ليكنه:په پښتو ادبياتو كې ټولګه لرونكي طنز ويونكي
دتېر پسې
دمنان ملګري ژوند:
زوكړه:
ښاغلى عبدالمنان ملګرى دمولوي نياز محمد زوي په ۱۳۱۹ لمريز كال د لغمان ولايت دعلي خيلو په كلي كې زېږېدلى دى.
زده كړې:
دا چې د ملګري پلاره دى په كوچنيوالي (دوه نيم كلو) مورته امانت كړ او خپله يې له نړۍ سترګې پټې كړې نويې د اقتصادي ستونزو له كبله زده كړې سرته ونشواي رسولى او يوازې ۹ كاله تعليم يې په ډېرو ستونزو وكړاى شواى.
د رسمي نيمګړو زده كړو ترڅنګ يې ديني زده كړې د خپل پلار له شاګرده(عبدالله) څخه زده كړې دي.په دې معنى،چې فقه،حديث او منظوم ديني كتابونه يې له عبدالله څخه زده كړي دي.
دندې:
كابل ته له راتګ وروسته –په ۱۳۳۷لمريزكال- دلومړي ځل لپاره د پښتو ټولنې په رياست كې د ليكوال په توګه مقرراو د كابل مجلې د اهتمام چارې وروسپارل شوې.
په ۱۳۴۴ لمريز كال د كابل پوهنتون ددرسي مواد په مديريت كې د ټايپست په توګه وګمارل شو.ددې تر څنګ يې د پوهنه ننداره كې د ممثل او ډرامه ليكونكي په حيث كار كاوه.
په ۱۳۵۷ لمريزكال دراډيو تلويزيون دډرام په څنګه كې مقرر شو.
په ۱۳۵۸لمريز كال كې يې د اوبو او برېښنا په وزارت كې د اجير په توګه په دنده كار پيل كړ.
په ۱۳۷۱ لمريز كال دكورنيو جګړو له امله پېښور ته كړوال شو او د (بي بي سي) راډيو په ښونيزو خپرونو د(نوي كور نوي ژوند) ډرامې كې يې د ليكوال دنده ترسره كوله.
منان ملګري په ۱۳۷۸ لمريز كال دسرطان په لومړۍ نيټه له دې نړۍ نه د تل لپاره رخصت شو.
اثار:
شريك بالاپوش: طنزي ټولګه.
كريكه: منظومه قلمي نسخه.
يوكال او دوه تراژيدي:كيسه ايزه قلمي نسخه.
ګڼ شمير مقالې،شعرونه، داستانونه او ډرامې په ګڼو ورځپاڼو او راډيو افغانستان كې .
دايې هم د طنزونو دوه بيلګې:
هغه مړى چې ژوندى شو:
يو دوست مې په مكروريانو كې كور واخيست.....څو مياشتې ورسته هغه خارج ته ولاړ او كور يې ماته بې كرايه راكړه.كور دې اباد وي.
دهغه احسان مې تر اوسه نه هيريږي .....خومونږ چې دمكروريانو له ژوند سره نااشنا وو،شپې او ورځې مو په ډير قيد سره تيريدې....
كله كله به مونږ له غيرې مترقبه پيښوسره هم مخامخ شو.مثلا په لومړۍ ورځ چې مونږ دخپل دوست كور اشغال كړه ،زما دخواښې نظر پر يوه لويه برقي تبۍ ولګيده ،خو خواښې مې ګومان كاوه ،چې داكوم بل ډول يخچال دى.....
بيدريغه ورغله چې لږ او به دڅښلو لپاره سړې كړي.....كله چې په برقي تبۍ لاس كيښود يو (اخ)يې وكړه او بيا وغورځيده.
لدې پيښې سره ما او زما ميرمنې په ډيرې ورخطايۍ دهغې خواته وځغاستل خواښې مې بې هوښه وه او دلاس پوستكى يې هم سوزيدلى وو،زه او زما ميرمن تازه وپوهيدو چې ،يخچال ندى بلكې برقي تبۍ ده چې پخلى ورباندې كيږي.
په سبا چې زه له ښاره راتلم خپل اپارتمان مې غلط كړ،بل اپارتمان ته ورغلم كله چې دويم پوړته ورسيدم غږ مې كړه:
_ څه شوې دزلمي مورې!دروازه خلاصه كړه.
له اخوانه يوې انجلۍ غږ وكړه چې :
_ته څوك يې؟
داوار (په شدت) زه ،زه پخپله يم:يانې ستا پلار.
_اوس چې مكروريانو ته راغلې يې دومره كلنكاره شوې چې خپل پلار نه پيژنې؟
_چوپ شه .سم غږيږه زما پلار خو همدا اوس هم زمونږ په كور كې ناست دى.
وپوهيدم چې سلام مې دديوال سيوري ته اچولى .له هغه ځايه كښته شوم.
بل اپارتمان ته لاړم او له هغه ځايه بل ته ترڅو زمونږ اپارتمان ګاونډي راغى.
زه يې وپيژندلم او خپل كور ته يې ورسولم.زه ملامت ځكه نه وم چې دټولو كورونو رنګ روغن ،قد او قواره يو ډول وه خير اخر كرار كرار مونږ ددې ځآى داوسيدو په چل پوهه شو.
دخداى كړه وو يو وخت زه ډير سخت ناروغه شوم.
دومره چې نور له ودريدو او ګرځيدو له خيره سره پاتې شوم او سم تخته پريوتم ميرمن مې مجبوره وه چې ماكوم روغتون كې بستر كړي.
خو يو مشكل سره چې مخامخ وه،هغه داچې له كوټې نه ما په څه ډول بيرون وباسي او په زينه كې مې څه ډول كوز كړي.ځكه ما دمخه غرض وكړ،چې زه دومره كمزورى وم چې ،نه په شا ټينګيداى شوم او نه پخپله تلاى شوم.
ميرمنې مې خپلې مور ته وويل:
مورجانې! بايد دهلكانو پار روغتون ته ورسوو هغه مري خو څنګه به يې لدې كوره كښته كو؟
_ لورې ! دروازه تنګه ده زينه كې هم دكټ كوزول څه اسانه كار ندى.خاوند خو دې نه په شا ټينګيداى شي او نه په خپلو پښو تلاى شي.
_نو څه چاره وكړه؟كه داسې يې پريږدو دهغه صحت خو....(پوهيږم چاره يې داده چې دهلكانو پلار په رسۍ كې وتړو زه او ته يې له دويم منزل څخه لاندې ځمكې ته كوز كړو.) دخواښې لدې خبرې سره مې اندامونه ځيږه شول.
ما ويل ايا بارى متعال كه رسۍ راباندې وشليږي او يا ددوى دلاسه خطا شي؟خير زه هسې هم مړوم ناروغۍ ډير كړولى وم مجبور وم چې خپل طاقت له لاسه ورنكړم په هماغې ورځې مې خواښې او ميرمن په رسۍ كې وتړلم او له دويم منزل نه يې ځمكې ته كوز كړم او له هغه ځايه يې روغتون ته بوتلم.
كور يې اباد روغتون ډير ژر بستر كړ.
زما نارغي ډيره سخته وه برسيره پر دې كمزورى شوى هم وم،نوځكه معالج ډاكټر راته وويل چې ،ډير ونه غږيږم .... ماخو هسې هم خبرې نه شوې كولاى ،دډاكټر په وينا مې ځان بيخي ګونګ واچوو شپه په بستره كې پروت وم ،دروغتون نرس راغى مونږ هم په كوټه كې دوه تنه ناروغان بستر وو،يو ناروغ په همې شپه زما له راتګ سره مړشو.زما پېښه هغه ته ښه نه شوه.خير نرس دمړي دوستلو لپاره زمونږ وطاق ته راننوت.مړى يې په تذكره كې واچوه او بيايې ماته وويل:
مه ويريږه !تابه خدى ډير ژر روغ كړي.ماته چې ډاكټر ويلي ووچې مه غږيږه ځان مې غلى نيولى وو.نرس بياراته وويل:
_ لكه چې ناروغۍ ډير عذاب كړى يې ؟ زه بيا هم غلى وم...
بيا يې راته وويل:
_ ولې غلى يې سرتګې خو دې وازې دي ،ويده خو هم نه يې ؟مانه خپلې سترګې رپولې او نه مې خوله خوځوله.اخر نرس وپوهيده چې زه هم وفات شوى يم نو ،په تاسف يې وويل:
_ اى خو ولا مرده دانش،چشمانش واز مانده .چه شدى بيائين ...زود بيائين.
زړه مې غوښتل چې نرس ته ووايم چې ،زه مړ نه يم ،مګر ماته ډاكټر ويلي وو چې نه به غږيږم نو ځان مې غلى ونيو او فكر مې وكړه بيا به كوم بل نارغ ته ووايم چې ،مړه نه يم مګر په هغه كوټه كې دداسې پيښې سره مخامخ شوم.
_ په (اضطراب) اوه خير دغه انډيول ته به وويام چې زه مړ نه يم.
لږ وروړاندې شوم ورته ومې ويل:تاته ويام رواكى! زه ولاكه مړيم زه ژوندى يم.
_ (په حيرانۍ) اوه داخو خبرې نه كويږديو بل مخ مې لوڅ كړه.بيامې دځان سره وويل: راځه دابل ته به ووايم.
لږ ورنژدې شوم او ورته ومې ويل:
_ قربان زه او ته يې څنګه په تياره كوټه كې بنديوان كړي يو؟لكه چې تاته يې هم دمړي ګومان كړى.
باور وكړه چې زه هم مړ نه يم.
_ په (حيرانۍ) اوه داخو هم مړ دى.
لنډه داچې هر چپركټ ته به تلم پوهيدم چې مړي سره خبې كوم او وپوهيدم چې زه يې دمړو په كوټه كې دمړو سره يو ځاى اچولى يم او په مايې هم دمړي ګومان كړى دى.
نو د ډاكټر له هدايته مې انحراف وكړ او چغې مې كړې.
_(دروازه ګډ بوم) وازه كئ ! دخداى روى ته وګورئ زه ...زه مړ نه يم ... خلاصه كئ.
زما له دې چغو سره په ټول روغتون كې اوازه شوه چې ،مړى ژوندى شوى دى،له له نرسانو نه نيولې ترپياده پورې ټول له روغتون نه وتښتيدل او هر چا به ويل مړى ژوندى شوى دى ،هغه حق درلود،ځكه چې زه دمړو په كوټه كې بندي ومږ
دمړي دژوندي كيدو اوزه ترهغې پورې توده وه ،ترڅوچې زما معالج ډاكټر راغى او زما ليدو ته دمړو كوټې ته راننوت او زه تازه وپوهيدم چې زه مړ نه يم ،خو په يوه وړه اشتباه زه دمړو په ډله كې حساب شوى يم.
هم خره بندي کړئ هم خرکاران :
ښه مې ياد دي چې ښايسته زمانه وړاندې هغه وخت چې زه تنکي زلمي وم، زموږ په کلي کې اوازه شو چې او کومت کې د ( شېر ) په نامه نوي حاکم مقرر شوي دي. چا چې ( شېر حاکم ) ليدلي و، زموږ د کلي ملک صيب او سپين ږيرو ته يې د هغه نښې نښانې ويلې لکه چې يوه به ويل.د شېر حاکم پوزه د مرجان لالاد قازغوندې چنګه ده.هغه بل له ويل.ــ د شېر حاکم ګيډه لکه د ګلو ماما ډول ( ډهل ) ته پاتې کېږي.
دا بل لادې ته اريان و چې.ــ دايې لاڅه کوئ چې شېر حاکم صيب په غاړه کې پړي تړلي دي.لنډه دا چې هر کليوال سړي چې ( شېر حاکم ) صيب ليدلي و، رنګا رنګ نظريۍ د هغه په باره کې درلودې، موږ خو نه حاکم صېب لېدلي و او نه يې په شرنګ ترنګ پوهېدو.
هفته لا تېره نه وه يو ماسپښين چې موږ ټول په جومات کې ناست وو، کوټوالي راغي هغه زموږ ملک صېب پېژانده نېغ په نېغه له سلام نه وروسته يوه پرزه کاغذيې ورته ورکړ ملک صيب پخ ليک او لوست چندان بلد نه و، نو يې ميرزا ګل لال ته ورکړه هغه په لوستو پيل وکړه چې.
ــ ملک قلعه پائين اګه سرسبا پيش ازنان چاشت توو موسفيدان قلعه پائين به سلام ما نيا مديد، د ګيش خو او سوبان پوچا قايته ميکشم از طرف شېر حاکم .
پرزه چې ولوستل شوه، زموږ سپين ږيرو او ملک صيب يو ا وبل ته سترګه په سترګه شول اخر سلامشوره داشوه چې سبا به له خير او برکت سره د( شېر حاکم ) صيب سلام ته ورځو، نو قربان دې له هوښيارۍ نه شم، هغه وو چې سبا د کټير نغاره و ډنګول شوه، او د کلي سپين ږيري، زلميان او نيمه زلميان سره راغونډ شول، خو په دغه ورځ زما غوا ورکه وه، ملک صيب نه مې رخصت اخيستي و، چې ګويا د حاکم صيب ليدو نه ما ته د خپلې غوا ليدل مبارک دي، نو خداي دې د ګېډې له خوږ نه و ساته، سر درده مه شې کليوال د حاکم ليدو ته وخوځېدل او زه د خپلې غواد بيا ديدار په هيله په پټو او شوبلو سر شوم.
نو ماښام چې بيا د کلي په جومات کې د لمانځه لپاره راغللو،زموږ د کليوالو په مينځ کې ( شېرحاکم ) نوم په ( چلم چې حاکم ) بدل شو، ما چې له خپل همزولي وزيرګل نه پوښتنه وکړه چې زموږ کليوال ( شېر حاکم ) ته ولې ( چلم چي حاکم ) وايي هغه مې څواب کې وويل.
ــ چلم چي حاکم خو ځکه موږ ورته وايو چې حاکم ډېر کم عقل دي، خلک چلم چي کې خپل لاسونه مينځي، ده کم بخت په خپل سر ايښي دي غاړه کې يې هم دلتو پړي پروت دي .
هغه وخت موږ کليوال څه ملامت وو، موږ د ( شپو خوله او نېکټايي ) څه پېژنده؟ نو ځکه موږ حق درلود چې د شېر حاکم شپو ته چلم چي اونېکټايي ته يې دلتو پړي ووايو.
ورک يې که، بلا دې ورپسې خداي دې ستا بلا ورکه لري، پنځه شپږ مياشتې وروسته سهارو ، چا له پټيو نه څاروي راوستل، څوکد سبا په ناري ناست وو او څوک تازه پټيو ته تلل چې ناڅا په سر او لدار، او لدار او څوکو ټولو اليان لښتي په لاس زموږ کلي ته راغلل، هغه وخت چې به مونږ ګوټو الي هم وليده ملاريا تبي نيولو، په تېره دسر اولدار ليدل خو موږ ته هيږې ليدل و.
خير زه په لار روان وم، ځان مې په څادر کې د سراولدار له وېرې تاو کړي و، خو هغه زه وليدم راباندې برګ شو
کجا ميري؟ برو ملکته صدا کو، اي قريه نيس، دزخانست،مه د اي ديره ششتيم چابک بياريش.
ما ويل لويه پيره په نيکو راورسېږه، دا په څه بلا واوښتم؟ زه په عمر ماکمې ته نه وم تللي نو ځکه مې د دريشې خاوندان نه وو ليدلي ، خير له ډېرې وېرې مې د پيشو غوندې د ملک کلا ته منډه واخيسته، ښه وو زما له تالو ملک صېب راوتلو چې زه يې داسې وارخطا وليدم نو يې په حيرانۍ پوښتنه رانه وکړه.
ــ بيا دې څه په کولمو پيچ لګېدلي، چې داسې وارخطا يې؟
ــ ملک صېب ! په دېره کې څو تنه ناست دي، په خبرو يې نه پوهېږم خو ستا نوم يې واخيست.
زما له دې خبرې سره ملک صېب نېغ دېرې ته لاړ او زه له وېرې خپل کور ته شېوه شوم. په کور کې له ډاره په انګړ کې هم ټينګ نه شوم نېغ د څارويو غوجلې ته ورغلم، تاته دې خداي ډېره روزي در کړي، په عمر دې برکت شه، د کاکازو، نيم ساعت به لا تېر شوي نه و چې د کلي نغاره بيا وډزېده او کليوالو ته يې د خطر اعلان وکړ، زه هم مجبور شوم چې لکه مارغوندې به سوړې راووزم او ځان ديرې ته ورسوم، زه لا سم رسېدلي نه وم چې زموږ ټول کليوال د ملک د دېرې مخي ته ولاړ وو، د تعجب خبره دا وه چي دوه خرونه هم د خلکو په منځ کې ولاړ وو، په دې کې زموږ ملک صيب هغه سړي ته چې د کوټوالۍ تر څنګ لرګي په لاس ولاړو، مخ ور واړاوه او ورته يې وويل.
ـــ سر اولدار صيب! دا ده دواړه خرونه حاضر شول، برګ خر هغه دي او تور خر دغه دي.
تازه و پوهېدم چې لرې دې له مخې دغه چاغ سړي سر اولدار دي، سر اولدار زموږ مللک ته هغه ليک په لوستو پيل وکړ چې يه لاس کې يې و.
ـــ ملک صيب ! حاکم صيب ايني مکتو به بمه داده داي مکتوب امر شده که خراره برايش حاضر کنم.
ـــ ته يې ولوله چې چلمچي حاکم صيب څه شي ليکلي؟
ـــ نوشته کده " سراولدار ! بمه خبر رسيده که د قلعه با لا از خانه ګل اکبر توسط دو مرکب که يکي آن ابلق ديکش سياست، مثل دزد رفته و ګندم هاي کردها رابه دزدي خورده قرار معلوم اين دو مرکب يادو خر در قلعه پائين ديده شده قلهذ ابصورت فوري اين دومرکبه برايم حاضر نما ئيد، تا توسط خرها صاحبان آن نيز معلوم شود که بعدآ هم خرها بندي شود وهم خر کارها "
ـــ الي خو فاميدين؟
موږ ټولو وويل چې له پېښې نه تښېته نه شته
ميرزاعلم حميدي
زوكړه:
ارواښاد مېرزا علم حميدي د عبدالحميد زوی د( ۱۳۲۰ لمريزکال د زمري دمياشتي پر شلمه نېټه د خوست ولايت کې زيږيدلی دی او په (۱۳۸۴) کې يې د دی نړۍ سترګې پټي کړې دي . حميدي د۱۳۴۰ كال راهيسې د هيواد په مطبوعاتو کې وخت په وخت خپلې ليکنې خپرې کړې دي.
حميدي د پښتو ادبي نثر په وده او بډايۍ کې ډيره ستره او ارزښتناکه برخه ترسره کړې ده ځينې سياسي او طنزی ليکنې يې د ډډوال، ښکارندوی او کليوال په مستعارونومونوهم خپرې شوي دي
زده كړې:
لومړۍ زده کړې يې په( ۱۳۳۳ )کال کې اسمعيل خېلو او مندوزيو په ښوونځي کې بشپړې کړي دي
دندې:
-د هلمند په لوی رياست کې د افغاني ساختماني دستګاه «محاسب »
-په ماليې وزارت پورې اړوند د خيبر رستورانټ « د محاسبې مدير »
- په فوايد عامې وزارت په ايټالوي Sautiکمپنۍ کې چې د ايران سرحداوديشو ترمنځ يې داورګادي پټلۍ سروې کوله او دلارو ــ ډګرونو د لوی رياست تر ادارې لاندې يې کار کاوه « د حسابي او اداري چارو امر »
- په ايټالوي شخصي شرکت (د کليمډ شرکت) « دمحاسبې مدير »
- په ماليې وزارت پورې اړوند د هوټلونو تصدۍ «لوی رئيس »
- په سوداګرۍ وزارت د کرهڼې صنايعو د پراختيا مرکز چې د جهاني بانک په پيسو او متخصصانو چليده « د حسابي او اداري چارو امر »
- په سوداګرۍ وزارت د لاسي صنايعو د پراختيا اود صادراتو مرکز « رئيس »
- په سوداګرۍ وزارت دافغان نيچي په نوم دافغانستان ــ چاپان تجارتي شرکت « رئيس»
- په سوداګرۍ وزارت د کورنۍ سوداګرۍ « رئيس »
- په سوداګرۍ وزارت د اقتصادي او ټولنيزو پرمختګونو د نندارتون «رئيس »
ښاغلي حميدي د تجارتي چارو د پرمختيا او پراختيا لپاره هندوستان ، پاکستان، روسيې، اذربايجان، منګوليا، بلغاريا، چکوسلواکيه، هنګري، انګليستان، فرانسې، ختيځ او لويديځ المان او اووه ځلې جاپان ته رسمي سفرونه کړي دي . خولکه څنګه چې وايې : «ځواني د زده کړو موسم دی . منځنی عمردوړاند،هوښيارۍ او پوخ والي دوران دی. له دواړوتېروموسمونو څخه د تجربو لاس ته راوړل د ژوند دريم پړاو دی . خو وړ اند ، هوښياري او تجربې تر زده کړې اړينې او ارزښتناکې دي . همدا رنګه د حميدي صاحب بل تلپاتې اړخ هم دده ادبي هلې ځلې دي ؛ لکه چې له دندو او زده کړو يې ښکاري که څه هم ده ادبيات نه دي لوستي خوتر کومه چې ښکاره ده نوموړي له څلويښتمو کلونو راهيسې د هيواد په مطبوعاتو کې وخت په وخت خپلې ليکنې خپرې کړي دي ؛ دده ځينې سياسي ليکنې د ډډوال، ښکارندوی او کليوال په مستعارونومونوهم خپرې شوي دي او کله کله يې يو نيم شعرهم ليکلی او خپور شوی دی خوحميدي صاحب د پښتو ادبي نثر په وده او بډايۍ کې ډيره ستره او ارزښتناکه برخه تر سره کړې ده چې تر اوسه يې پنځلس غوره اثار ( د سړي لار، ژوبڼ، د ټوکو خورجين، وری څنګه لېوه شو؟، بختوره پېشو، دوه مخي کسان، ژورې خبرې، د برياليتوب لار، د زړې ادې کيسې، د کاڼي زړونه، د ملانصرالدين کچکول، چلباز، بدمرغه ټاپو، د بري راز . څو سياسي خبرې او د افغانستان ودانول) چاپ او خپاره شوي دي خو نوموړی لا تر اوسه هم ځان ليکوال او شاعر نه بولي وايې چې :« زه يوازې په ليکوالو او شاعرانو پسې اوږي ټولوم .
نوموړي د خپلو ليکنو او ژباړو« دخوږه ياد» په هکله وايې چې : « د جورج اروېل نامتو نړيوال اثر (Animal Farm) مې چې په کمونيسټی ديکتاتوري پورې يې ملنډې وهلي دي او د دوی ټګۍ ، برګۍ يې ډيرې ښې راسپړلي او په ګوته کړي دي او کټ مټ هماغسې وشول چې جورج اروېل يې په ١٩٤٥زېږديزکال کې وړاند وينه کړي وه ؛ پر افغانستان باندې د شوروي يرغل پر مهال د «ژوبڼ » په نوم و ژباړه او د ۱۳۶۷ په پسرلي کې مې په خپل ځانګړي لګښت چاپ او خپور کړ چې نه يوازې يې د هيواد پالوفرهنګيانو او لوستونکو له خوا داسې تود هرکل وشو چې مايې فکر هم نه و کړی بلکې د هغه مهال د ليکوالو اتحادې رئيس وتلی او نامتو ليکوال رهنورد زرياب او همدا رنګه د پېژندل شوي نامتو شاعر واصف باختري په مشرۍ يوه ډله فرهنګيان زما کور ته د مبارکۍ او شاباسي لپاره راغلل چې د دوی دغه هڅونه مې تر اوسه هم « د خوږه ياد» په توګه د زړه په تل کې ځای لري . ».
د هغه آثار:
۱-د سړي لار ١٣٥٧
۲-ژوبڼ ١٣٦٨
۳-د ټوکو خورجين ١٣٧٠
۴-وری څنګه لېوه شو؟ ١٣٧٤
۵-بختوره پېشو ١٣٧٤
۶-دوه مخي کسان ١٣٧٥
۷-ژورې خبرې ١٣٧٥۷
۸-برياليتوب لار ١٣٧٨
۹-د زړې ادې کيسې ١٣٨٠
۱۰-دکاڼو زړونه ١٣٨٠
۱۱-د ملانصرالدين کچکول ١٣٨١
۱۲-چلباز ١٣٨٢
۱۳-بدمرغه ټاپو ١٣٨٢
۱۴-د بري راز ١٣٨٣
ناچاپ اثار
څو سياسي خبري
د افغانستان رغونه
