لیکنه:دمتنو نوويش
متنونه معمولا په درېو برخو دويش وړ دي نارينه متن ښځينه متن او مخنث متن او دا ويش ددې لپاره دپام وړ دى تر څو د متونو او په خاصه توګه د منظومومتونوپه برخه كې په دې پوه شو چې دا نظم د ښځې لخوا نارينه ته ويل شوى او يا د نارينه له خوا ښځينه ته.
تاسې به هرومروداوايي چې دا كار خو د الفاظو له مخې هم معلومولى شو ځكه په متن كې د ښځينه او نارينه نوم نښې موږ ته دا سوال ځوابولى شي ليكن بايد هيره نكړو چې داسې اشعار هم شته چې نه دا نښې لري او نه يې هم نارينه او يا ښځينه ته اطلاق كولى شو لكه:
اخر به خاورې شې بدنه
که دې په منځ کښې د فولادو وساتمه
داقاعده په نورو ادبياتو كې هم د پام وړ ده . مثلا په دري ژبه كې كه دا موضوع وڅېړو نو له دې ډول ويش سره ډېر مخ كېږو دا په دې چې د دري ژبې ښځينه او نارينه نومونه او فعلونه ځانګړې نښې نلري.
مثلا كه له داسې شعر سره مخ شي نو څه حكم به پرې وكړئ ايا ښځينه يې بولى او كه نارينه؟
من خراباتی ام و باده پرســــــت در خرابات مغان بیخود و مست
میکشندم چو سبو دوش به دوش میبرندم چو قدح دست به دست
داچې خراباتي كليمه په دري كې دښځې او نارينه له پاره يو ډول كارول كېږي نو نشو ويلى چې دا شعر به دچا لخوا چا ته ويل شوى وي مګر دا چې د خراباتي كليمې تړاويا ارتباط ته پام وګرزو چې خراباتي كليمه دښځينو لپاره كارول كېږي او كه د نارينوو لپاره داچې د رسم ، دود او دستور له مخې خراباتيان نارينه دي نو وايو چې دا شعر مذكر او يا نارينه متن دى .
اويا:
برو ای مرد برو از تن من دست بشوی دور شودورکه در خلوت من کامی نیست
له دې شعرنه له ورايه ښكاري چې ويونكى يې ښځه ده او مخاطب يې نارينه دي نو ځكه يې مونث يا ښځينه متن بولو
اويا
گفتم که درد دل زتو درمان شود نشد جان راست مشکلی ز تو آسان شود نشد
گفتم غم فراق تو از دل رود نــــرفت یا ترک رنج و غصه و حرمان شـود نشد
دا هغه شعر دى چې نارينه يې ښځينه او ښځينه يې نارينه ته ويلى شي نو دا ډول شعر ته مخنث وايي ځكه تر څو د ويونكي نوم ته ځير نشو نه پوهېږو چې دا به كومې ښځې نارينه ته ويلى وي او يا كوم نارينه ښځينه ته.
خو كه دا موضوع په پښتو لنډيو كې و ارزوو نو ګورو چې په دې ډول ولسي شعر كې چې ويونكى يې هم نه دى معلوم او د ټولو پښتنو ګډ فلكلوريك مال دى لازمه ده پوه شو چې ددې لنډۍ ويونكى څوك دى او يا څه ډول متن لري.
لاندې لنډيو ته ځير شئ چې دهمدې ويش په اساس راټولې شوې دي.
اباسين بيا په څپو راغى
په سر يې راوړې سپينې خولې زېړ پېزوانونه (مذكر)
اختر په ټوکو ټوکو راغى
تا چې په تورو څڼو وټومبل گلونه (مذكر)
اب کوثر جانانه راشه
د بېلتانه په سفر ځم تږى به شمه (مذكر)
اب کوثر جانانه راشه
نصيب روان دى زه بندي ورسره ځمه (مذكر)
اب و دانه مې شوه تمامه
ليلا په زړه راکړل د تورو گوزارونه (مذكر)
اختر پرون و پرون تېر شو
تا په دې تور پېکي کښې نن ايښي گلونه (مذكر)
اختر پرون و پرون تېر شو
تا تر څنگلو پورې نن سره کړه لاسونه (مذكر)
اخر به خاورې شي بدنه
دا زه نادان يم چې له خاورو دې ساتمه (مذكر)
ارام د زړه مې پيدا نه کړ
په سر د ځمکې پسې ډېر وکړيدمه ( مذكر)
اشنا سالو په مخ راخور کړ
ماته وږمې د تورو زلفو ترې راځينه (مذكر)
اول دې موړ په خوږ ديدن کړم
بيا دې شهيد د بېلتانه په توره کړمه )مذكر(
په ګودر څه ټکه لوېدلې
چې کشره خور يې بدرګه ورسره ځينه )مذكر(
مورې لنډۍ توره مې راکړه
پر دین غزا ده زه خپل ځان شهیدومه )مذكر(
پلاريې دبر کلی ملک دی
لور يې د کوز کلی منګی راډکو ينه )مذكر(
دګودر غاړه ورته نيسه
د نجلۍ خوی د مرغاوې دی رابه شينه )مذكر(
ما دګودر په غاړه ښخ کړی
چې جنکۍ مې مات بنګړی په قبر ږد ينه )مذكر(
اخر به ما په دادا مړه کړې
کم عقله ياره چې کوې اشارتونه (مونث)
اخر به ما د کلي غل کړې
په قمري مخ مې سيلاب د اوښکو ځينه (مونث)
اختر ته ځکه خوشحالېږم
چې مساپر اشنا مې کلي ته راځينه (مونث)
اختر ته ډېره خوشالېږم
زما د يار وعده اختر ده رابه شينه )مونث(
اختر خو راغى يار مې نشته
د خندا ډکه خوله به چاته ورکومه ) مونث(
اختر خو راغى يار مې نشته
د کالو ډکه به د چا غېږې ته ځمه ( مونث)
اخر به کند کچکول راواخلم
چې بې وفا جانان مې نه کوي پوښتنه (مونث)
اخر به ما په لالا مړه کړې
چې دې ريبار د ورځې درې ځله راځينه (مونث)
اشنا مې ځي نه راستنيږي
که ورته کېږدم د سرکوشونډو سرونه ( مونث)
اشنا مې سر په وطن کېښود
په تار د زلفو به کفن ورته گنډمه (مونث)
که د يدن کړی ګودر ته راشه
زه به منګۍ په لپو ورو،ورو ډکومه )مونث(
اشنا په ټوکونه پوهېږي
ما په خورو زلفو واهه مرور شنه ) مونث(
اشنا سور گل د کوه طور دى
زه مرغلره د درياب د غاړې يمه )مونث(
اشنا نوکر دى راتلى نه شي
سپينه خولگۍ به په پاکټ کښې ورلېږمه )مونث(
ارمان ارمان د دادا کوره
له ډکه شکوره به چاپېره گرځېدمه ) مونث(
ارمان به هلته زما وکړې
چې سورپالنگ مې درته خوشې پاتې شينه ) مونث(
اختر چې تېر شي بيا به راشي
د نادانۍ عمر چې تېر شي نه راځينه )مخنث(
اخر به خاورې شې بدنه
ډېر په نخرو او کبر مه ږده قدمونه )مخنث(
اخر به خاورې شې بدنه
که دې هر څو په وطنونو گرځومه )مخنث(
اخر به مرم پاتې به نه شم
که د پولادو کلا تاو له ځانه کړمه )مخنث(
ارمان ارمان خپله وطنه
د خپل وطن جامې مې ولوېدې له تنه )مخنث(
الله مالک د خير او شر دى
چې له مخلوقه تمه کړي خراب به شينه )مخنث(
اسره مې تاته وه بيا خداى ته
جواب دې راکړ خپل نصيب مې ژړوينه )مخنث(
اشنايي غم دى ښادي نه ده
که څوک د غم طاقت لري اشنا دې شينه )مخنث(
اشنايي هله خوند پيدا کړي
چې کله کله پرې بېلتون پېښه کوينه )مخنث(
اشنا زما په ژړا خاندي
بې قدره اوښکې مې په مخ چپې وهينه )مخنث(
اشنا د لارې نه هېرېږي
زه به د عمر اشنا څنگه هېرومه )مخنث(
ارتينې ښې دي او که نجونې
ارتينې ښې دي شهزادگان بچي راوړينه )مخنث(
امين پرې وکړئ سوال مې دادى
چې مې جانان راسره غاړه غړۍ شينه )مخنث(
چیرته چې علم حاصلیږي
هلته به خاوری کړمه غوښي خپل هډونه )مخنث(
بدرګه که محبت راسره نه وايې
يک تنها به به خو نخوارو لارو تلل څوک )مخنث(
اوښکي مې سيند غوندې بهيږی
بیا به د سيند د غاړی نه کوم سيلونه ) مخنث(
که دی زما ديدن ياد يږی
د ګودر غاړه اجاره واخله مينه )مخنث(
بدن درياب زړه مې ګودر دی
د غم ويلی پکې رګونه تللی دينه )مخنث(