ليكنه:پر پښتو شعر د قران كريم اغيز:
دلرغونې دورې دشاعرانو شعرونه :
دلرغونې زمانې څخه راپاتې شعرونه كه په غور وكتل شي نو دا ترې څرګندېږي، چې ددې دورې شاعران هم، د قران له اغېزې بې برخې نه دي. ددوي په اشعارو دقران مستقيم اغيز ليدلى شو. ليكن د يادولو خبره داده، چې له بده مرغه ددې دورې د شاعرانو بشپړ ديوانونه يا ټولګې زموږ تر لاسه نه دي رارسېدلې، چې د هغې له مطالعي موږ هغه ګڼ شمېراشعار را بيل كړو، چې په هغه كې دې د قران اغيز ثابت شي . په هر صورت ددې پاتې يو دوه شعرونو څخه ،چې پټې خزانې په خپله خزانه كې خوندي كړي دي دا ادعا ثابتېدلى شي.
دبېلګې په توګه موږد شیخ متي بابا یادونه کولی شو.
شیخ متي د پټې خزانې په حواله یو لوی زاهد او عابد او پرخاوند مین سړی و"1" د ددې جملې څخه ښکاری کله، چې سړی زاهد او پرهیږګار وی نو خامخا د هغه اعمال کردار او ویناوې د ایاتو او احادیثو په بنا وی نو ددغوقراینو په اساس دا حکم کولی شو، چې ووایو دمتي بابا په اشعاروکې د قران اغیزې به موجود و. په بله وینا کله چې دمتي بابا هغه مناجات، چې تر موږ رارسېدلی لولو او غور ورباندې کوو نو له دې هم موږ دا ثابتولی شو چې بابا له قران او احادیثو خبر سړی دی او وینا یې له همدې اصل څخه رنګ او خوند اخلي.
ښاغلی هيواد مل په خپل اثر ادبیاتو تاریخ په (۵۹)پاڼه کې د متي بابا په هکله لیکي:متي په زهد تقوی او د عرفان مدارجو په طی کولو سره دومره مشهوراو محبوب شو،چې دخلکومرجع و او دیوه ډېر ستر روحانی شخصیت په توګه یې دشیخ متی په نامه شهرت درلود "2"
همداشان علامه عبدالحي حبیبی د ادبياتو تاريخ دویم ټوک په ۹۳ مخ کې د متي بابا د عرفان او تصوف په اړه ليكلي :(( شیخ متي دپښتو ژبې یو خورا لوی او عرفاني شاعر دی، چې ده په غونډان* کښې یو کتاب هم کښلی و چې نوم یې و دخدای مینه ))
له همدغه بيانه ښکاري، چې شيخ متی، په پښتو ادب کې لومړنی شاعر دی، چې تصوفي افکار يې، په منسجمه توګه دیوه کتاب په بڼه صوفیانو ته په یادګار پرېښي وو
د پټې خزانې د لیکوال په وینا ( دشیخ متي علیه الرحمه د خدای مینه به دده پر هدیره پروت و،او وګړیو به هغه پاړکی ږغول او هر چا ته به يې ویل نوبه یې ژړل،هغه وقت چې مغول راغلل هغه کتاب یې واخیست، او وروسته نسوه څرګند چې څه سو؟)"3"
له دې ویناوو څخه دې پایلې ته رسېږو چې دصوفی او عارف سړی شعر به حتمی له قران شریف څخه اغیزمن وی او د "خدای مینه اثر" یې ددې خبرې ګواده.
هغه مناجات چې پټې خزانی نقل کړی یو څو بیته یې په دې توګه دي:
نه هسك نه مځكه وه تورتم و تياره خپره وه ټول عدم و
نه دا ابليس نه يې ادم و ستا دجمال سوچه پرتم و
چې سوښكاره ښكلې دنيا شوه
د پنځ په لوري يې رڼا سوه
د پښتو ادب په لرغوني شاعری کې د شيخ متي څخه وروسته يو بل متصوف شاعر شيخ عيسی مشواڼي ( د ژوند زمانه يې 950-هه-ق شاخوا ) دى که څه هم پټې خزانې د ده يوازې درې محدود بيتونه تر موږ رارسولي دي ليكن له همدې بيتونو څخه د مشواڼي صوفيانه مقام پيژندلای شو.
ښاغلى هيواد مل په خپل اثر دادبياتو تاريخ كې دده په هكله ليكي، چې د مشواڼي او حضرت خواجه عبدالله انصاري د مناجاتو فکر نژدي والی لري."4"
دلته دى،چې ويلى شو مشواڼى هم يو صوفي او عارف شاعر په توګه پاتې شوى دى. ځكه هغه څوك، چې د انصاري غوندي صوفي او عارف شاعرسره يې شعرونه نژدېوالى ولري نو خامخا به دى هم صوفي عارف او زاهد وي او د قران او احاديثو په رڼا كې به يې شعر ويلى وي.مشهور متل دى،چې وايي: دچا سره چې اوسې په خوی به دهغو سې.
دایې هم هغه څو بیتونه:
په خپله کار کړې پخبل انکار کړې
کله باداریم کله مې خوار کړې
ته خو قادر يـــــــــــــــې په صفتونو
کله مې نور کړې، کله مې نار کړې
عيسی حـــــــــــيران دی په دې شيونو
کله مې يــــار کړې، کله اغيار کړې "5"
له عيسی مشواڼي وروسته د پښتو ادب په لرغونې ادب كې بل عارف او متصوف شاعر شيخ علي سرور لودی دى.
محمد هوتک په پټه خزانه کې د ده يوه عارفانه غزل را اخيستي ده ، چې پيل يې دى:
محبت پياله مې نوش کړه په مجاز کې
د حق نور وينــــــم په سترګو داياز کې
درست وطن راته دریاب شو بی دیدنه
دید مې نه شی مګر خدای می سبب ساز کې"6"
له همدغو دوبيتونو څخه هم د سرورلودي د صوفيانه مقام لوړ مدارج څرګنديږي دهمدې عصر يو بل متصوف شاعر شيخ بستان بړيڅ دی، چې د هغه پر عرفاني شعر او د هغه پر تصوفي ارزښتونو زموږ ځينو ادبپوهانو ليکنې هم کړي دي.پټې خزانې هم ددې عارف شاعر په هکله کښلي: (نقل کا: شیخ بستان له پلاره ډېر فیض وموند، او په ځوانۍ ولاړ، هندوستان ته، او هلته به ښار په ښار ګرځیدﺉ او اثار دقدرت به یې تماشا کول، او هغه وخت، چې وطن ته راغی، په سنه (۹۹۸) هجري یې د اولیا الله په بیان کتاب د (بستان الاولیا) وکیښ ...)."7"
کله چې یو لیکوال په دې ډول کتاب چې د اعلامه حبیبی په حواله(پښتو ادبیاتو تاریخ دویم ټوک) په کې د شاعر دخپلو اشعارو ترڅنګ د نورو شاعرانو اشعار هم راوړل شی او خپله هم روحانی سړی وي نو دده زړه او دماغ به حتمی د الله په نور منور و،او بلاخره دهمدې دورې وروستى صوفي شاعر شيخ محمد صالح الکوزی نوميږي، چې د 1000-هه-ق شاوخوا کې په كندهار کې اوسيده، دی يو متصوف او عارف شاعرو، چې محمد هوتک د ده دوه غزلې پټې خزانې کې د تحفه صالح څخه را اخيستي دي، چې د نمونې په ډول به د ده ديوې غزلې وروستي دوه بيته راواخلو :
که پر تخت مې د سليمان ســــــپور کړې سړيه!
عاقبت خــاوروتـــښه عــــــــــــــــمل پيشوا وړم
بې له عشقه خوشـــــــــــــــــــحالي پر ما حرامه
زه صالح که پـــــــه خوله خوښ په زړه ژړاوړم"8"
دلرغونې زمانې څخه وروسته د منځنې دورې په لومړۍ پړاو يا د بايزيد روښان په زمانه کې ګورو، چې ادب نوى رنګ اخلي هغه رنګ،چې زموږ ددې ليكنې موخه جوړوي يعني د اسلامي احساساتو څخه ډك ادبيات منځ ته راځي.
په دې پړاوكې ګورو، چې بايزيد روښان ديوه اسلامي غورځنګ تهداب ږدي او ګڼ شمېر مريدان مومي .دروښان دمكتب لارويان باديانته اوپه مذهب مين ،دلوړ اسلامي درك خاوندان بلل شوي دي.
دې شاعرانو هم د قران او احاديثو نه په اقتباس او الهام شعرونه ويلي او دارنګ په كې دلرغونې زمانې په نسبت زيات بارز دي.
هوكې! كله، چې د روښان پړاو ته رسېږو ګورو،چې نور نو شاعران پرته له قران نه بله خبره نه لري هر څه وايي دقران او عرفاني ليدلوري په اساس يې وايي.
داچې قران شريف د يوه كاملا ادبي كتاب په بڼه پر مخاطب د مثبت اثر لرونكي دى نوښايي دهمدې مولفې په لرلو د شاعرانو دپام وړ ګرزيدلى وي او دوي ددې لپاره، چې خپل كلام تلپاتې اوډېر لوستونكي ورته ومومي دقران كريم نه په اقتباس يې لاس پورې كړى دى.
دقران كريم له ځانګړنو څخه يوه ځانګړنه دا ده،چې په كې د تمثيل ميتود كارول شوى.ځكه دا ميتود د مخاطب لپاره د موضوعاتو د عامفهمه كولو لپاره موثر دى.هيره دې نه وي، چې د قران كريم تمثيلونه ځانګړي تمثيلونه دي.
دبېلګې په توګه قران كريم غواړې دلوستونكو په ذهن كې د جنت انځور جوړ كړي،نو وايي:
"جنات تجري تحتها الانهار "نو په دې ترتيب دانسان ذهن هغې خواته راكاږي چې وكولى شي په خپل ذهن كې د جنت يوذهني انځور جوړ كړي. همداشان كله،چې غواړي خداي پاك راوپيژني نوفرمايي:
" اللَّهُ نُورُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ " په دې ترتيب ذهن يوه حقيقي نورانيت ته متمايلوي او وروسته بيا په دې حقيقي نورانيت كې يې تعريف ځانګړى كېږي او فرمايي:
" مَثَلُ نُورِهِ كَمِشْكَاةٍ فِيهَا مِصْبَاحٌ الْمِصْبَاحُ فِي زُجَاجَةٍ الزُّجَاجَةُ كَأَنَّهَا كَوْكَبٌ دُرِّيٌّ يوقد ... "او په دې ترتيب هغه مفهوم، چې موږ د محسوس نور څخه په ذهن كې لرو له ذهنه باسي.
قسم خوړل هم د قران كريم يو بل ميتود يا روش دى. قران شريف هيڅ اړتيا قسم خوړلو ته نه لري ليكن دا،چې خلك په قسم سره په يوه خبره ښه باور كوي،قران هم همدا كوي او په يوشمير سورو كې قسم يادوي، چې موږ يې د دوسوروشمس يا ضحي څخه يادونه كولى شو.
په هر صورت بيرته راګرزو اصلي خبرې ته اوهغه دا،چې قران زموږ دفرهنګ اوتمدن په ټولو اركانو تاثير ښندلى نو ځكه په شعر هم په ډېره پيمانه تاثير لري.
ډېر كم شمير به داسې شاعران وي، چې پښتو ادب كې دنامه خاوندان وي او پر شعر يې د اسماني كلام اثر ونه ليدل شي.
دمنځنۍ دورې د روښاني پړاو دشاعرانو شعرونه:
ددې پړاو یو دیوان لرونکی صوفی او عارف شاعر میرزاخان انصاري دی،چې د اشعارو په هر بیت کې یې د قران کریم اغیز لیدل کېږی ان تر دی چې په یوشمیرشعرونو کې یې له ایاتو څخه کټ مټ په هماغه عربی لیک دود هم کار اخیستی، چې دا خپله راښیی، انصاری صوفی او عارف تېر شوی.
پام وکړي دې بیتونو ته یې:
ث ثنا کړه له توحیده نن خبر شه له دې خریده
شاه تر تانزدې وتا ده بل رخ مه درومه بعیده
نحن اقرب الیه داکلام دی له مجیده"9"
اویا:
مقصود نه دی له تا لرې پسې سیل پخپل ګرام کړه
نحن اقرب الیه ته یې فهم پر پیغام کړه
داګمان کړه له زړه لرې ننداره یې صبح وشام کړه"10"
که پورته لومړنیو بیتونو ته ځیر شو نود اقربیت،معبیت او احاطت مساله ترې له ورایه ښکاری. د اسلامی تصوف په رڼا کې دحق ذات دانسان سره د معیت اقربیت او احاطت اصطلاحات هم کارولی دی یعنی دا چې دانسان سره دحق تعالی معبیت او احاطت ذاتا دی نه علما. دمعبیت اقربیت او احاطت په هکله دقران کلام دی چې وایی:
ژباړه:
- هغه ذات دی چې اسمانونه او ځمکه یې په شپږو ورځو کې پیدا کړل او بیا پر عرش باندې یې استوا وکړه. هغه پر هغه څه باندې پوهېږی څه چې په ځمکه کې ننوځی او څه چې له هغې نه راوځی او څه چې له اسمانه راکوزېږی او څه چې په هغه کې خېژی هغه له تاسې سره دی تاسې چې هر چېرته یی تاسې چې هر کار کوﺉ الله یې وینی. سوره الحدید ایه ۴
- موږ انسان پیدا کړی دی او ان دهغه په زړه کې راپیدا کیدونکو وسوسو باندې پوهېږو. اوموږ دهغه له شاه رګ نه هم زیات هغه ته نژدې یو. سوره ق ایت ۱۶
- په اسمانونو او ځمکه کې چې هر څه دی دالله دی او د الله علم په هر څه چاپیر دی. سوره النسا ایت ۱۲۶
میرزا خان انصاری همداشان په یوه بل شعر کې هم همدې پورتنۍ مسالې ته اشاره لری او وایی:
مولا نه دی له تا لرې خپل وجود کې یې تحقیق کړه"11"
او یا هم د همدې شعر په لومړیو بیتونو کې د حق او باطل په هکله وایی:
عقل نور دی په خاطر کښې حق باطل تربل تفریق کړه
له انصاری پرته ددې پړاو د نورو شاعرانوپه شعرونو کې هم د دین او اسلام تاثیر وینو. له دوی څخه راپاتې شوو کتابونو ته که ځېر شو نو وبه ګورو چې ډېر لږ ادبی مفاهیم به وی چې خپل ښایست یې له قران کریم نه نه وی ترلاسه کړی
موږ ګورو چې یو شمیر مفاهیم او مطالب یا په بربنډه توګه یا غیر مستقیم د کنایو او ایهام په واسطه دپروردګار کلام ته په کې اشاره شوې او په دې لړ کې کافی ګڼم، چې ددې پړاو دشاعرانولکه واصل روښانی،ارزانی خیشکی،قدرداد اوداسې نورو یوازې نومونه واخلم.
له دې پړاو وروسته د خوشحال خان خټک پړاو پیلېږی او ګورو، چې د خوشحال په كلام كې هم علمې او اخلاقي تعليم ځاى ځاى راغلى دى . په مجازى نظمونو كې هم ده داسې خيالات بيان كړي دي ،چې د سړى پرې د حقيقت ګمان راځي
خوشحال خان خټك دراسخې او پخې عقيدې خاوند و. د الله (ج) د عبادت او اطاعت په هكله د اخلاص في العمل قايل و. او د عبادت داعقيده د اسلام مشهوره عقيده ده او د لاندې بيتونو څخه د خوشحال خان د قران كريم باندې د سم پوهيدلواو دده په اشعاروكې د كارونې سم ثبوت دى.
مانا داچې كه چېرې دهغه اشعاروته د قران اوحديثو په رڼا كې وكتل شي نو د ډيرو احاديثو او قرانې اياتو سره به سم وي دبېلګې په توګه:
الله (ج) د يونس په سوره كې په (۵۰) ايات كې داسې فرمايې :
ترجمه : (( پس هر كله چې د دوي اجل راشي نو بيا نه يوه ګړۍ وروسته كيږي او نه وړاندې كيږي.
خوشحال بابا دغه قراني ايات مقصد په يو شعركې داسې بيان كړی دى :
زيات وكم به دې يودم د ژوندون نه شي
هغه دم چې دې پوره شې د مرګ ژمنه"12"
په قران مجيد كې د حرامې ګټې يعنې په ناجايزه او غير شرعي اصولوتر لاسه كړي شويو پيسو، ټكو په لړ كې الله پاك د توبه سورت په (۲۵) ايات شريف كې فرمايې .ترجمه : په ورځ د قيامت به دغه پيسې دوزخ په اور كې سرې كيږي او د دوى تندي ، اړخونه او ملاګانې به ورباندې داغلې شي په دغه پورته ذكرشوي ايات كې هغه پيسې ، ټكي څخه هدف دى كومې چې په غلا ، رشوت ، جوارۍ ، دوكه بازۍ او د اسلامي طريقې نه پرته په بله ناجايزه طريقه تر لاسه شوي وي ، نو خوشحال خان خټك د دغسې حرامې ګټې په هكله وايې :
په زړه يو درم يو داغ دى
دوه داغونـــــــه دوه درمه"13"
د ريا كارى په هكله الله پاك (ج) په قران مجيد كې د سوره (الما عون په ۳۲) ايات شريف كې فرمايې . ترجمه : (( هغه خلك چې ريا كاردي او د عام استعمال څيزونه منع كوي )) – په دغه قراني آيات كې د هغو خلكو ذكر شوى دى څوك چې هر كار د نمايش او د خپل نوم او ښودنې له پاره كوې يعنې د خداى (ج) رضا او خوښې له پاره يې نه كوي كه يو دولتمند سړى په دې نيت مسجد جوړ كړيٍ چې خلك ورته سخې ووايې او يا په دې نيت حج وكړى چې خلك ورته حاجې ووايې .او يا په دې نيت عبادت او رياضت وكړى چې په دنيا كې ورته متقي او نيك سړى ووايې ، نو خداى پاك دغسې مسجد جوړول ، حج كول او د ريا نه ډك عبادت هيڅكله هم نه خوښوى . خوشحال بابا هم داسي عا بدينو ته ګوته نيولې ده او ورته ښكاره يې ويلې دي، چې كه په اخلاص يوه سجده وكړې نوهغه د ريا د سل زره سجدونه غوره ده . لكه چې وايې :
يوه ســـــــــــجده په اخــــــــــــــلاص ښه ده
نـــــه ســـــــــــــــــــــــــــــل زره پـــــه ريا "14"
تــــر عاصـــي نـــه لا بتر هغـــــــه عابد دى
چې په خـــــپل طـــاعت به عجب يا به نازكه
د قران مجيد په يو بل ايات كې الله پاك فرمايې : ((وان ليس للانسان الاما سعى)) (سوره نجم ايات ۲۹) ، ترجمه : انسان هغه څه مومې د څه زيار يا طلب چې كوي . په دې ايات مبارك كې الله پاك خپل مخلوق ته دا خبره په ډيرواضح ډول سره كړې و چې تاسو د كوم نيك او روا مرام طلبګارشي نو هم هغه به تر لاسه كړي نو خوشحال بابا ددغه ايات مفهوم په يو شعر كې داسې رانغښتى دى. لكه چې وايې :
كه كوشش كه په اخلاص زه يې ضامن يم
كه كامران په خپـــــــــل مراد نه شي سړى
كامرانى د پاره طلب او كوشش كوي ، نو زه ورته دا ضمانت وركوم چې دی به الله (ج) په فضل او كرم په خپل مطلوبه مراد كې كامراني مومې كه د خان د دې شعر او د قران كريم د دې ايات مبارك نتيجه واخستل شي ، نو د مفهوم او معنا تر مخه به د خوشحال بابا دا شعر د دغه ايات قراني يوه ښه ژباړه څرګند يداى شي .
تر دې ځايه خو په خوشحال خټك مو بحث وغزاوه اوس به راشوحميد ته، چې ده څه ويلي او كړي دي.
د حميد بابا له ديوان نه په اسانه معلوميږي ، چې هغه د قران او حديثو او فقهې ډيره ژوره مطالعه لرله،نوځكه يې په يوشمېر اشعارو كې د قران پاك د ايا تو مكمله ژباړه كړې او په يوشمېر اشعاروكې يې احاديث بيان كړي دي ، د بېلګې په توګه داشعر وګورئ :
اول ولوله آيــــــــت د لن تنا
هله لاف د محبت كړه د اشنا"15"
د دې شعر په دويمه مسره كې د اشنا نه مراد حضرت محمد (ص) دى او په اولنۍ مسره كې (لن تنا) د څلورمې پارى لومړى ايات ته اشاره ده ايات داسي دى ((لن تنا لوالبر حتیٰ تنفقو ا مما تحبون ...) .
ترجمه : حقيقي نيكى ته تر هغې نه شئ رسيدلى تر كومه چې خپل خوږ څيز د الله په لار كې ور نه كړي) مطلب دا، چې يو مسلمان حضرت محمد (ص) سره د مينې او محبت دعوى تر هغې پورې نشي كولاى تر كومه د خپل مال ، ځان او اولاد او هر محبوب څيز قرباني ور نه كړي. هم دغه شان په يو بل شعر كې د قران پاك د دې ايات ترجمه كړي ده . (( وهدينه النجدين )) ترجمه : موږ دوه لاري ښودلې دى د قران پاك په دې ايات مبارك كې الله پاك خپلو بندګانو ته فرمايې : ما تاسو ته دوه لاري ښودلې دي، چې يوه په كې د جنت ده او بله د دوزخ اوس خوښه د انسان ده ، چې په كومه لاره تګ كوې حميد بابا دامضمون داسي بيان كړى دى :
وړاندې ستا رضا نيكي كړئ كه بدى كړئ
دغه لاره د جنــــــــــــــــــــــت دا د جحيم
په يو بل شعر كې وايې :
نـــــه زمـــــا ده نه دا ستــــا ده دا دنــــــيا
پاتــــې شوې لــــه هر چــــا ده دا دنــــــيا"16"
په دې شعر كې حميد بابا د دې دنيا د فنا كيدو ذكر كوي او وايې، چې دا دنيا يو عارضى دنيا ده ، دلته كه انسان ته د ژوند واړه خوشالۍ او نعمتونه محيا شي خو بيا هم داسي يوه ورځ به راشي، چې د هغه انسان د مرګ ورځ به وى او هغه واړه نعمتونه به ترې پاتې شي ـ حميد بابا په دې شعر كې د سوره رحمن يو مكمل ايات مبارك په خپلو ټكو كې بيان كړى دى آيت شريف دا دى (( كل من عليها فان )) تر جمه : هرڅه د دې دنيا فانى كيدونكى دي .
د دولسمې پارى په لومړى آيت كې د الله پاك فرمايې چې : (( ومامن دابة فى الارض الاعلى الله رزقها)) ترجمه :(د هرزند سر رزق په الله تعالى دى)
حميد بابا دا ايات مبارك په خپل يو شعر كې داسي بيان كړى دى :
په سبب د رزق دلګير مه شه حميده
ولې شته هغه مســـــــــــبب الاسباب
او همداشان بيا په يوه بل بيت كې دقارون سيم وزر، حاتم طايي سخاوت او خپل صبر او قناعت داسې بيانوي:
د قارون له بدبويې مې خوا کهيږي
ځکه توکړه ددنيا به سيم وزرما
د حاتم د دادنغمه ورباندې ناورم
چې درانه کړه غوږد صبر په گوهرما"17"
قارون، چې گنجونه يې درلودل حميد وايي، چې له هغه يې خوا کهيږي، يا کانگي ورځي نو په سيم وزر يې توکړى او حاتم طايى له سخاوت نه يې هم ځان په صبر خلاص کړى.
د قارون كيسه خو هر مسلمان ته معلومه ده زه به دلته دده د صبر په هكله هغه ايات ذكر كړم چې دصبر لپاره د الله(ج) په كلام كې راغلي:
وَ إِنْ تَصْبِرُوا وَ تَتَّقُوا فَإِنَّ ذلِكَ مِنْ عَزْمِ اْلأُمُورِ؛ آلعمران/186؛
ترجمه:که تاسې په دې ټولو حالاتو کې د زغم او له خدایه وېرې په چلن ثابت اوسی؛ نو دا د سترې حوصلې کار دی.
له حميد باباوروسته عبدالرحمن بابا د كلام زياته برخه د اخلاقې او مذهبې ښودنې هينداره ده ، د خپل تاثير له مخې په اوريدونكو او لوستونكو ډير اثر كوىـ په معنوى لحاظ دا ستره ښودنه او روزنه داسي په سوچه پښتو كې بيان شوي دي چې پښتو شاعرۍ كې سارى نه لرى
بابا هم د صبر په درجه او فضيلت شعرونه ويلي او تل صبور پاتې شوئ چې زه به يې ديوه بيت يادونه داسې وكړم:
قناعت مې تر خرقي لاندې اطلس دى
پټ د درست جهان پادشاه ظاهر گدايم"18"
دا بيت هم د پاسيني ايات په استناد ويل شوي.
همداشان په يوه بل بيت كې بابا د فاني نړۍ څخه دفنا كيدو او د مرګ د خوند څښلوپه اړه وايي:
خان سلطان د دې جهان اخر درومي خوار حیران
دقضا په ځېل تړلى په مثال دبندیوان
شېرين ځان ورڅخه درومي نه یې زور رسی نه توان
که ښندي مال و ملک دواړه هیڅ رنګ نه مومی امان
نه يې مل نه يې حامي وي دردیې ورشي په خپل ځان
درمانده ورته ولاړ وي وزیران او وکیلان
هيڅ دارو يې کړلى نه شي کوز کوز ګوری حکیمان
پادشاهي يې پاتو کېږي زړه یې چوي په ارمان"19"
بابا دا شعر د قران كريم د هغه ايات نه په اقتباس ويلي چې فرمايي: كل نفس ذائقة الموت سوره ال عمران ايه 185
ژباړه: په پای کې هرڅوک دمرګ دخوند څکونکی دی
همداشان ددې پړاو یو بل تکړه شاعر اشرف خان هجری دی ، چې کڼ شمیرشعرونه یې د قران تر تاثیر لاندې یا له دې معتبر کتاب نه په الهام یا اقتباس لیکلي. دبېلګې په توګه یې دغو شعرونو ته ځیر شی:
شهریار له تخته کوز ولی په مزکه په سریر باندې قایم دملک ګداکا
بې زواله عیش هیچه ته موجود نشه
څو دورونه په خاکی مزکه سما کا"20"
هجری دا شعر بیشکه چې د قران کریم د ال عمران له سورې نه په اقتباس ویلی ځکه هلته الله "ج"واضح فرمایی:
ترجمه:ووایه ! خدایه! دملک مالکه! ستا،چې چاته خوښه شی حکومت ورکوې اوله چانه چې وغواړې اخلې یې چاته چې دې خوښه شی عزت ورکوې اوڅوک چې وغواړې ذلیله کوې یې ښېګڼه ستا په واک کې ده بیشکه ته په هر څه قادر یې.پاره :۳ سوره ال عمران. ایه۲۶
اویا:
دانسان شرف موقوف په زینت نه دی
هغه کس سړی باله شی چه ادب کا
ژباړه: په حقیقت کې دالله په نزد له تاسې نه تر ټولو زیات عزتمند هغه څوک دۍ چې په تاسو کې ترټولو زیات پرهیزګار وی.پاره:۲۶ سوره الحجرات ایه ۱۳
په هر صورت دیادې دورې دهر شاعر شعر که راواخلو نو خامخا څه په بشپړه توګه او څه نسبی د قران او احادیتو تراغېزې لاندې شاعري ده.
په لنډو کې ویلی شو، چې د پښتو ادبیاتو منځنۍ دوره د عرفان او تصوف د لارویانو او دغیر صوفی خو په دین مینو شاعرانو د جوش دوره ده.دهر شاعر شعر، چې ګورې دقران په هدایاتو ولاړ کلام دی. لیکن کله، چې معاصره دوره پیلېږی نو په دې دوره کې هم ګڼ شمیر شاعران د عرفاني شاعرۍ او یا تصوفي شاعرۍ لار خپلوي او د ګڼ شمېر نورو په اشعاو کې سره له دې،چې صوفیان او عارفان نه دي د قران کریم اغیز لیدل کېږي، چې که د هریوه له شاعرۍ بېلګې وړاندې کړو نو د مقالې له حدودونه به مو لیکنه ډېره وغزېږي نو ځکه دحمزه بابا د نامه په یادولو بسنه کوم او یوازې د ده له اشعاروڅخه یو دوه نمونې وړاندې کوم.
دحمزه بابا دتصوفې شعرونونمونې:
حمزه که شي حجاب دماسوا دزړه نه دور
کثرت عین وحدت دی په کثرت نشته هیڅ
*****
زه چې هرڅیزنه قربانیږم په کې یاروینم
یارته زما ګوره هسې ماته هرځای وایې
*****
افسون به په دې څه کړم چې بندي یمه زه
داخپل قصورزما دی چي یاغي یمه زه
*****
تانفس له سرکښي چې راته ډک راکړی
خودستاپه مدعـــــــــا ځمه عامي یمه زه "21"
* : غونډان غر دکلات او شاه جوی تر منځ موقعیت لری، او دکلات په جنوب شرق کې دترنک دمجرا حوزه ده.
اخځلیکونه:
قران کریم.
۱-هوتک، محمد. ۱۳۵۶:پټه خزانه د عبدالحی حبیبی او زلمی هیواد مل په سریزه څلورم چاپ، کابل: دادبیاتو او بشری علومو پوهنځی.
۲-هیوادمل زلمی.۱۳۷۹: دپښتو ادبیاتو تاریخ ،لرغونې اومنځنۍ دورې،لومړی ټوګ، پېښور: دانش خپرندویه ټولنه
۳-پټه خزانه
۴-دپښتوادبیاتو تاریخ لومړۍ اومنځنۍ دورې.
۵-پټه خزانه
۶-همدغه اثر
۷-همدغه اثر
۸-همدغه اثر
۹-انصاری میرزاخان. ۲۰۰۴ زېږدیزکال: دیوان، د پرویز مهجور خویشکی سمونه او څېړنه،پېښور:پښتو اکاډمی .
۱۰-همدغه اثر .
۱۱-همدغه اثر .
۱۲-خټک ،خوشال خان.۱۳۶۹لمریز کال: کلیات دویم ټوک ،مهتمم ،مومن پتوال،کابل:علومو اکادیمی ،پښتو ټولنه،۱۳۸مخ.
۱۳-همدغه اثر.
۱۴-همدغه اثر.
۱۵-مومند عبدالحمید.۱۳۸۳ لمریز کال: کلیات د محمد اصف صمیم په سریزه او زیار، پېښور:دانش خپرندویه ټولنه، دیوان
۱۶-همدغه اثر.
۱۷-همدغه اثر.
۱۸- بابا رحمان .۱۳۵۶ لمریز کال:دیوان د حبیب الله رفیع په سریزه او زیار،کابل: پښتو ټولنه.
۱۹-همدغه اثر
۲۰-هجری، اشرف خان. ۲۰۰۱ زېږدیزکال:دیوان،دهمیش خلیل په څېړنه ترتیب او سمونه،پېښور:پښتو اکاډمی .
۲۱-حمزه بابا
۲۲-انترنت: www.sabawoon.com