وړاندې له دې چې په شعر كې د انځور په ارزښت او مقام خبرې وكړو غوره بولم د شعر يو څو لنډې پېژندګلوۍ وړاندې كړم.

شعر عربي کلمه ده،چې دعبراني ژبې له شيرنه اخيستل شوې اوپه اصل کې دسندرې په مانا ده.په اصطلاح كې شعر او شاعرته كه څه هم اكثره ادبپوهان او شاعران كوم خاص تعريف نه وركوي او په دې باور دي چې شعر كوم ټاكلى تعريف نه لري او هر څوك  يې د خپل اند او نظر له مخې په بېلابېلو سليقو تعبيروي او تعريفوي.

ليكن داسې هم بايد ونه وايو چې شعر اصلا د تعريف وړ نه دى  اويا تر دې دمه شعر يوه نا پېژندل شوې پديده ده، بلكه دا مانا لري چې شعر يو داسې انځور دى  چې ډېرې زاويې لري او هرڅوك د خپل اړخ له زاويې ورته ګوري او په دې توګه د تصوير د تشريح په چاره كي خپله ونډه ادا كوي. ځينې خلك وايي چي شعر د پېغام د لېږدولو يوه اغېزناكه سليقه ده، ځيني وائي : شعردانسان دژوروحسي – عاطفي حالتونودبيان سمبول ياهغه خوندوره وينا ده، چې په هغې كې دويونكي (شاعر) فكر، پوهه، ذوق، دزړه هيجان او دروح آغيزه سره ګډه وي، داحساساتوڅخه راپورته شي اود اوريدونكو احساسات راوپاروي

استادسعدالدين شپون بيا وايي ((شعريوه نوې خبره د ژوند يوه واقعي تجربه چې په ويلو وارزي))

كره كتونكي وايي، ښه شعر هغه دی، چې دشاعرد زړه له تل نه را لړزېدلی وي اود لوستوونکي د زړه تل ته کوز شي.

اويا! شعر اهنگ لرونکو عبارتونو په واسطه د واقعيت تخيلی او بياځلي انځورو لوته وايي "۱"

په همدې ځاي به د شعر په پېژندګلوى بسنه وكړو اوس به راشو خپل اصلي مطلب ته چې په شعر كې انځور څه ارزښت لري، اويا په شعر كې انځور په څوډولونو جوړېږي.

موږ دخپلو حسي غړو په واسطه درې ډوله تصوير درك كولاى شو،چې عبارت دي له مصور تصوير، دكمرې تصوير او دشاعرۍ تصوير.

د كمرې تصوير موږ ته د يو شي حقيقت راپيژني مانا دا،چې هغه څه، چې په كومه بڼه موجود وي په هماغه بڼه يې را ښيي. په دې ډول تصوير كې د عكاس خپل احساس جذبه او خيالات شريك نه دي. دلته يوازې  دعكاس مهارت هنر او په اصلي زاويه كې دعكاس له خوا دكمرې برابرول شرط دي.

دويم ډول  انځور، مصور انځور دى. په دې انځور كې هم د انځورګر خپل احساسات، جذبات، ارمان او خيالات  شامل دي. يعني په دې ډول انځور كې هم، ديو شي يا چا بشپړ حقيقت نشي څرګنديداى،سره له دې، چې دليدونكو او كتونكو دحسي ذوق د راپارولو لپاره په كې له ښوښو رنګونو څخه كار اخيستل كېږي. كله كله په كې له مبالغې نه هم كار اخيستل كېږي،دلته د انځورګر وسايل، رنګ، برس او كاغذ وي. دا انځور هم بشپړ نه دى، ځكه ،چې دانځور دننه احساس نشي ښكاره كولاى.

درېيم ډول انځور، هغه دى، چې شاعر يې په شعر كې جوړوي.دا ډول انځور دهغو دواړو ډولونو څخه موثر او ځواكمن دى. ځكه ،چې شاعر دمادي شيانو ترڅنګ غيرمادي شيان هم د خپل ذهني قوت په واسطه انځورولى شي.ليكن كله كله دشاعر تصور هم، دحقيقت څخه لرې وي.دا له دې كبله، چې دشاعر انځور هم ځاي ځاي له مبالغې ډك وي.

لنډه دا،چې ويلى شو د درېواړو انځورګرو موخه، جمال اوښكلابرملا كول دي.په دې توپير، چې د عكاس تصوير جامد او غير متحرك وي . مصور تصوير تريوه حده متحرك وي، مانادا،چې دا انځور په يوه وخت كې ليدونكو ته بيلابيل اثرات وركولى شي.خو په دې بڼه، چې دا تحرك يوازې د يوه وخت او زمان اثرات راكولى شى. په داسې حال كې، چې شاعر موږ ته د نن پرون او سبا انځور په يوه وخت كې راكولى شي. شاعر په دې ډول انځورولوكې نه سامته او نه متحركه كمره لري بلكه دا ټول انځورونه د علامو، تورو، نښو، كنايو، تشبيه هاتو او استعارو څخه جوړوي.

لنډه دا،چې ويلى شو دشاعر تصوير دعكاس او مصور تصويرڅخه با ارزښته دى او د اثبات لپاره يې د كاظم خان شيدا لاندې بيت كافي ګڼم.

دشيرينې نوم په خوله كله څوك اخلي

نمكين حسن دې څه رنګ  شور انګيز كړ"2"

دشيرينې اصلي مانا خوږ دى، خو مجازاَ د فرهاد د معشوقې نوم دى. شور د مالګين يا د مالګي په رنګ او يوه بله مانا يې غوغا هم ده، زما په اند دلته شورانګيز د شور جوړونكي يا غوغا پيداكوونكي په مانا راغلى

حسن صبيح: هغه تك سپين حسن دى، په كوم  كې، چې مالګه نه وي او له هغه څخه سترګوته يو ارام او سكون رسېږي.

حسن صليح: هغه غنم رنګه حسن يا جمال دى، په كوم كې، چې مالګه يا نمكينه ترشي شامله وي اودهغه  څخه سترګوته پوره سكون او ارام نه كېږي."3"

شيدا پورته بيت كې د خپل محبوب برتري دشيرين يعني بي نمكه يا بي مالګې په ډول ښكاره كړى دى. دى وايي، دشيرينې نوم به اوس څوك په خوله ولې اخلي ځكه، چې ستا نمكين حسن په نړۍ كې شور او غوغا جوړه كړې ده، نو ايا عكاس او مصور ته د دا رنګ تصوير،انځورول يوه مبالغه نه ده؟ دمصور لپاره به څومره ګرانه وي، چې په يوه تصوير كې نمكين يا صبيح حسن، چې د ذايقې دحس سره اړه ولري تصوير كړي.

 په هر صورت دشعردانځور په هكله مې له خپل مشر استاد غضنفر صاحب څخه د ماسترۍ د دورې په زده كړو كې اورېدلي وو، چې ويل يې: (دوه داسې شيان، چې تر هغه دمخه يو ځاى نه وي او يو څوک يې يو ځاى کړي او له يو ځاى کولو يې يو درېيم حالت، يو درېيم شي يا يو درېيم وجود او يو درېيم خيال رامنځته شي هغه تصوير دى.)  

همداشان ددې ډول انځور په هكله د ادبي تنوير ليكوال شاه عالم څپاند بيا ليكي: تصوير په ساده ژبه كې راټولولو ته وايي،او د شعر په ژبه كې د ذهني ترسيمونواو صورتونو دترتيبولوڅخه عبارت دى."4"

نو كه دا تصوير وي ،اوس به راشو، چې په شعر كې انځور په څو ډولونو جوړېدلى شي.

انځور د شعر بنسټيز توكى دى .انځوردى، چې شعر ته رنګ خوند او ښكلا وربښي اويا په بله وينا شعر ته شعريت وربښي.

انځور که په شعر کې وي او يا په کوم بل هنر کې ، يو لوی هنر او يوه لويه ښکلا ده . انځور د شعر حالت ترسيموي او شعر بې له انځوره يو تش کالبوت  دی .نوځكه دشعر د ويلو په وخت كې ترهر څه وړاندې بايد د شعر په انځور فكر وشي، ځكه انځور د شعر مالګه ده،مالګه خواړه دخوړلو او بې مالګه خواړه د خولې خوند خرابوي.دلته د يوې خبرې يادونه ضرور ګڼم او هغه دا،چې په هنري نثر كې هم همدغه انځورونه جوړېدلى شى ليكن دا، چې نثر زموږ دبحث موضوع نه ده نو ترې تېرېږم.

لكه څنګه، چې مخكې مو هم اشاره ورته وكړه يو له هغو ګټورو تكتيكونوڅخه، چې د شاعر شعر اوج ته رسوي او د ټولنې د وګړو ذهن ځانته را كاږي، هغه په شعر كې انځور جوړول دي. په شعر كې د انځور جوړول  د شعر له خاصو تكتيكونو څخه شميرل كېږي، او د شاعر شعر د شعر معنايي ارزښت او اهميت زياتوي. هغه شاعران، چې د ناتوراليسم (يا طبعيت ګرايى) پلويان دي د هغوي په شعر كې له هر بل چا انځور ښه  ځلېږي.

په شعر كې انځور جوړول ځانګړى مهارت غواړي، تر هغه، چې شاعر له طبيعت او د طبعيت له ژبې سره اشنا او ملګرى نشي په شعر كې يې  انځور جوړول ناشونې برېښي.

په شعر كې  انځورايستلو لپاره شاعر اړ دى، لطيف، هڅاند او پلټونكى حس ولري،له طبعيت او طبعيي اشياو سره مينه ولري او د شعار د ژبې او طبعيت د ژبو ترمنځ اړيكه ټينګه كړاى شي.

په شعر كې انځور، په دوه ډوله  موندلى شو، چې يوه ته يې عيني انځور او بل ته يې ذهني انځور وايي.

ښاغلى غفور ليوال د دغو انځورونو په هكله ليكي: هرکله، چې په شعر کې د انځور توکي سره راغونډېږي او يو هنري انځور جوړوي همدا جوړښت د پېښېدو يو ځانګړى مکان لري. د دې مکان له مخې انځورونه دوه ډوله دي:

١_ عيني انځور جوړونه

٢_ ذهني انځور جوړونه

١_ که د يوه شعري انځور ټول توکي او د دغو توکيو ترمنځ اړيکې عيني وي او خپل منطقي عينيت ولري، د داسې انځور هنري هستونه عيني بلل کېږي. د داسې انځور بېلګه د ارواښاد ننګيال دغه شعري برخه ګڼلاى شو:

لښتي وچ شول

ويالې ورانې

سين د تورو کاڼو غر شو

اوس حېران يم چې د کلي

دا هيلۍ به چيرې لامبي؟

مونږ وينو، چې "وچ لښتي"، "ورانې ويالې"، "يو داسې وچ سيند، چې پرته له تورو کاڼو څخه اوبه نه وي پکې" او "د هيليو حېرانتيا د لمبا لپاره" دا ټول واړه تصويرونه د يوه پراخ انځور د جوړولو لپاره کله، چې لاس ورکوي نو د هغوى هر خوځښت او هر تصور لوستونکي ته مخامخ تر سترګو کېږي، په بله ژبه لوستونکي يې عينا لمسوي. شاعر دلته د طبيعت يوه برخه څنګه، چې ده همغسې تر لوستونکي پورې را انتقالوي.

٢_ خو هرکله، چې شاعر داسې انځور ارايه کړي، چې د توکيو اړيکې (او کله کله يې پخپله د توکيو درک) د ذهني ځواک ملګرتيا ته اړتيا پيدا کړي او لوستونکي مجبور شي، چې د داسې هنري انځور کاپي په خپل ذهن کې يو ځل بيا جوړه کړي دا نو يوه ذهني انځور جوړونه ده. راځئ بېلګه يې د خزان په دغه شعر کې وګورو:

ستا د ارمان په بڼ کې

ستا د امېد په ښاخ کې

ستا د ايمان په تاندو، تاندو او تنکيو څانګو

ستا د سرو وينو د غوټيو په خوله

يو تبسم، يوه موسکا ښکاري.....

وګورئ په دغه شعر کې لوستونکى د شاعر په مرسته په خپل ذهن کې په انځورګرۍ پېل کوي. لومړى بايد لوستونکى "د ارمان بڼ"، "د امېد ښاخ"، "د ايمان تاندې او تنکۍ څانګې"، "د سرو وينو د غوټيو خولې" له ځان سره تصوير کړي او بيا په ټولو کې د يو تبسم او موسکا څرک وويني، هر څه يوه ذهني خوندور فعاليت ته اړتيا لري، دغه ټول توکي ذهني دي او په يوه لوى انځور کې د هغوى منطقي راټولونه هم ذهني ځواک ته اړتيا لري."5"

يا دابيت:

كه ښكاره كړ، شيرينې دسرولبانو

شور به ورك شي هغه دم له رستاخېزه "6"

رستا د كلي،مسيحي او ځاى په مانا او خېز دپورته كېدو مانا لري، ليكن دلته خېز مجازاََ دقيامت په مانا راغلى ځكه، چې دقيامت په ورځ ټول خلك بېرته ژوندي كېږي او يا درول كېږي. نو په پورته بيت كې شيدا د شيريني يا خوږ په مقابل كې شور يا ترش لفظ راوړى دى او خپلې محبوباته وايي كه ته چېرې دسروشونډو شيريني يا خوږوالى ښكاره كړي نو هغه وخت به دقيامت شور او غوغا  وركه شي يعني خراب حالت به له منځه لاړشي دځمكې شين والى يا زرخېزي دژوند سمبول دى يعنې ديوې علاقي يا سيمې څخه، چې دكښت او زرع وړ هم نه ده او ځمكه يې مالګه يا شوره شوې ده، هغه به دخوږو سرو شنډو په خوږ والي بېرته اباده او سمسوره شي. دلته نو تاسو وليدل چې دشاعر دبيان دژورتيا انداز او نازكخيالي دشاعر هغه كمال  او انځور ګري ده چې د مصور په خوب او خيال كې هم نه شي راتلى. نو ويلى شو چې دا د ذهني تصوير يا انځور ستره بېلګه ده.

پوهندوي پشتون اقا شيرزاد* دنوموړي ليكنې دپورتني شعر په اړه په خبروكې راسره دا خبره غبرګه كړه، چې  ځينې ادبپوهان همدې تصويرونو ته حسي تصوير،اثباتي تصوير او يا هم ژور تصوير وايي، ليكن زما په اند دغه درې واړه نومونه په ذهني انځور كې ځايداى شي، يا د ذهني انځور دويم نمونه دى مثلا د حميد پورته بيت كې شيريني او شور يو د خوږ او بل د ترش يا مالګين په مانا واخلو نو د ذايقي حس پورې اړه لري او بيا بايد ووايو، چې دغه بيت كې حسي تصويرموجود دى . ليكن دا وينا يو څه د تامل وړ ده ، خو كه داسې ووايو، چې پورته بيت كې يو بشپړ ذهني انځور موجود دى له حقيقته به لرې نه وي ځكه شاعر خپل ذهني انځور د ذايقې حس په راوړلو سره خوندور كړى دى. اصلي خبره خو داده، چې كه هر ډول شعر وي نو په هغه كې به خامخا دپنځو حسو څخه ديو څو حسو برخه  په كې څرګنده وي.

حنان باركزي چې د هندي مكتب فعال غړى دى، دى هم  په دې قانع دى، چې مصور به ستا تصويروكاږي خو ستا ناز او كرشمې به څنګه تصوير كړي؟

كه راشو معاصرې شاعرۍ ته نو معاصره شاعري كې هم موږډېر ................ شاعران لرو، چې اشعار يې له رنګارنګ انځورو نه ډك دي، ليكن وړاندې تر دې، چې په هغو بحث وكړو هېره دې نه وي، چې په لنډيو كې هم ذهني انځورونو شته، لكه:

بيلتون په تنګه كوڅه راغى

ماوېل سلام دى ده وېل كور دې ورانومه

يا:

داسې دې مخ په سالو پټ كړ

لكه چې شپه پر ورځ خواره كړي توربالونه

يا:

پرما دېره دغم جوپه ده

دجاج كلا د غم بنګلې به جوړومه

استاد مجاور احمد زيار دخپل اثر پښتوشعرڅنګه جوړېږي په ۸۲مخ كې دذهني او عيني انځور توپيرداډول كوي:عيني اوذهني انځورسره داسې توپيرېږي، چې اړوند توكي يې نګېرېدونكي(محسوس-ملموس) وي هغه عيني تصوير دى اوكه اړوندتوكي يې نانګريدونكي (نامحسوس- ناملموس) وي ذهني انځور دى."7"

دذهني انځور يوه ښكلې بېلګه د ژمن شاعر رحمت الله سايل رااخلو:

چې په خــــندا ورته دخـــوږ زړه پــرهارونه نه شي

چـــېرې دې هم ســـتا دښـــايست غوټه ګلونه نه شي

وړې مـــې دروح جـــنازه چـــېرې دخندا پر اوږو

په وينو سره دي چې شينكي شينكي خالونه نه شي

مقطع

ويــــده دنـــيا يا دســــايل قلـــــــمه مه لــړزوه

دفريادي اوښكو مات ستوري تير ورنه نه شي

دغه شعردذهني انځور يوه بشپړه نمونه ده

ښاغلي ليوال بيا د خپل اثر ادبي ياداښتونه ۱۱ مخ كې تصوير دكچې او اندازې له مخې په دوه برخو و يشلى دى چې يوه ته يې اصلي تصوير اوبل ته يې فرعي تصوير ويلي دى.

په دې اثر كې همداشان ليكوال اصلي تصويرداسې راپيژني:

اصلي تصويردشعر عمومي تصويردى چې په مجموع كې دشعر پرټولو موضوع حاوي وي.

همداشان د فرعي تصوير په هكله ليكي: داهغه تصويرونه دي، چې داصلي انځور په دننه كې دكوچنيوموضوعاتو پر تمثيل تمركز كوي."8"

دشعر يو مهم توكى انځور دى اودغه توكي ته ډېروشاعرانو پام اړولى دى. لكه لال پاچا ازمون لاندې شعر، چې د ذهني انځور بېلګه يې ګڼلى شو.

له زړه مې مه ځه غمه

چې ستا دمينې خوبولى امانت انځورمې

چېرته دعشق له ليمو پرې نه وځي

درنه بې خوبه نه شي

دزړه نه دغم نه ايستل خوبولى امانت انځور دعشق ليمه اوبې خوبه كېدل څومره ښكلي ذهني توكي دي، چې په كډه يې يو ښكلى ذهني انځور جوړ كړى. "9"

ښاغلي رودوال دازمون دشاعرۍ په بحث كې وايي: زماله نظره عيني انځورونه هغومره شعر له مانيز پلوه نه پياوړى كوي لكه، چې ذهني انځورونه يې كوي ځكه ذهني انځورونه هغه څه دي چې په ټولنه كې عملاَ شته نوله دې كبله هرسړى كولاى شي دخپل برداشت له مخې هغه ته يو چوكاټ جوړ كړي."10"

ليكن ددې ترڅنګ بيا يو شمير ادبپوهان سره له دې چې په شعر كې انځور په دوه ډوله يادوي  ليكن دهغه په هكله بيا وايي، چې په لومړي ډول كې شاعر هڅه كوي په خپل شعر كې داسې الفاظ وكاروي، چې د هغو په اوريدو يا لوستلو،  لوستونكي اړ نه وي قاموسونه وګوري اويا له بل چا مرسته وغواړي مانا دا، چې شاعر په خپله هڅه اوهاند شعر دې كچې ته ورسوي، چې لوستونكى د څه شي په لټه كې نشي او په ساده توګه مطلب ترې واخلي  لكه د رحمان بابا شعرونه، چې په ساده اوروانه ژبه  ويل شوي او په ښكلو انځورونو پسولل شوي دي.

رحمان بابا دخپل غزل ژبه دومره خوږه کړې ده، چې په ډيره اسانۍ سره دهر لوستي اونالوستي کس په زړه اوحافظه کې کښيني  تقريبا هر پښتون، چې د رحمان بابا شعر واوري نوپوهيږي پرې، چې دغه شعر درحمان بابا دى همدا د رحمان بابا دکلام اعجازهم دى اوله همدې نه يې الهامي رنګ هم څرګنديږي.

چې اسمان یې مخ پټ کړی په سحاب ؤ

خدای وماوته ښکاره کړهغه لمر بیا

چې رقیب راته تړلی په زنځیر ؤ

خپل حبیب راباندې پرانست هغه وربیا

په وصال یې منت بار اوسه رحمانه

په صدف کې دخل نشته دګوهر بیا"11"

دويم ډول دا،چې شاعر هڅه كوي د شعر مفهوم دشعر عمق ته ورسوي  او لوستونكى وهڅوي ترڅو دنوموړي شعر په اړه څېړنه او پلټنه وكړي. دا هغه ډول شعرونه دي چې په لومړي سر كې لوستونكى فكر كوي چې دا شعر هيڅ مفهوم او پيام نه لري ليكن كله چې غور ورباندې كوي ګوري چې دشعر په تل كې ډېر ټكي او انځورونه موجود دي

دهمدې پېړي وتلى انګليسي اديب داكتر جانسون په دې عقيدې دى چې شاعر بايد نړۍ له هغه چې ده ښكلې وښايي .

له بل ليدلوري ويلى شو چې همدا د انځور جوړولو وړتيا چې د انسان په برخه ده دا موجود يې له نورو موجوداتو بيل او متمايزكړى دى.ځكه انځورله ذهن نه راوځي او په حافظه كې ضبط او ساتل كېږي. 

ليكن بيا شاعر دا د خاطرو د ضبط او ساتلو استعداد له نورو نه ډېر لري او هغه څه چې په چاپېريال كې  ويني حافظې ته يې سپاري او بيا په مناسب وخت كې يې نورو ته رسوي.همدا انځورول دي چې دشاعر شخصيت له نورووګړو بيلوي. 

كه موږ د خوشحال خان خټك شعرونو ته ځير شو نووبه ګورو چې خوشحال خان خټك هم هغه بيل شخصيت دى چې د انځورولو لوي استعداد او وړتيا لري.

که احوال دفراق جنو زړونوغواړې

ګوره هغه زاڼې چې جداځي له کتاره"12"

دپورته بيت د الفاظوظاهر ته كه وګورو نو دومره په زړه پورې بيت نه ښكاري خو كه باتن د قضيه ته ځير شو نو ګورو چې  خوشحال خټك  يوه ډېره ستونزمنه خبره په ډېره اسانه توګه د انځور په مټ روښانه کړې ده . څنګه کولای شوچا ته ثابته كړو چې په فراق كې دې په ما څه تېرېږي دا مساله خوشحال بابا داسې ترسموي چې زړه له هغې زاڼې سره تشبې کوی،چې له خپل سېل څخه جلاځي .

په شعر كې دانځور په هكله يو بل نظر هم موجود دى هغه دا چې  يو شميرنور ادبپوهان وايي، چې انځور په شعر كې په دوه ډوله كارېدلى شي(اثباتي انځور او اتفاقي انځور) اثباتي انځور هغه انځورته وايي چې د شاعر له عقلاني اند او حسي ادراكه را وتلى وي.عقل هڅه كوي د مشبه او مشبه به(په تشبه اواستعاره كې) ترمنځ معنوي علاقه پيدا كړي ددې ډول انځورونو كلمات له ظاهري معنا وو څخه تجاوز نه كوي. يوازې دظاهري معنا يا صرفا دتوصيف او بيان په سطح كې نه پاتې كېږي ددې ډول انځور ابعاد لږ او مفهوم يې واضح او روښانه وي.ځكه د يوې حسي روښانه تجربې لاسته راوړنه بلل كېږي.

ليكن بل اړخته يو بل، بيل انځور ګورويعني اتفاقي انځور،دا هغه انځور دى چې په تصادفي توګه لكه يوه برېښنا په ذهن كې د چاپېريال له متغيره حالاتو څخه منځ ته راځي. داډول انځور عقلاني ريښه نه لري.مانا داچې د عقل زېږنده نه ده. دا انځور هغه وخت جوړېږي چې همدا متغيره چارې د شاعر له حواسوتېرېږي. يا په بل عبارت دا د شاعر د روحي تجربو او عاطفي عناصر زېږنده ده.ددې ډول انځورونو د جوړېدا او پاتې كيدو عامل د شاعر ژوندى روح او عاطفه ګڼل كېږي.

له بلې خوا دانځور لپاره يوبل ويش هم موجود دى او هغه ته ژور انځور او سطحي انځور ويلى شو.يو ډول انځور د شاعرپه خيال كې  له لږ تصرف او بل ډول يې د ډېر تصرف له مخې جوړېږي. دبېلګې په توګه كه موږ د رحمان بابا او حميد بابا په اشعار و كې د پسرلي ، ونې او باغ انځور ته ځير شو نو له ورايه به ددغودوو تنو شاعرانو په شعر كې د سطحي او ژورو انځورونو توپير پيدا كړى شو. د رحمان بابا پسرلى باغ او ونه د حميد د پسرلي باغ او ونې نه توپير لري ځكه دغه باغ او پسرلى  حسي ادراكو ته محدود باغ او پسرلى نه دى. هلته چې رحمان باغ او پسرلى يادوي مراد يې ظاهري او حسي باغ نه بلكه هغه باغ دى چې ده  له ژورو او رازناكوعارفانه  تجربو لاس ته راوړى.

له پورته بحث څخه بلاخره دا ترلاسه كولى شو، چې  كه انځورته هرڅومره ډولونه ومنو ليكن له دې نه يې نشو بيلولى، چې انځور عيني او ذهني زېږنده ده.انځور كه په شعر كې سطحي وبولو يا ژور كه يې اثباتي وبولو يا اتفاقي خوبيا هم را ګرزې دې مسالې ته، چې دا اتفاق يا اثبات يا دا سطحي يا ژور انځور به خامخا يا په عينيت ولاړ وي اويا به په ذهنيت.

 


اخځليكونه:

 

۱-   روهی، صديق الله ، 1385،شعر پیژندنه ( دمقالومجموعه )کابل : دصمیم ادبی ټولنه.

۲- لياقت تابان ،۲۰۰۷ م، دشيدا او حنان پرتليز جاج، كوټه: صحاف نشراتي موسسه .

۳- همدغه اثر.

۴- څپاند، شاه عالم ۱۳۸۴ادبي تنوير، كابل:كورنيوچارو وزارت مطبعه.

5- ليوال، عبدالغفور(په شعر کې د عيني او ذهني انځور جوړونې انډول) مياشتنۍ ګندهارا، پينځمه ګڼه ١٣٧٧ ل زمرى، وږى، ١٩٩٨ جولاى، اګست .

6- لياقت تابان، دشيدا او حنان پرتليز جاج .

7- زيار،مجاوراحمد۱۳۸۹ل،پښتوشعرڅنګه جوړېږي دويم چاپ پېښور:دانش خپرندويه ټولنه.

8- ليوال،عبدالفغور۱۳۸۸ ادبي ياداښتونه   كابل:قلم ادبي ټولنه. 

9- بدر،صديق الله،۱۳۸۳ ، پښتومعاصر ادبيات، پېښور: دانش خپرندويه ټولنه.

10- ليوال،عبدالغفور، ادبي ياداښتونه. 

11- بابا رحمان .۱۳۵۶:دیوان د حبیب الله رفیع په سریزه او زیار،کابل: پښتو ټولنه.

12- خټک ،خوشال خان.۱۳۸۴: کلیات ،اوډنه او پرتله عبدالقیوم زاهد مشواڼی،پېښور:دانش خپرندویه ټولنه.