شعر: ویرنه
ورځ چـــهارشنبــــــه وه د نوروز دویـــــمه
کــــــــال زر ودرېســــــــــــوه ویـونـویـــــمه
سهــــــــار نـــاوخـــته لــــه خوب پاڅېدمـــه
ژر د روغتـــــــــون په خـوا وروځغاستمـــه
زړه مــــــې
د نــــــورو ورځـو شانتــی نه و
خپګان کې نه و غـم پــرې بانـــــدې نــــه و
ما ویل چې نــن بــــــه دا وینـــــا اورمــــــه
زېرۍ د مور بـــــــه د روغتیــــا اورمـــــــه
ځان ته مې وېل کــه دا دلـــــتنګه نــــــه وه
په دې ماحول کـــې کـــه پــــــتنګه نــــه وه
نوخامـــخا به پـــــه درېـــــــــیمه د کــــــــال
له پښو بـــــه یـې باسم د روغتون دغه جال
بیا به لـــــمسیان لمــــــسي ترې تاوتـاوېږي
هریــــو زوی لـور به ترې په وار جــارېږی
ډوب په ســــــوچونـــــو کــــــې ور ورسېدم
دګرانې مـــــور سیوری تـــــــــه ودرېــــــدم
لاسونه غــــــــــــبرګ مې ترې چاپېره کړلو
بیا مې خپل سر پــــر اوږه ورسـربیره کړلو
دې په کـــــــمزورو ګــــــوتو ټینـــــګولـــــم
اوخــــــــپلې غـــــــــېږي ته یې لـــــنډولــــم
بیا یې په دواړو خواوو ښکل کــړمــــــه زه
دخپل دې لنډ مزل یــې مـــــل کـــړمــــــه زه
کرار کــــرار لـــــــړزانده ګــــــام راســــــره
دروغتـــــــون بـــــاغ تــــــه په خرام راسره
شوله روانه او پـه خونـــــد خونـــــــــــد یې
دمې نه وروسته خـــــو په ځنـــــډ ځنـــډ یې
نوم د هر لــور او د لـــــمسۍ اخیســــــــــتو
خــــو وار پـــــه وار یې د سېـلۍ اخیســـــتو
هلـــته وه اېـــــښې یوه لــــــــویه چوکــــــۍ
خــــــواکــــې یـــــې بـــــله خو وړه او تنکۍ
چـوکۍ وه اېښې مــــوږ پــــــرې کښېناستلو
د زړه کــــــتاب مــــــو په خــپل وار لوستلو
دې راته ویـل زړه مې مستــــو تــــــه شوی
ښــــــو خونـــــدورو او خـــــوږو تــه شوی
مستې حاضر شوې ډوډۍ مـاتـه پـــه کـــــې
خوله کې مې ورکړه نشوه شاتـه پـــه کــــې
په بیړه بیړه یې خـــــولـــه را لـــــــنډولــــه
مـــړۍ یې زر خوړه نه ېـــــې ځنــــــډولــــه
شومـــه حیـــــران ماویــل چې ګرانې مورې
لږ په کرار مستې خوشتــه ښــــې ډېــــــرې
راته موسکۍ شوه او پــــــه کړس یې وویل
زړه یې را یــخ کړ او بیا بـــــس یـــې وویل
بیـــــــا رانـــــه لاړه اتاق لــور تــــه شــــوه
چای یې پلــمه کړ را نـــــه پــــــــورته شوه
دې تیــــــــاری د اوږد سفـــــرلـــــــــرلـــــو
رضا د خدای ته یې خپل ځان سپـــــارلــــــو
تــــه وا خــــبره د خـــــپل حــــــال نـــــه وه
چــــې پــــه خـلاصون د ژوند له جال نه وه
اودس یــــې وکــــــړ د مـــــــاسښین په تمه
پلار ونیــکه یــــــې یــــــــــادول په جــــــمه
راتــــــه یې پـــــــیل تـــــېرې کیــــسې کړلې
دحبیب الله خان کــارنـــــــــــامې کړلــــــــــې
بیا يې ټپوس راڅخـــــــــــه وکــــــــړ زویــه
ډېره یــادېږی راتــــه نــــګور مـــې لـــویــه
کله راځـــــــی احـــــوال مـــــې همه پوښتي
لوراونګورانـې مـــــې په جــــــمه پوښتــــي
دې کــــې مـــــې خـــــور خـوا کې راودرېده
ویــــــــــل یــــــــې وږې یــــــمه وغـــــمیده
سهار مـــــــې چای خولې ته وروړی نه دی
ترموز مې تــــــش و چای می څښلی نه دی
اوس خو غــــرمه شوه لږ خواړه خو راوړه
که ګرم څه نــــــه وو ســـــــــاړه خو راوړه
لاړم چـــــــــــــې دې تــــه پـــــــیرکي راوړم
ښه په غوړو کـــــــې سره تنـــــــکي راوړم
غــــــــــرمه شـــــــوه تـېره ماسپښین شولو
مرګي وزرخلاص کـــــړل شاهـــــــین شولو
ای کاش اذان د مـــــــــلا شوي نــــــــه وای
سهار ساړه په مـــاسښین سوي نــــــه وای
ای کاش چې لمر په اسمانــــــه کــــــې ولاړ
داجــل نـــــوش په پیمانـــــــه کـــــــــې ولاړ
ګـــړی ولاړ زمکه ولاړ ګردش د وخت ولاړ
همــــه ولاړ اسمان ولاړ بندش د وخت ولاړ
خو نـــه سهار او نه غرمه او نه ماښام کله
او نه ګـــړۍ او نه د وخت ګردش تمام کله
کـــــــــــله درېــــږی داظالمه زمانه هیڅکله
اونه پینـــــه اخـــــلي لویدلې پیمانه هیڅکله
مورمې وروستۍ مــــــړۍ پــه خوند خوړې
له پیرکي نه یې پـــــــــه ځـــــــنډ خــــــوړې
درې واړه
غلـــــي په خــــوړو شـــــوو ګرم
چـــــې نـــــاڅاپـــــــی مې ترغوږ و شو نرم
اواز دمــــور مــــې و چـــــې ســا یې ایسته
ښه په کـــــــرار او بـــــــی پــــروایې ایسته
زړه کــــې یـــــې ډار د مـــــــرګی جوړ نه و
ښــــــه پوهــــېده چــــې دا یــــــې کور نه و
په دوو سلـــــــــــګیو رانــــه لاړه پـــــورته
رب العــــــــــــزیزلــــــخوا ټـــــاکلی کــورته
وروســـــــتۍ سلګۍ کې مې زنګون و ورته
دســـــــــربـــالښـــــت او ښه سکون و ورته
دومـــــــره مـــــې وویـــل پـرې چې لآاله...
عزرائیـــل دم تـــــــرې ویـــــــست لاړو بالا
مـــــــا او خـــــورګـۍ مې پرې چغار پیل کړ
نـــــورو پـــه ګــــډه ســــره زمــوږ سیل کړ
په یوه شیبــــه کــــې مـــوږ بی موره شولو
دکـــــوردنــــنـه مـــوږ بـــی کـــوره شــولـو
ای خـــــړو خــــــــــــاورو کــې پرتې مورې
په ابـــــدی خـــــوب کـــــــې ویــــدې مورې
په هـــــر لـــــمانځه کې مې دی لاس په دعا
هــــره شیـــــبه کـــــې مــــې حواس په دعا
تــــاتـــــه فــــردوس جــــنت جـــــنت غواړم
"خـــموش" تـــه صــبرو هم طـــاقت غواړم
1391/1/15
خیرخانه:کابل