پیژندگلوی:جنرال عبدالغني وردګ
جنرال عبدالغني د هېواد له هغو ساتونكيو پوځيانو څخه و چې د افغان ملت د هوساينې او سوكالۍ لپاره يې خپل سر نذرانه كړ.
عبدالغني په 1301ل كال له عبدالوهاب خان وردګ كره دې نړۍ ته سترګې پرانيستلې، عبدالغني وردګ د ورګو ولايت د چك ولسوالۍ په كوتره كلي كې زېږېدلى، لومړنۍ زده كړې يې همدلته په كلي وكړې. په زده كړو كې تكړه و او د غوره وړتيا له مخې په 1316ل كال په حربي ښوونځي كې شامل شو. په برياليتوب يې دغه ښوونځى پاى ته ورساوه او د لوړو پوځي زده كړو لپاره حربي پوهنتون ته لاړ او په 1322ل كال يې د ممتاز زده كوونكي په توګه له دغه پوهنتون څخه په لوړه درجه د فراغت سند تر لاسه كړ او د هېواد او خلكو د خدمت لپاره يې په مينه خپلې مټې رابأ وهلې. له پوهنتون څخه تر فارغېدو وروسته هېواد ته د خدمت په لړ كې لومړى ځل په ملي دفاع وزارت كې د لومړي بريدمن په توګه په دنده وګومارل شو.