ليونى باد:

دليونى باد دصديق پسرلي د طنزونو ټولګه ده، چې په ۱۳۶۰ لمريز كال په ۱۱۰مخونو كې چاپ او خپره شوې ده، دا طنزي ټولګه، چې قلمي ليكل شوې او چاپ شوې دسريحه ( سريزه ) سرليك سربيره  ۱۹ طنزونه لري چې د ليونى مرسته په طنز پيل او د اخترمخه په طنز پاي مومي.

دشكاياتو صندوق:

دشكاياتو صندوق دكاتب پاڅون د طنزونو ټولګه ده، چې په ۱۳۶۸ لمريز كال دافغانستان دليكوالو انجمن له خوا په لويه كچه په ۲۴مخونو كې چاپ او خپره شوې ده، د طنز ټولګه، چې مشهور طنز ليكونكي منان ملګري ته ډالۍ شوې، دنوموړي ديو څو خبرې ترسرليك لاندې په سريزه پيل كيږي، بيا ورپسې دپاڅون دشكاياتو صندوق تر سرليك لاندې دپوهنمل خالق رشيد سريزه راغلې او بيا په ترتيب دې لاندې (۲۵) طنزي ليكنو دكتاب مخونه ښكلي كړي دي:

وړيا كتاب، عجب عمليات، موږ ماموران يو كه آيسكريم خوران، تاه منى كوپون، په هغه ښاركې چې تله اونرخ يو برابر نه شو، په ختم كې ختم، موږ غوښتل چې په لفت كې پورته شو، داخلال ګران، او آخريې په غاښونو ترخيض واخيست، دخط السير پاڼه، فورمه، جمدهي، د موږ كانو مور ولې كونډه شوه، اضافه كاري ښه كه بېكاري، نوې دريشي، دحساب ماشين، زه همداسې مجرد ښه يم، زموږ رسمي وخت په خوراك تېرېده، چې كور يې نشته دارالمجانين خوشته، موږ نيم ساعت وروسته پاتې يو، او د شكاياتنو صندوق. (۸:لړليك) ددې ټولګې ټول طنزونه دجګړو په كلونو كې زموږ دهيوادوالو، په ځانګړې توګه د دولت دمامور دژوند ډيره ريښتينې عكاسي كوي، ژبه يې خوږه او دفن او معيار له لحاظ په زړه پورې، پوره او كره طنزونه بلل كيداى شي.

دايې هم يوڅونورو اثار،  چې په لاندې ډول يې درپيژنو:

۱-دكار سيالۍ: دلنډو طنزى داستانونو مجموعه ده چې په كال ۱۳۷۰  هـ ش  د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت لخوا چاپ شوې ده

۲- سړۍ څنګه ښځه شو: داهم دلنډو طنزى داستانونو مجموعه ده چې په كال ۱۳۷۶ هـ ش په پيښور كې چاپ شوې-په دې مجموعه كې هم لنډ طنزونه راغلي.

۳-      دولتى موټر: د طنزى داستانونو مجموعه ده چې په ۱۳۷۶ كال كې پيښور كې چاپ شوې ده.

۴-      دښار په ستديوم كې : دا هم دطنزى داستانونو مجموعه ده چې په دې كې طنزى لوبې راغلې- دا هم په پيښور كې ۱۳۷۶  كال كې چاپ شوې ده.

۵-      بندونه او خوندونه : دا هغه مجموعه ده چې پرته له انسانانو دنورو موجوداتو په ژبه طنزونه ليكل شوي دي- په دې كې هم ډير واړه طنزونه راغلي .

۶-      ديګونه او شعرونه: دا طنزونه منظوم دي- د آشپز باشى د شعرونو مجموعه ده ، او طنزى اشعار په كې راغلى دي.

۷-      دبنجاره هټۍ داهم د طنزونو مجموعه ده چې په ۳۷۶  كال پيښور كې چاپ شوې ده.

۸- ( مدير صاحب په خط خو به پوهيږي؟) داهغه اثر دى چې په ۱۳۷۰  كال كې په آريانا مطبعه كې د ۲۰۰۰ ټوكو په شمير د سرحدونو چارو وزارت د خپرونو او فرهنګي چارو د رياست لخوا چاپ شوى دى.

په دغه كتاب كې ۲۹  طنزونه خپاره شوي دي . په دې كتاب د افغانستان ستر ليكوال او ادب پوه كانديد اكاډميسين محمد صديق روهي، ليكوال او كره كتونكى عبدالله محك دسرحدونو چارو وزارت دوخت دخپرونو او فرهنګي چارو رئيس بسم الله اكبرى سريزې ليكلى دي.

استاد محمد صديق روهي پخپله سريزه كې ليلكي: ( طنز ليكونكى چې طنازي كوي دهغه اصلى هدف بياجوړونه ده، هغه تخريب د تخريب لپاره نه غواړي بلكه تخريب د تعمير لپاره غواړي.

صادق طنز ليكوني چې څه وايي دخلكو په خير يې وايې. د تعجب خبره خو دا ده چې خلك رښتيا خبرو ته هم خاندي. دطنز كمال دا دى چې رښتيا خبرې دټوكو تر ماسك لاندې تيروي كاتب پاڅون يو ريښتينى طنز ليكونكى دى، پخپلو  طنزونو كې يې د ټولنې ناخوالي په ډيره ښه توګه په ګوته كړې دى.

 

ګله راسه كه يې ګورې!       

ګله راسه كه يې ګورې! دعبدلواحد نظري لومړۍ طنزيه ټولګه ده،چې دافغانستان دكلتوري ودې دټولنې لخوا په ۱۳۷۹لمريز كال په پېښور كې دچاپ ډګر ته راوتلې.

د كتاب ځينې نورې برخې لكه:دكارتوني طرحو جوړول، كمپوز او دپوښ ډيزاين په سلسله وار شكل دهژير شينواري،عبدالحميد جانداد،نورمحمد غفوري او انجينر عبدالخالق په زيار برابر شوي دي.  

په دې كتاب كې ۳۴ طنزونه په ۱۴۴ پاڼو كې ځاي شوي دي. دكتاب له پيژندنې وروسته په دوهمه پاڼه كې دعبدالواحد سرتيردا لاندې بيت راغلى:     

دلته سپين راغله اوس تور دي       

فغانان راغله اوس نور دي   

چې هر څوك دي بدل شوي   

هغه ټول ژوندي په ګور دي  

همدا شان د كتاب په پيل كې درې ليكنې  د دريو علمي شخصيتونو راوړل شوي چې يوه يې د داالغازونه او زيږندوي د ښاغلي پوهاند مجاور احمد زيار په قلم ليكل شوې  چې په حقيقت كې يې د كتاب كره كتنه كړې ده. له ده وروسته يوه بله ليكنه دكتاب د ډالۍ په نوم د زرين انځور په قلم ليكل شوې ده او درېيمه ليكنه د كتاب خپله سريزه ده چې خپله نظري پرې ليكلې ده.

دا كتاب دوه برخې لري چې يوه برخه يې هلته هاسې او دوهمه يې دلته داسې نو مېږي. نظري په كتاب كې داويش ته په سريزه كې اشاره كوي او ليكي چې "داټولګه د دوه برخو لرونكې ده (هلته هاسې) دا زما پخواني ليكل شوي طنزونه دي په ټولګه كې له راوړلو څخه زما موخه دا وه چې پخواني يادونه -چې بيا به نور تكرار نسي - تازه كړم او (دلته داسې) زما د هجرت د دوران ليكنې دي.موخه مې دا وه،چې دمهاجرت له دردونو او رازونو سره اشنا شو."

دا ټولګه د دغوظنزونو لرونكې ده:

باسي،بوى ځي،دروغ وايي،پخواني ياران،دخطر ډك سفر،لس دوپيز خلك،مور دې ترتاجارسي،پټ راز،دسخي ګل داستان،لوى چانس،دخپل بخت نوكر اوسه،ديوې بوډۍ دزړه خواله،دهايم راز،سيالي،له بدبدنه توبه،مفتخور،تقليد،زنده باد سيفو،زه بيسوزلى،زموږ بيرغ،هغه غيرت مو هم له لاسه وركړ،موږ افغان اختر،دوي هم رشتيا ويل،لادې څه ليدلي دي،ميدن جرمني،دخوب تعبير،ګله راسه كه يې ګورې،دحقيقت لار ، كورت ، نوښتګر ، پريږم يې نه،ګلابي نكتايي،شكر دى چې ژوندي يو.  

 

اخر به يې څنګه سي:

دغه طنزي ټولګه هم د ښاغلي واحد نظري ده،چې حامد كرزي ته يې ډالۍ كړې ده.

اخر به څنګه سي په زرو ټوكو كې د شاه محمد كتاب پلورنځي لخوا په ۱۳۸۴ لمريز كال كې دچاپ په ګاڼه پسولل شوې د كتاب كاريكاتورونه د هژير شينواري او كمپوز يې تورج محمد رييس كړى دى.ددې كتاب په غېږه كې ۲۴ طنزونه  غاړه غړى شوي چې په دې توګه دي: خاينان ، سګباز ،مري،ډېرمحترم،ماما،مفلس خوشحال،اخربه يې څنګه سي ، رسم،سلا،چشم جنګي،شكر چې چا ونليدم،زورور،پدريې نالت، هرڅه اوبلن سوي دي، كباړي بازار، لايزي،سواره، موټر، سكسي يا دسكويي،هرڅه دپشي په لكۍ،زه وم زمرى ،چليپا،سل په دنيا سل په اخرت او پيژندنه.همداشان كتاب د خوشال روهي په ليكنه (دطنزونو داټولګه )پيل شوى چې ورپسې بيا خپله نظري  (الهي تاته مې پناه ده) تر سرليك لاندې دطنز په ژبه خوږه سريزه  ښكلې،اوبيا طنزونه .

كله وار د ابا او كله وار...:

د واحد نظري يوه بله طنزي ټولګه كله وار د ابا او كله وار... نومېږي دا طنزي ټولګه پرته له دې چې د خوږو طنزونو لرونكې ده د پوهاند مجاور احمد زيار او داكتر جاويد خوندوري ليكنې هم لري چې د داطنزونه او نوښتونه او نظري بر طنز هاي نظري تر سرليكونو لاندې يې د كتاب په پيل كې راوړې دي  دې ليكنو د كتاب ارزښت زيات كړي او د نظري صاحب طنزنه يې د محتوا لخوا لوستونكو ته ورپېژندلي دي.ورپسې ليكوال قلم را اخيستى او د سرۍ په نامه يې پر خپل كړي كار (طنزونو) ۲ مخه سريزه ليكلې ده اوبيا نو نورڅنګه يې؟تعجب نه دى په كاردا د كله وار د ابا او كله وار د... د كتاب لومړنى طنز دى چې د ټولو ۲۴ طنزونو په پيل كې راغلى دى. ولې مفت نه جوړېږي يې وروستى طنزدى.

دا مجموعه ۱۰۴ پاڼې لري او په ۱۳۸۱ لمريز كال د دانش كتابتون لخوا د زرو ټوكو په شمير چاپ شوې ده. دپوښ طرح او كارتون يې هژير شينواري كښلى او زرغونې نظري يې كمپوز كړى دى. د كتاب دپوښ په لومړي مخ د كتاب د پيژندګلوي ترڅنګ ښكلي طنزي كاريكاتور راغلى اوبيا د پوښ دوهمه او درېيمه پاڼه سپينه ده دپوښ په څلورمه پاڼه د ښاغلي نظري لنډ ژوند ليك او داثارو نومونه راغلي دي

دنظري صاحب دپورته يادو شوو ټولګو تر څنګ دا طنزي ټولګې هم په دري ژبه چاپ شوې دي: ،واه واه ګل سيب۱۹۹۷م،اګر نديدي باور كن،۱۹۹۷م ، او دګه چطور هستي،۲۰۰۲م او يك به دنيا صد به اخرت

يك به دنيا صد به اخرت:

دا د نظري صاحب دري طنزي ټولګه ده چې په ۱۱۶ پاڼو كې د شامحمود كتاب پلورنځي لخوا په زرو جلدونو كې چاپ شوې ددې ټولګې كارتوننونه هم هژير شينواري كښلي او غلام محمد توخي يې كمپيوتري چارې پر مخ بيولې دي.

دلتاب لړ ليك دى: نظري پر طنز نظري،د دكتور سيد حميدالله روغ ليكنه بجاي پيشګفتار،دليكوال په قلم او بيا نيغ په نيغه طنزونه. لومړى طنزيې دى بابا ادب داد او وروستى طنز يې دى يك به دنيا صد به اخرت او بيا كتاب د ليكوال په پيژندګلوي پاي ته رسېږي.

شر يك بالا پوش:

شريك بالاپوش د عبدالمنان ملګري په قلم ليكل شوې طنزيه ټولګه ده چې په ۱۳۷۸ لمريز كال دناهيد كتاب خپرولو موسسې لخوا په پېښور كې له چاپه راوتلې ده.

مهتمم يې پير محمد كاروان او كمپوزيې حفيظ الله او د چاپ ځاي يې دانش كتاب ډكي تعلبندي پېښور دى.

په دغه كتاب كې ټوټال ۱۴ طنزونه راغلي چې په دې توګه دي:شريك بالاپوش،كه ښاروال نه واى،هغه مړى چې ژوندى شو،ماغوښتل چې تل مدير شم،زوړموټر،ما جايزې ته ځان كانديد كړى و،وايي كه ښه وكړې ښه به وينې،حكام ته تګ هم يو هنر غواړي،ماولې متقاعد وكړ،هم خره بندي كړئ هم خركاران،بيګانه او زه،چې پيښو اصلي شي،دلكي خروڅه غوښتل او ما هم ويل چې زه زوړ يم

مهاجر زمرى:

مهاجر زمرى د محمود نظري د سياسي طنزونو ټولګه ده چۍ په ۱۴۰ پاڼو كې د دانش خپرندويه ټولنې لخوا په زرو ټوكو كې دچاپ په ګاڼه پسولل شوې ده. مهاجر زمرى چې په ۱۳۸۷ لمريز كې چاپ شوې حاجي محمد عمرخيل ډيزاين كړې ده او سرترپايه ۴۹ طنزونه لري دا ټولګه د خپرندويي ټولنې په ياداشت پيلېږي او بيا لنډه سريزه يا د ليكوال په قول پيليزه راغلې چې هغه هم د ليكوال ده او په كې د سياسي طنز په ځانګړنو خبرې  شوې او دا طنز يې د ژورناليستيكو طنزونو يو ډول بللى دى او ورپسې سم دلاسه طنزونه راغلي دي. دنوموړې ټولګې لومړنى طنزنادر در درنا او وروستى طنز ښايسته سالاري نومېږي.        

انساني سركس:

انساني سركس د محمود نظري د طنزونو يوه بله ټولګه ده چې د صحاف خپرندويه  مؤسسه لخوا په زرو ټوكو كې دچاپ په ګاڼه پسولل شوې ده. انساني سركس چې په ۱۳۸۱ لمريز كې چاپ شوې سرترپايه ۴۵ طنزونه لري دا ټولګه د مجاور احمد زيار په ياداشت د(داخنداوې اوداژړاوې) ترسرليك لاندې پيلېږي او بيا لنډه سريزه راغلې چې هغه هم د ليكوال ده او ورپسې سم دلاسه طنزونه راغلي دي. دنوموړې ټولګې لومړنى طنزانساني سرکس او وروستى طنزپور اخېستل نومېږي.او پاتي نور طنزونه يې دا سرليكونه لري: زما ولاکه زده کيږی! ،وړاندوينه ،د ځغاستې ملي سيالۍ ،تک ډم ډم تک ،کشتی کج ،مننه ،پنچر مين ،توپکيان ،وزې ته ښکنځل وکړه! ،دا بي بي سي لندن دی! ،ښکروره تاريخي بد نامي ،چونګ چونګ د فتح خان ،کمپوتري مشر ،ټاپه ددغه دغه ،پام چونګښه مه يادوه! ،ډانکټر صايب کوتان(قوطان) ،که زما منې کله کله ګډايې هم کوه! ،ټبر عليکم ،...دد رواغو بازار...! ،وير مې زده کړ! ،ښه او بد ،ملت او حکومت ،ستنګرې ښځې ،ټولواکمني( امپراتوري) ،د درويش ډالۍ ،د روژې پنځلسمه اختر شو ،پر پاچاهي يې نه ورکوم ،د څوکۍ خوند،مامورباشي خشره خورباشي پيش بيا ،کسر شان ،مدرنيزشن ،خو زه بيچاره! ،رايګيري ،پروپاګند ،ښکلا دي وي همداسې ،چاغ، چاغ ،مډرنه سيالي ،مجرد کوپون لرونکي ،د غوښو ضررونه ،ورته نومونه ،ځانګړې مرکه ،د رييس غروب.

          لوبه:

لوبه د محمود نظري درېيمه طنزوني ټولګه ده چۍ د دانش خپرندويه ټولنې لخوا په زرو ټوكو كې دچاپ په ګاڼه پسولل شوې ده. لوبه چې په ۱۳۸۸ لمريز كې چاپ شوې زبيح شفيق ډيزاين كړې ده اوخپيله ليكوال كمپوز كړې ده.

خدا روزي اش كنه ناني قروتي اش كنه:

دا د محمود نظري دري طنزي مجموعه ده چې په ۱۳۸۴ كال د شاه محمود كتاب پلورنځي لخوا په ۱۶۷پاڼوكې چاپ شوې ده. دامجموعه په پيشګفتار پيلېږي اوبيا په خپله غېږه كې ۴۲ طنزونه رانغاړي. لومړنۍ طنزيې دى، خدا روزيش كنه او وروستى طنزيې دى دروغ شاخ دار.

سرخلاص كړه او دڅوكۍ خوند د محمود نظري دوه نورې طنزي ټولګي دي چې هغه هم په دې وروستيو دكلونو كې د دانش خپرندويې ټولنې لخوا د زرو- زرو ټوكو په شمير چاپ او لوستونكو ته يې وړاندې كړې دي.

 

          هوصيب نه صيب:

هوصيب نه صيب! دمحمد عارف ننګيار دليكلو طنزونو لومړى غورچاڼ  دى، چې د دانش خپرندويې ټولنې لخوا په۱۲۸ پاڼو كې په  ۱۳۸۳ لمريز كال په  منځنۍ كچه په ښكلې بڼه او صحافت چاپ شوې ده. په دې طنزي ټولګه كې دخپرندوى او ليكوال تر سريزو وروسته ډېر ښكلي او په زړه پورې طنزونه راوړل شوي دي.

 

تخنوم دې:

 تخنوم دې! محمد عارف ننګيار دليكلو طنزونو دويم غورچاڼ  دى، چې د نور نشراتي مركز له خوا په ۱۳۸۵ لمريز كال په ۱۰۴مخونو كې په منځنۍ كچه په ښكلې بڼه او صحافت چاپ شوې ده. په دې طنزي ټولګه كې دخپرندوى او ليكوال تر سريزو وروسته چې الف- ك مخونو يې نيولې، په ترتيب سره دا لاندې راغلې دي.

عينكي، دوينې فشار، شهادتنامه، دسواد بوجۍ، ټكسي، كيسه بور، دختكي پيسې، كرايي كور، خان غوندې، مباركي، درياست خوب، داشارو جنګونه، مناسبه بيه، دمور وصيت، ليكوال، نوروزي خواړه، تخنوم دې!، زوړ كاستر، هغه چې هېڅكه يې زړه تش نه شو، برقي سامانونه، سيروم، پښيمان، هوښياره مېرمن، قاچاقبر، منډيي، دښځو دحقوقو مبارزه، ذاتي غوا، برېښنايي قو، جينۍ، زړ ګل څنګه تورګل شو، دنيويارك ماډل، اووه ډوله، د ارسمان مينه، څڼې او جلسه.

ننګيار صاحب چې په طنز ليكنه كې داوږدې تجربې او ښه استعداد خاوند دى، هم دتل لپاره د موضوعاتو په ټاكنه او هم په پوره ظرافت وړاندې كولو كې ډير بريالى ښكاري دليكنې ژبه يې خوږه، ساده، خور رنګينه اوپه زړه پورې ده، لوستونكي  په پوره ليوالتيا لوستنې ته هڅولى شي. طنزونه يې معياري او دفن له مخې دپښتو په پوره او كره طنزونو كې دشاملېدو حق لري.

 

شف شف، نه شفتالو

د تکړه ژورناليست او ليکوال زبير شفيقي خواږه طنزونه چې هر کله يې د افغان ولس دردونه پکې راسپړلي دي، څو ځلې وړاندې هم د کتاب په بڼه چاپ شوي، اوس دا دی يوه بله ټولګه يې د «شف شف، نه شفتالو» په نامه چاپ شوې ده.

 د شفيقي صاحب دغه طنزي کالمونه چې په ويسا ورځپاڼه کې خپاره شوي وؤ، اوس د کتاب په بڼه رفيع کلتوري او مدني ټولنه چاپ کړل. دغه کتاب چې ټولټال ۷۹ طنزونه په ۱۶۸ پاڼو کې راټول شوي دي، په ښکلي ډيزاين او په ښه ورقه کې په ۱۳۸۸ لمرز كالچاپ شوی دی. د دې کتاب ډيزاين او کمپوز محمدهارون شفيقي او فريد احمد يوسفزي کړی دی او په سهر مطبعه کې چاپ شوی دی.

د کتاب د لومړۍ پوښتۍ په سر کې د ستر اتل او مبارز اواښاد غازي محمدجان خان وردګ انځور او د هغې په وړاندې ليکل شوي: «د غازي محمدجان خان د سيمينار په وياړ». د دغه ليکنې لاندې «شف شف، نه شفتالو» ليکل شوی چې د دغه ټولګې نوم دی. د هغې لاندې طنزي کالمونه ليکل شوي او د پوښتۍ په لاندې برخه کې «محمدزبير شفيقي» ليکل شوی دی چې د دغه کتاب ليکوال دی. د کتاب په دويمه پوښتۍ کې د رفيع کلتوري او مدني ټولنې نښان دی او د هغې لاندې «د خپرولو لړ ۱» ليکل شوی چې د رفيع کلتوري او مدني ټولنې د لومړني کتاب نښه ده، يعنې دغه کتاب لومړۍ کتاب دی چې دغه ټولنه يې چاپوي. د پوښتۍ په لانديني کنج کې د ISBN مارک دی. د کتاب په څلورمه پوښتۍ کې له ګل الرحمن همدرد څخه مننه شوې چې د دغه کتاب مالي پړه يې په غاړه اخيستې وه. په کتاب د ليکوال د سريزې پرته د خپرندويې ټولنې يادښت هم راغلی دی.

هر عنوان او هره مقاله يې د خپل ترخه طنز په ژبه زموږ د خوار- جنګ ځپلې ولس ژوند او دهغو د شيبو شيبو كړاوونو، ناتوانيو له هغوى سره د شويو او كيدونكو نادودو، خيانتونو او ناكردو يوه رښتيانى وياندويي كوي.

د عناوينو د سلسلې پيل او پاى هم د خپل وخت او زمان د حوادثو پر بنياد ډير جالب او عجيب راغلى، لومړۍ مقاله (واه، واه ديموكراسي) نومېږي او بيا وروستى مقاله يې عنوان لري (سپيره تندي) چې د (بن) د پروسې او زموږ د خوار ولس اوه- اته كلنې هيلې، احساساتو او خوشباوريو څخه بيا د دوى تر اوسني واقعې حالته پورې چې رښتيا يې هم تندي سپيره دي غځيدلي.

 

شهر ناپرسان:

  شهرناپرسان هم د تکړه ژورناليست او ليکوال زبير شفيقي خواږه طنزونه دي چې هر کله يې د افغان ولس دردونه پکې راسپړلي دي.له دې اثر نه وړاندې د شفيقي صاحب يو بل اثر دقلم څار په نامه هم خپور شوي او دا د ده دوهمه طنزي ټولګه بللى شو.

ددې كتاب په سريزه كې ليكوال ليكي:" شهر ناپرسان ديو شمير ستونزو ټولګه ده چې د درنو لوستونكو مخې ته يې ږدم.تر دې سرليك لاندې ماله پېښور نه خپرېدونكې (وطن) درنې مجلې ته ستونونه ليكل،چې اوس ددې ټولګې يوه برخه جوړوي،خو په دې كې پردې سربيره زما يو شمير نور ستونونه او ليكنې راټولې شوې،چې د تېرو لسو كلونو په اوږدوكې په بيلابيلو خپرونو كې دقلم څار،خيال پلو او نورو سرليكونو په لړ كې په بيلا بيلو مستعارو نومونو خپرې شوې،راغلې دي..."

 دغه کتاب چې ټولټال ۵۶ طنزونه په كې په ۱۵۷ پاڼو کې راټول شوي دي، په ښکلي ډيزاين او په ښه ورقه کې په ۱۳۸۷ لمريز كې چاپ شوی دی. د دې کتاب ډيزاين او کمپوز صميم كمپوزمركز کړی او د پوښتۍ طرح يې ژكفرحسيني كښلې ده او دصميم ادبي ټولنې لخوا په پيرچاپخونه كابل افغانستان  کې چاپ شوی دی.

د عناوينو د سلسلې پيل او پاى هم د خپل وخت او زمان د حوادثو پر بنياد ډير جالب او عجيب راغلى، لومړۍ مقاله (شهرناپرسان) نومېږي او بيا وروستۍ مقاله يې عنوان لري (كرزي صيب ګلې موږته پرېږده)

 

سپي څنګه مډالونه وګټل:   

دا د عبدالنافع همت د طنزونو لومړنۍ طنزي ټولګه ده چې په ۱۳۸۶ لمريز كال د نارنج خپرندويه ټولنې لخوا په كندهار كې د زرو ټوكو په شاه وخوا كې چاپ شوې ده. دغه طنزي ټولګه سيف الرحمن كريمزي كمپوز او ډيزاين كړې او هژير شينواري يې د پوښتۍ طرح برابره كړې ده

د كتاپ په پيل كې ډالۍ اوكوروداني داغلي او ورپسې صديق پسرلي دا اثراو عبدالباري جهاني  د عبدالنافع همت طنزونه تر سرليك لاندې پرې لنډې خو جامې سريزې ليكلې دي.    

همداشان دا ټولګه په خپله غيږ كې اتلس طنزونه ځاي كړي دي چې د بيانا مجسمه تر سرليك لاندې طنز باندې پيل كېږي او په ياره افرين!دى نو نومړي وايي تر سرليك لاندې طنز باندې پاي مومي. همداشان د كتاب په څلورمه پوښتۍ د همت لنډ ژوندليك او كوچنى عكس هم چاپ شوى دى.پاتې طنزونه يې دا سرليكونه لري:دپيريانو شرط،تولسي په ارګ كښې،دخره حافظه،سپي څنګه مډالونه وګټل،دسوغات غوټه،دسركارغواوي،ايساف برګر،موبايل په قبر كې هم ډېر ښه كار كوي!،ملي بسونه او ملي شخصيتونه،دوزير صاحب خواښې، زده كوونكو ولې خندل؟،دقيامت نښانې،ومعلم خيرو قره قلي خولى،پس نو اجل مې نه و راغلى،ټرافيك كاكا!مونږ دموټر په چت كې پټ يو او وا وا ډيموكراسي.

 

د خبرو ګوډى:

دخبرو ګوډى دمحمد نبي صلاحي دطنزي ليكنو ټولګه ده، چې په ۱۳۸۶ لمريز كال په كوچنۍ كچه په ۶۵ مخونو كې دافغانستان دقلم ټولنې لخ خوا د الحاج محمد حسن په مالي لګښت د ۱۰۰۰ ټوكو په شمېر په كابل كې چاپ او خپره شوې ده.

كتاب د((خولواښ)) تر سرليك لاندې دپياوړي څېړونكي حبيب الله رفيع په سريزه پيل، ورپسې دنوميالي طنز ليكونكي علم ګل سحر سريزه او بيا د ((خبروګوډى)) تر سرليك لاندې د ليكوال خپلې څرګندونې راغلې دي.

په دې طنزي ټولګه ېك دليكوال دا لاندې (۱۷) طنزي ليكنې راغلې دي:

عاشقي، له ايډز سره مركه، دغټ پزي كوكنار سره مركه، دسترګو علاج، خو شېبې له ډالرسره، له لسه سره مركه، چرګو غله سره مركه، دزهرو ټانكر، څېړنه، ښامار او ګنج عاقلدار.

صلاحي صاحب په طنز ليكنه كې ځانګړى لوړ استعداد او ښه مهارت لري، تر دې دمخه يې په دوو نورو آثارو ((عينكي اوښ)) (ناول) او ((دحافظې كاڼى)) (دلنډو كيسو ټولګه) كې هم ځاى پرځاى دطنز مرچ، مصاله او مالګه په ډير مهارت ورګډه كړې او خپلې ليكنې ته يې پرې ځانګړى خوند او رنګ وربښلى دى.

په دې طنزونو كې يې له نوي سبك څخه كار اخيستى، زياتره دمركو په بڼه دى، ډير مهم موضوعات يې په ډيره ليوالتيا لوستنې ته هڅوي او دپند او خوند دواړه ځانګړنې پكې ډيرې ښې ملګرې شوې دي.

كچكول:

كچكول د ښاغلي اجمل خټك د طنزي كالمونو هغه ټولګه ده چې د بانګ حرم اخبار كې دملنګ په مستعار نامه په پرله پسې توګه خپاره شوي  چې بيا كال وروسته يعني په سنه ۱۹۶۰ زېږديز كې د۱۶۰ مخونو په لړ كې د ټولګې په توګه د منظور عام كتب خانه له لوري چاپ شوي دا ټولګه ۴۴ طنزونه لري.

انار دانې

انار دانې د پښتو ژبې د تکړه او منلي طنز ليکوال ښاغلي سعدالله جان برق په زړه پورې طنزيه شعري ټولګه ده، چې د نورو نثري ليکنو په څېر يې دا هم د طنز پوره خواږه لري او په ۲۱۱ مخونو كې چاپ شوې ده.

 د ښاغلي سعدالله جان برق له دغې په زړه پورې طنزي ټولګې -چې په دې وروستيو کې د دانش خپرندويې ټولنې له خوا د چاپ په پساله پسولل شوې

"انار دانې" په زړه پورې خندوونکي شعرونه لري، چې ډېرى يې د نورو شاعرانو پر شعرونو ليکل شوي دي. په ډاکترانو، باباګانو، ټولټاکنو، دلالانو، غلو، پخوانيو مشرانو، مسکالونو، مستريانو، ګلکارانو، د دوو ښځو په خاوندانو او نورو پسې يې هم ښه په زړه پورې طنزيه شعرونه ليکلي.

ګل زيرۍ

ګل زېرۍ هم د سعدالله جان برق دطنزي ليكنو مجموعه ده چې په ۱۹۷۶ م كال په ۹۶مخونو كې داعظيم پبلشنګ هاوس له خوا چاپ او خپره شوې ده. دپښتو پانګې د دويم ټوك دليكوال په وينا: دڅوخندونك، انتباهي او سياسي لنډو ليكنو مجموه ده، چې په خاص سبك ليكل شوې او دپښتو په نوي ادب كې ښه اضافه ده.

خواږه ترخه:

خواږه تراخه (ترخه) دعبدالله جان مغموم د طنزي ليكنو ټولګه ده، چې لومړۍ برخه يې په خپله د ليكوال له خوا په ۱۹۶۹ كال په پېښور منظور عام پريس كې د زرو ټوكو په شمېر په ۳۲۰ مخونو كې په كوچنۍ كچه چاپ شوېده.

په دې تولګه كې دليكوال ټولې څلور څلوېښت ټوټې طنزونه چاپ شوي دي.

وروسته بيا دا طنزي ټولګه له زياتونو سره په لويه كچه په ۳۵۵ مخونو كې په ډيره ښكلې قطع او صحافت پخپله د ليكوال له خوا په ۲۰۰۶ م كال په پېښور كې خپره شوې ده. په دې ټولګه كې دټولو طنزنو شمېر ۵۳ ته رسيږي.

په دې ټولګه باندې په دې چاپ كې ډاكتر محمد همايون هما، حمدالله خان بسمل، فضل الحق شيدا، مير عبدالصمدخان،قاضي سرور، مولانا محمد اسرايل مشتاق احمد مشتاق، عبدالرحمان شباب، سريزې او تقريظونه راغلي، ې پكې دليكوال په ژوند او فن په زړه پروې خبرې شوې دي. چْ پكْ دليكوال هغه طنزونه چاپ شوي، چې له ۱۹۵۶ م كال څخه تر ۱۹۸۸ كال پورې د راډيو پاكستان پېښور څخه په بيلا بيلو پروګرامونو كې د((مرچكي)) په مستعار نامه خپاره شوي دي.

خنداني:

خنداني دسلطان افريدي، دطنزي ليكنونو ټولګه ده، چې ۱۹۸۹ م كال ۱۱۱مخونو كې د مكتبه طالب العلم له خوا په كوچني قطعه چاپ شوېده.

طنزي ټولګه دليكوال په يو څو خبرو تر سر ليك لاندې په ليكلي سريزې پيل كيږي، او بيا په ترتيب سره دا لاندې (۱۶) پارچې طنزونه پكې راغلي دي:

احمد دبن حالب تخلص. عسكر او كسكر، ښكاره صيب، ټوقي، شاعر، ميږى ماشى، خر، بيزو، غوا، چرګه، اوښ، لنډي مرضونه،  يوخاص خر او خندانى.

ليكوال دكتاب په سريزې كې د دې طنزونو دڅرنګوالي په اړه ليكي چې د دې طنزونو ټول نومونه فرضي دي او داپېښې ټولې زما د ذهن زيږنده دي.

دكتاب دطنزونو په كتنې سره ويلى شو چې ليكوال په ډيرو ښكليو او په زړه پورې عباراتو ټولنيز مسايل د طنز په ژبه ډير ښه بيان كړيدي. طنزونه يې دمعيار له مخې پوره او كره دي، لوستونكي خندوي، هم ټولنيزې اصلاح او سمون ته يې هڅوي او دژوند ډيرو مهمو موجودو ناوړتياوو ته يې ورپام كوي.

دناوې لور:

دناوې لور د ظفر خان ظفر در مزاحيه هايكوګانو ټولګه ده چې كه څه هم طنزي ټولګه يې بللې ده خو د طنز په ځاي يې د ټوكو خوا درنده ده په هر صورت دا ټولګه په ۲۰۰۴ زېږديزكال په پېښور كې د پښتو اكيډيمي بك شاپ لخواپه ۱۷۷ پاڼو كې چاپ شوې ده.

دكتاب په پيل كې  په مزاحيه هايكو ګانو يو ځغلنده نظر ترسرليك لاندې ډاكټر اظهار الله اظهار داسلاميه پوهنتون استاد پرې ليكنه كړې او ورپسې بيادغه دغهترسرليك لاندې  داباسين يوسفزي ليكنه راغلې او بيا زه به څه وايم تر سرليك لاندې د خپله ظفر خان ظفر ليكنه ده او سم لاسي ورپسې هايكوګانې پيلېږي.         لومړۍ هايكو يې ده: 

ماچې وهل او ټكول اوخوړل 

ماله ارمان ددې خبرې راغى 

زه دجانان كوڅې ته څه له تلمه        

 

اوبيا وروستۍ هايكو يې ده:         

 

سنګار يې اوكړو زما خواله راغله

تاسو به وايئ چې بيا څه چل اوشو

 نوزه پاګل يمه چې تاسو ته يې وايم