ليكنه:په پښتو ادبياتو كې ټولګه لرونكي طنز ليكونكي

 

بهترین و جدیدترین خدمات وبلاگ نویسان جوان                www.bahar-20.com

محمدزبيرشفيقي

زوكړه:

  محمد زبير شفيقي چې اصلي نوم يې فضل الهي دى،دارواښاد جنت ګل زوى دى چې له نن څخه ٤۶ کاله پخوا د ميدان وردګو ولايت د چک ولسوالۍ په اله خېلو کې زيږېدلى.

بهترین و جدیدترین خدمات وبلاگ نویسان جوان                www.bahar-20.com

ادامه نوشته

ليكنه:په پښتو ادبياتو كې ټولګه لرونكي طنز ليكونكي

په تېر پسې

   محمود نظري

زوكړه:

محمود نظري په ۱۳۳۴ كال د غويي دمياشتې په ۲۱ نيټه دكندهار دښكلي ښار په غېږه كې د ډاكټر امين نظري كره زېږېدلى دى. نظري له تېرو څه باندې لسو كلونو راپه دې خوا په لندن كې اوسي .


ادامه نوشته

ليكنه:په پښتو ادبياتو كې ټولګه لرونكي طنز ويونكي

 دتېر پسې

دمنان ملګري ژوند:

زوكړه:

ښاغلى عبدالمنان ملګرى دمولوي نياز محمد زوي په ۱۳۱۹ لمريز كال د لغمان ولايت دعلي خيلو په كلي كې زېږېدلى دى.

عكس و تصاویر زیبا برای زیباسازی وبلاگ شما -------------- بهاربیست دات كام ------------- BAHAR-20.COM ------------ عكس تصاویر زیباسازی وبلاگ فارسی

ادامه نوشته

لیکنه:دمتنو نوويش

متنونه معمولا په درېو برخو دويش وړ دي نارينه متن ښځينه متن او مخنث متن او دا ويش ددې لپاره دپام وړ دى تر څو د متونو او په خاصه توګه د منظومومتونوپه برخه كې په دې پوه شو چې دا نظم د ښځې لخوا نارينه ته ويل شوى او يا د نارينه له خوا ښځينه ته.

 تاسې به هرومروداوايي چې دا كار خو د الفاظو له مخې هم معلومولى شو ځكه په متن كې د ښځينه او نارينه نوم نښې موږ ته دا سوال ځوابولى شي  ليكن بايد هيره نكړو چې داسې اشعار هم شته چې نه دا نښې لري او نه يې هم نارينه او يا ښځينه ته اطلاق كولى شو لكه:

ادامه نوشته

لیکنه:ناول: دپښتواو نړۍ په ادبياتو کې

څېړونکی:پوهنمل عبدالقدير خموش:

ناول لاتيني کليمه ده د عجيبه څيزپه مانا او په ادبي اصطلاح کي دهغو انساني جذباتو او احساساتو بيان کوي چي په اظهاريې د نورو انسانانو همدردي پيداشي،په ناول کي د انساني ژوند لوړې ژورې، موجودې وي، د انسان له پيدايښت څخه تر پايښت پورې چي کوم واقيعات پيښيږي د ټولو تصويرونه د خپل فن، سکالو (موضوع) ګرځوي، د ناول دنيا د حقيقي دنيا په شان د زمان او مکان او په نړۍ کې دپيښو د رښتيـنوالي پربنا ولاړه وي(1)

په تيرو تقريبا دوه پېړيو کې په اروپا او دنړۍ په ځينو نورو برخو کې ناول بې سياله ژانر ګڼل شوی دی . د۱۸ پيړۍ له لومړيو رانيولې بيا تر ننه پورې ناول وار په وار وده کړې ده .

دناول دپيدايښت په هکله ګڼ شمير تاريخ ليکونکي د هسپانيا د ۱۶ پيړۍ ددويمې نيمايي مشهور ليکوال "سروانتس" او د "دون کيشوت" دشهکارليکونکی راپه ګوتو کوی.

 

ادامه نوشته

لیکنه:دعبدالکريم خرم ژوند ليک

عبدالکريم خُرم دوردګو دسيداباد ولسوالۍ اوسېدونکى دى چې په ١٣٤٢کال  په کابل کې زيږېدلى دى ده خپلې لومړنۍ زده کړې درابيا په ښوونځي کې تر سره کړې او بيا يې ثانوي زده کړې په استقلال لېسه کې سرته ورسولې . په کال ١٣٦٠ کې له دغې لېسې څخه فارغ شو او د کانکور له ازموينې نه وروسته د کابل پولې تخنيک انستېتيوت دمهندسۍ په پوهنځي کې په زده کړه بوخت شو . دلوړو زده کړو د لومړي کال په جريان کې د١٣٦١ کال دسنبلې په مياشت کې د درېيم ځل لپاره د کمونيستي نظام ضد فعاليتونو درلودلو په تور د هغه وخت دجاسوسې شبکې (خاد) له خوا په نيمه شپه کې له خپله کوره ونيول شو او بنديخانې ته ولېږدول شو .

کله چې دى د لېسې د نهم کال زده کوونکى وً کمونيستانو د يوې  کودتا له لارې قدرت ونيو .له همغې شېبې ده درک کړه چې د نوي حاکمه قدرت سره يې لاره بېله ده ، لکه د نورو ځوانانو په شان ،عبدالکريم خُرم په دې لټه کې شو چې کمونيستي کندې ته د هېواد د لوېدلو علت پيدا کړي . په همدې لټه کې يې د نړۍ د سياسي مفکرينو د آثارو لوستل پيل کړل . ددې تر څنګ عبدالکريم خُرم عملاً د مجاهدينو سره په کابل ښار کې د کمونستي نظام پر ضد فعاليت کولو او د متعلمينو او محصلينو د فرهنګي چارو تر لوړو مسووليتونو پورې يې دندې په غاړه درلودلې چې په همدې علت دوه ځله د کمو ورځو لپاره او درېيم ځل د دريو کالونو لپاره بندي او جېل ته واچول شو .

ادامه نوشته

لیکنه:دهايكوشكل او شاليد

دهايكو شكل:

هايكو جاپاني كلمه ده او د ادب په اصطلاح  كې دشعر پيل ته وايي. نن ورځ دنړۍ ټول خلك هايكو دجاپاني شعر په نامه پيژني. واقعیت هم همدا دى چې، دهايكو شعردلومړي ځل لپاره په جاپان كې دجاپاني شاعرانو لخوا وويل شو. هايكو دلنډو شعرونو يوه ځانګړې بڼه ده. دومره خوند چې، دجاپاني ژبې په هايكو كې پروت دى په بله ژبه كې نشته سم دم_ كه سهوه شوى نه وم_ هغه خوند چې، دپښتو ژبې په لنډيو كې دى.

هايكو په دريو نيم بيتيو كې ويل كېږي. په دې ډول چې، لومړى او دوهمه نيم بيتي يې پينځه_ پينځه څپې او درېيمه نيم بيتي يې اووه څپې وي. په ټوليزه توګه دټولو څپو شميريې اوولسو څپو ته رسېږي. هايكو د وزن او قافيې له پلوه ازاده ده،مانا دا چې، هايكو نه وزن لري او نه قافيه. خو  په خپل لنډ او ساده انداز كې يو كوچنى خو روڼ انځور زموږ ترمخه ږدي.

ادامه نوشته

لیکنه: د ځانځاني ښامارپه هكله يو څو ټكي

ليكوال:عبدالقدير خموش                                                                                                                                

ځانځاني ښاماردلوى عالم، فيلسوف اوليكوال شهيد ډاكترسيدبهاوالدين مجروح يوعالي، فلسفي اثردى، چې په روانه پښتود آزاد شعرپه قالب كې په ۴- ۸ او ۱۲ څپوكې ليكل شوى دى. په لومړي نظركې ځانځاني ښامار، چې دداستان په بڼه په خپل ځان كې ديوه انسان سفردى، درى كركترونه پكې ترسترګوكيږي، لاروى، ايګو، اودمينې الهى، خوكله چې داثرپايته رسيږو، دې پايلې ته رسيږو، چې داكيداى شي درى نه بلكې يوكركتروي، چې دخپل وجودپه دننه كې منزل كوي، دغه اثر، چې دلاروي په روايت پېليږي اودهغه دسفركيسه ده، ترډېره بريده دسمبول او ايماژونوپه ژبه راسره غږيږي اوپه خپله دليكوال په وينا دانساني ژور طبيعت اوعصيان بيان دى، چې دغه واقعيت درى جلا اړخونه لري يو يې نفسي انفرادي، بل ټولنيزاوسياسي اودريم ددې دواړو اړخونو يوتركيب دى، چې دليكوال په وينادانساني موجوديت فلسفي معنى ده.

ادامه نوشته

لیکنه:طنز څه ته وايي؟

طنز چې په مختلفو  قاموسونو كې  طعنه، تمسخراو ملڼډې ژباړل شوى  د ادبياتو لويه برخه ده او د نړۍ په اكثره هيوادونوكې د يوې خپلواكې ادبي نوع په بڼه پيژندل كېږي. دا په دې چې طنز وكولى شول د ادبياتو متفاوته او متعدده برخه اوهمدا شان د ژورنالېزم يوه برخه په خپله اولكه كې راولي  او نور هغو پخوانيو څو ځانګړوقالبونو كې ګير پاتې نشي .

طنز كولاى شي تمثيلي، تصويري، منظوم ،منثور داستاني او ژورناليستيك واوسي. طنز كولى شي رومان وي اويا د يوې لنډې جملې په قالب كې راشي. مانا داچې هره هغه ليكنه كه منظوم وي كه منثوركه تصويروي كه تمثيل  اويا كه كارتوني فيلم  چې، په هغه كې د شخص او يا ټولنې عيبونه نيمګړتياوې او نارسايۍ په هنرمندانه بڼه دخندا او ظرافت په پوښښ كې  راوړل شي طنزي ادبيات دي.خو هدف بايد په نوموړي شخص اويا ټولنه كې  د مثبت بدلون او اصلاح راوستل وي نه يوازې دخلكو خندول

ادامه نوشته

پيژندګلوي:احسان الله ارينزي

ليكوال:خموش

احسان الله (ارينزى) دمرحوم حاجي محمد عمر وردګ زوى دى. په ۱۹۵۴ م كال د جنوري ۱۵ نېټه د كا بل په زاړه ښار كې زېږېدلى دى  او اصلي ټا ټوبى يې د وردګو ولايت دسيد اباد ولسوالۍ دشنيزدره دچهاردهي كلى دى اواوس دكابل ښار په خوشحال خان مېنه كې استو ګنه لري .

زده كړې:

 

لومړنۍ زده كړې يې دغازي محمد ايوب خان ښوونځۍ كې په ۱۳۴۴ ل كال او منځنۍ زده كړې يې د نا دريې په عالي لېسه كې سر ته رسولې دي اوپه ۱۳۵۰ ل كال له دغه لېسې څخه فارغ شوى دى .

لوړې زده كړې يې د كابل دپوهنتون داقتصاد په پوهنځۍ كې په كال ۱۳۵۶ ل كې سر ته رسولې دي.

ادامه نوشته