هریو ځوان او پیغــلـه ګـــــــــــــډ دي بــازاروکې ګڼه ګونه

څوک سودا کړی او چــا کړې که هلــــک دی او که جونه

څوک رادیو او ټلویــزیون کې څـــوک په نټ او مجلو کې

څوک دلیک له لارې لیـــــکي اوڅـــوک ګـډ دی محلو کې

یو له بل څخه تـــــــېرېږي ټـــول خوشــــحاله هــــوسېږي

یو له بل څخه نیـــــک مرغـــــه نــیکمرغې باندې نازېږی

جشن جوړ دی خــوښي جوړه څه غوغا ده خوند یې ګوره

د نیکمرغو اخــــترجــــوړ دی بـــــس یو زه یمه بی موره

ورځ دمور ده دهــــــــغې چې زموږ رسول ترې پیداشوی

ورځ دهـــــغې چــــــې هـــر درد ته بس دعا یې دوا شوی

له زړه وایـــــی په خـــوله وایی هـــمه ګــډ دي همدا وایی

مــــورې ورځ دې مـــبارک شه پـیر اوځوان یک صدا وایی

خـــــو بدبـــخته بدنـصیب زه څومره خوار او هم زبون زه

چــــې مـحروم د مور له مینې مور مې نشته جګرخون زه

مـــور مـی نشتـه په ما غم دی ټوله ورځ مې په مخ نم دی

ټول خوښی کړي زه بی موره کور کې جوړ راته ماتم دی

هریوه لاس دي پورته کــړی خپلې مور ته خوښي غواړي

عمر اوږد ورته له ربه او خــــپل کـــورته خوښي غواړي

زه یم ناست خـــړې جـــرګې ته په خوب تـــللې هدیرې ته

یوه باغـــچه دجنـــــت غـواړم  ګرانې مور ته مې  ادې ته

دا دعا د خـــــموش ربه  دمـــــــــــات زړه ده ته یې ګوره

حجـــــابت کړه تـــــه رحـمن یې ته رحـیم یې زه بی موره

۲۴/۳/۱۳۹۱      

کابل: خیرخانه