته مينه لرله نو ځكه چې داتلس کلنۍ په عمر كيدو نو دشعر په ويلواوليکلويې پيل وکړ تر دې دمه يې دشپيتو په شاوخوا كې شعرونه ويلي .دمحتوا په لحاظ يې شعرونه زياتره عشقي بڼه لري دشکل په لحاظ يې شعرونه غزل اوڅلوريځې دي
دايې هم دشعربېلګه:
زماخيالونه
خيال مې ستا دزلفو ولونه غواړي
لکه رنځور چې راحتونه غواړي
مجروح ضمير به مې ترکومه اشنا
ستا دمغرور حسن سيلونه غواړي
طالب دفکر چې ژړيږي راته
ستا دوصال دسيند موجونه غواړي
چې دمحبوب گريبان ته ورسيږي
اخلاص مې دغسې لاسونه غواړي
دستا چې سترگې دي خالي له مينې
زړه مې بياولې ديدنونه غواړي
چې پروانه د کړ زړگى په خندا
اوس چې رسيږې څراغونه غواړي
چې يې مطرح کړي په درشل کې هميش
"واحديار"ځانته داغمونه غواړي