ليكنه:په پښتو ادبياتو كې ټولګه لرونكي طنز ليكونكي
اجمل خټك:
زوكړه:
ښاغلى اجمل خټك د پښتو داوسني ادب هغه ځلانده ستورى ،د پښتو دادب د روښانه لمر هغه رڼا ته منسوبه ده چې خوشال بابا له زړه او دماغ څخه راوتلى او د پښتنې دنيا پر اسمان څېره شوى ده.
دى د پښتونستان د خټكو هغې مشهورې كورنۍ ته منسوب دى په كومه كې چې علاوه پر خوشال بابا. عبدالقادر خان، اشرف خان هجري، علي خان او داسې نور د پښتو ژبې پياوړي شاعران او ليكالان پيدا شوي دي.
اجمل خټك د حكمت خان زوى په خټه پښتون خټك دى اجمل خټك د خټكو د مشهوري كورنۍ يعني دخوشحال خان خټك د خاندان سره تعلق لري ۱۹۲۵ كې د اپريل په مياشت كې په اكوړه خټك كې پيدا شوى دى خټك صاحب خپلې زده كړې څخه وروسته ځينې رسمي كارونه هم كړي دي خو دغه دوره يې لنډه وه دده په زړه او دماغ كې د قومي او اولسي خدمت جذبه داسې ننوتي وه چې ده يې كله دولتي دندو ته پريښود.
زده كړه:
اجمل خټك خپلې لومړنۍ زده كړې په مسجد كې سر ته رسولي دي چې پلار يې هغه مسجد ته بوتلو او د اجمل خټك د امام استاد حاجي عبدالقيوم سره چې نظمي استاد وو يعني د فارسي د نظرم كتابونه لكه، عصوما كريما، ګلستان، بوستان، زليخا او سكندر نامه وغيره يې لوستلي دي او ددې كتابونو سره، بغدادي سيپارو او قران شريف زده كړې هم وكړي.
اجمل خټك د قران شريف دپوره زده كړه د خپلې ترور څخه كړي دي چې ترور يې منفعته نوميده هغې قران شريف او د پښتو كتابونه لكه، نورنامه، وفات نامه، فالنامه، جنګ نامه او رشيد البيان هم شاګردانو ته زده كول او كله چې اجمل خټك دا كتابونه زده كړل نو ورور په حجرو كې خلكو ته دا اورول او دا كتابونه به يې ورته لوستل او زيات خلك به ورپسې راتلل او دا كتابونه به يې ورهت لوستل لكه، جنګ نامه، بهرام شهزاده، ليلى مجنون، ادم خان، درخانى، موسى خان، فتح خان وروسته د پښتو ليك لوست، پښتو شعر.
په ۱۹۳۵ كال كې د اجمل خټك په مسجد خپل لومړنى زده كړې خلاصي كړي او مدرسي ته ولاړ او هلته په دوهم صنف كې په درس ويلو شروع وكړه او كله چې اووم صنف هت ورسيد نور د خپل صنف لومړى نمبر وه دخپل وخت ډېر درسونه يې سرته رسولي وه.
او دكتاب ... مسوول هم وو چې درسوه، پښتو، فارسي كتابونه ورته سپارل شوي وو.
دكلي دمكتب نه وروسته چې تر اتم صنف نور زده كړې يې د پاكستان په پيښور كې په ډېرو سختو شرايتو سره ولوستل يعني هلته به هميش د پرنګيانو پر ضد مظاهرې وې او جنګونه به كيدل چې د هغې مظاهرو كې څه ناڅه شعرونه هم ويل شوي دي.
د ظلم حكومت د پيرنګيانو دې برباد وي
انقلاب دې زنده باد وي
راووځى هلكانو، غيرتيانو، بهادران
اوباسو پيرنګيان
د پيرنګيانو د لاسه استاد اجمل او ملګري، ليليې نه وتښتيدل ۱۹۴۲ نه تر ۱۹۴۸ داجمل په ځينو ځايونو كې معلمي كوله او انګريزانو نه به ډېر تنګ وو ورسره به يې شعر او شاعري هم كوله چې له هغې مطالعه هم كوله او دامتحانو نو وركولو ته چې ملا وتړله او درې كاله پرله پسې يې اول د پښت ا..... بيا منشي فاضل او بيا اديب فاضل چې د پښتو، فارسي او اردو اعلى درجېوې امتحانونه وركړل او ټولو كې كامياب شو او هرې ژبې زوړ او نوې تاريخ دادب او شعر تاريخ، علم بيان، وضاحت، بلاغت، معياري نثر او نظم ولوستل او دانګريزي ژبې امتحانونه يې پاس كړل او تر ماسټر (ايم.اي) پورې ورسيد او په دې ډول دادب باقاعده مظالعه هم وكړه او په فكر او قلم يې ډېر ښه اثر وشو.
اثار:
۱-د ژوند چيغه
۲-دغيرت چيغه
۳-ګلون تكلونه
۴-قيصه زما د ادبي ژوند
۵-دا زه پاګل وم
۶-د افغان ننګ
۷-دژوند او فن:
۸-د افغان ننګ
۹-دا زه پاګل وم
۱۰قيصه زما د ادبي ژوند
۱۱- د بانګ حرم ورځپاڼه
اجمل خټك د ماسټر خان ګل سره په ګډه د بانك حرم په ورځپاڼه كې كاركولو چې دا يوه هفته وار اخبار وو ددې غوښتل چې دا اخبار روزنامه كړى شي چې اجمل خټك يې ددې روزنامه مدير وو چې يو ځل بيا د پيښور سياسي او ثقافتي محلل ته ورسيد.
په بانګ حرم كې بل مدير دهندوستان او پاكستان يو لوى مفكر او محقق پروفيسر محمد سرور هم وو.
په بانګ حرم كې يوه پاڼه د پښتو وه چې هغه په استاد تياروله او هغې كې به يې د پښتو ژبې، په ادب، ثقافت، تاريخ او سياست د نورو ليكوالو ښه ليكونه نشر كول او هره ورځ به يې دكچكول د سرخط لاندې د ملنګ په قلمي نام يو كالم (ستون) ليكو د بانګ حرم د پښتو پاڼه او كچكول دومره ښكلى و چې اكثر خلكو به صرف د پښتو د پاره اخبار اخيستو وروسته اجمل خټك په دې اخبار كې ځينې اشعار او مضامين دا رڼا، په نام ليكل.
بانګ حرم چې د پښتو ژبې ته كوم خدمت كړى دې د قدر وړ دى كېداى شي چې هغه مضامين چې په دې اخبار كې چاپ شوى دى يو كتاب ځينې جوړ شي بانګ حرم اخبار بيا څه موده وروسته د پاكستان حكومت ضبط او بند كړو چې تراوسه هم هغه شان بند دي.
عبدالله جان مغموم:
زوكړه:
عبدالله جان مغموم دعبدالرؤف خان زوى په ۱۹۲۸ م كال دپېښور اورسك دارمنګي كلي كې زيږېدلى.
زده كړې:
په ۱۹۴۴ كال يې په لسم ټولګي كې زده كړه پاى ته ورسوله دپښتو ادبياتو مسلكي آزموينه يې ترسره او برى ليك يې ترلاسه كړ.
دندې:
په پاكستان راډيو، (دهغه وخت آل انډيار راډيوكې)په دنده وګومارل شو. دپاكستان له جوړېدو وروسته يې په پېښور راډيوكې دپروګرامونو پريوډوسر، او د ډيرو پروګرامونو دچلوونكي په توګه دنده ترسره كړې ده.
اثار:
په طنزي ليكنو كې يې ځانګړې پوهه او مهارت درلود. د روانې طبعې او ظرافت خاوند ؤ. په راډيو كې يې د" مرچكي" او "پاينده خان" په نومونو ډېرې طنزي ليكنې خپرې شوې دي. ځينې يې په دوو توكونو كې د"خواږه ترخه" په نوم چاپ شوي دي، چې دپښتو طنزونو غوره او په زړه پورې بېلګې يې بللى شو. پر نثر برسېره يې شاعري هم كړې او شعرونه يې په خپرونو كې خواره واره خپاره شوي دي.
سعدالله جان برق
زوكړه:
سعدالله جان دعحب خان زوى په ۱۹۴۰ كال يې دپښتونخوا دنوښار دببو په په ډاګ بهسود كې سترګې نړۍ ته غړولې دي.
زده كړې:
زده كړه يې دخپلې سيمې په ښووونځي كې ترلسم ټولګي پورې كړې له شعر او ادب سره دزياتې مينې اوعلاقې له مخې يې دادبياتو ژوره مطالعه كړې
دندې:
په ډيرو بيلابيلوو خپرونو، له شهباز ورځپاڼې، انقلاب، جهاد او وطن په اخبارونو، غنچه او رڼا مجلو كې دليكوال مدير، او طنزي كالم ليكونكي په توګه دنده ترسره كړې، څو كاله يې په پېښور راډيو كې هم دنده ترسره كړې.
اثار:
پياوړى ليكوال او شاعر دى، په لنډه كيسه، ډرامه او طنز ليكنه كې دځانګړي استعداد او مهارت خاوند دى، دشعرونو ټولګې يې د"برېښنا" او اناردانې په نومونو د"كشميرغازي" په نوم لنډو كيسو مجموعه او د"ګل زيرۍ" په نوم نثري طنزي اثار لري.
دايې هم دشعر په ژبه دطنزونو څو بيلګې چې د اناردانې له اثره اخيستل شوې دي:
يه کوکۍ ميراته شې صـــــــــفا خبرې مکوه
هسې بې فضوله دا رښتيـــــــــــا خبرې مکوه
ما نن د شرابو مينه بيا په شوملو ماته کړه
پرېږده چې اوده شمه اشنـــــــــــــــــــــا خبرې مکوه
ستا د تورو زلفو ولونه، کــــله داسې کله داسې
په سپين مخ وهي ټالونه، کله داسې کله داسې
دا ستا د کور شوملې مې په شورا منلې دي
سړې سړې ټوکړې مې په حلوا مـــــــــــنلې دي
ښارونه بازارونه مونږه وژنــــي په چل چل
راځه چې يوه جوړه کړو جونګړه په ځنګل
امونه دې بيا کم شو نور امونه رالېږه
پښېمانه پرې زه نه يم کرېټونه رالېږه
يار ه عاشقۍ کې، دي داسې وختونه
مينې دې سايکل کړم غواړمه ټېرونه
برېتې دې بمبل دي په بمبل ولونه څه له ږدې
ته پخپله غل يې نو په غل لاسونه څه له ږدې
دبرق نثري طنزيه بيلګه:
تعويزات
دا دهغو ورځو خبره ده چې زه تازه تازه په كنډو ليزا رايس عاشق شوى وم، ټوله شپه به مې په ويښه تېروله، ځكه چې كه سترګې به مې پټولې نو مخې سره به په خوب كې راغلې وه او زه به له وېرې په چغو شوى وم.
اوس خو د خداى فضل دى خوبونه هم رنګين شوي دي په هغه زمانه كې به خوبونه ساده، يعنې ( Black & White ) وو او په هغې کې صرف غاښونه (white)وو، نور هرڅه تپه توره شپه وه ملا چرګك راباندې پوه شوى و اويوه ورځ يې راته صفا وويل چې :
دا چې ته مدام د خيال په ټال جوټې خورې
چوړې مېښې سره ټوله شپـــه ټانټې خورې
دا غزل د چشم ګل چشم عرف سترګك دى، يو څو نور شعرونه يې هم واورئ:
چې په ما دې وچ سوكړك خـــــــوړلي نه وي
خداى دې زهر كړه چې غوړې پراټې خورې
ته خو ماته داسې غوا غوا غوندې ښكارې
چې دې ګورم نو پلو د لوپـــــــــــــــــټې خورې
زه دې هسې په تش ساګ بـــاندې دوكه كړم
رقيبانو سره پـــــــــــــــــــــــــــــټې پټاټې خورې
لكه باز چې په حمــــــلو حمــــلو قيمه خورې
ته خو داسې دا زمــا د زړه ټــــــــــــوټې خورې
په تيـــــــــــــاره كــــــې دې دوكــــه راسره وكړه
په نارنج دې زه دوكـــــــه كړم ته مالټې خورې
اخر چې علامه چرګك د خپلې تجربې په رڼا كې زما د مخ او علاماتو نه دا ثابته كړه چې زه عاشق شوى يم نو ما هم وويل چې په جرم منلو كې به دې خير وي.
اول خو يې راته په دې خبره ډېره ډېره مباركي راكړه چې په ما كې ټولې نښې نښانې د اسلامي فلمونو او ناولونو د هيروګانو يعنې اسلامي مجاهدينو دي ځكه چې د اسلامي ناولونو، فلمونو او ډرامو مجاهد هيرو باندې هم د چا كافر بادشاه لور عاشقه شي او د هغې په بركت اسلامي مجاهد په يوازې ځان د كفرستان ټولې لښكرې تار په تار او كلا ګانې يې ماتې ګډې كړي.
كافره شهزادګۍ پخپل اسلامي اس سوره كړي او د اسلام د بادشاه په مخ كې پرې كليمه وايي او د اسلام بادشاه پخپله د دوى دواړو د نكاح خطبه ولولي.
النكاح من سنتي فمن رغب عن سنتي فليس مني
خو ما ورته وويل چې علامه صيب دلته لږ توپير واقع شوى دى او هغه دا چې لكه كافره شهزادګۍ چې په مسلمان مجاهد عاشقيږي داسې نه ده، بلكې زه ددې طرفه په كافره حسينه باندې عاشق شوى يم او دا عشق قطعي One way traffic ِيا One Way ticket to the blue دى.
خو علامه تسلي راكړه چې اخره زمانه ده دومره توپير خو به راځي او ته بېخي فكر ونه كړې، د هغه بله ټرېفك چالو كول زما كار دي داسې تاويز به درته وكړم چې كه ملاسته وي نو كښې به ني، كه ناسته وي را په منډه به شي او ستا عشق كې به تر پوزې پورې ډوبه شي.
ما ويل دا تر پوزې ولې؟
ويل يې كه له پوزې نه واوړم، نو ساه به يې ډوبه شي.
ما ورته وويل: علامه ته لا ورته ګورې شابه تاويز ليكه.
ويل نه كنه، دا عام تاويز خو نه دى.د"حب"تعويز دى،دې له په خاصه سياهي او خاص قلم او خاص انحاض كاغذ په كار دو.
ماويل:نو هغه به په كوم ځاى وي؟
ويل يې: اسانه خبره ده لاړ به شي ښار ته او د فلاني پنساري نه به يوه توله مشك،يوه توله عنبر او درې تولې زعفران راوړې.
دې نه به سياهي جوړه شي، كاغذ به د تور مار د جلۍ نه جوړوم او قلم بيا اسان دى.
ماورته ويل:عيان شه په بيان كې، هغه راته دسګرت په كاغذ مشك وعنبر وغيره وليكل،خو چې دپنساري نه مې ټپوس وكړو او هغه راته د دې څيزونو نرخ ووايه، نو بيا نه يم پوه شوى،چې څنګه اډې ته راغلم، څنګه بس كې كښيناستم او تر كلي راغلم،چې اعلامه ته مې وويل ، نو ويل يې خانه داعشق ،بلكې حب دۍ او حب هم د چا هغه دغه بنده نه ،بلكې دامريكې دشهزاد ګۍ دۍ .
داڅيزونه خوبه راوړې .
ما وويل : د دې نه به راله استعفا ښه وي ،چې د دې عشق نه يې وركړم ، خوهغه راته دومره ننګونه او شرمو نه راچول او د د ومره عاشقانو كيسې راته بيان كړې ،چې ښه يې ګرم كړم ،نورخو څه نه وو كوروالاسره مې يوڅو كالي و او خوش قسمتي داوشوه ، څوورځي وړاندې هغې ويلي وو چې دغه كالي ورانه وم او نوي ډيزاين كالي ترې جوړوم.
فورا ورغلم ،ماويل :مباك دې شه يو ډير ښه زرګر مي يار شوي دى ،كالي دې راكوه ،چې داسې كالي تر ې دله جوړكړم، چې بې نظيرې سره به هم نه وي .
كالي مې يوړل ،خرڅ مې كړل او مشك وعنبر مې راوړل .
څه د دوڅلويښتو رزو و، خو چې علامه ته مې وركړل نوويل يې : نه نه داخو اصلي نه دي ما ويل : دايې لابله خو هغه تسلي راكړه ،چې وار مه خطاكوه دايوسه هغه پنساري ته واپس كړه او پيسې يې ترې راوړه .
له ماسره اصلي مشك و عنبر داشنغر ديوه خان دتا ويزنه زياتي شوي دي په هغې به درله كار وكړم ،چې دغه څيزونه مې پنساري له واپس يوړل ،نوماويل :هغه به په واپس اخيستو كې څه لل غچ كوي ،خو هغه ډير په خندا او خوشحالۍ واخيستل او پيسې يې پوره په پوره راكړې.
ما ورته وويل : تاخو هډو څه ونه ويل : دوكاندار خو چې د دوو روپيو شي واپس كوي ،نو شل خبري كوي .
هغه خندل ،ويل يې: دازموږ روزانه كارو بار دۍ تاويزونو والا او د خصو صي نسخو خصوصي حكيمان په خلكو همداسې شي وړي او بيا يې واپس كوي.
ما ويل :داولې ؟
ويل يې : تاته به يې ويلې وي، چې دما سره دچاخان د تاويز نه پاتې شوي دي.
ماويل : هو ، ويل يې ګلابه دايې تاته صرف د دې څيزونو نرخ ښودلو اوس به تانه نيمي پيسې واخلي او تاويز درله وليكي.
هماغسې وشول ،علامه مانه نيمې پيسې واخيستې او ويل يې : بې غمه شه ،دمار جلۍ به هم زه پيداكړم ،ته بس د قلم بند وبست وكړه .
ما ويل : څنګه ؟
ويل يې: او وه تورلړمعنىن به په كاروي ،ځكه چې دلړم د لشې په څوكه به ليكل پكار وي او په يوه لشه به يوازې يو ټكى ليكلى شي.
تور لړمعنىن خو په اديرو كې عام وي لاړم خو حرام شه كه په ټوله اديره كې مې په يو ه قبرې كې هم تورلړم پيدا كړي وي حيران خو هغه وخت شوم ،چې ديو پټواري قبركې مي هم لړم پيدا نه كړلو ،حال داچې ما اوريدلي و،چې ده پټ واريانو ،تاڼه دارانو او سياسي ليډرانو قبرونه د دغو لړمانو نه ډك وي.
راغلم ما ويل:علام دغسې چل دۍ .
ويل يې دچاميا ملا قبركې به دې كتلي ول .
ماويل: هغه مې هم ټول ولټول .
دمارپښه او لړم سترګه شه كه تورلړم چېرته هم شته .
سوچ يې شروع كړ.بيا يې تندې له ټس وركړو ويل يې : پوه شوم .
ماويل :څنګه ؟
ويل يې : لړمان ټول به هلته تللي وي.
ماويل: چرته ؟
ويل يې : نيغ لاړ شه هغه بله ورځ هغه پيرصاحب نه ومړ،بلكې هغه چې چا ويشتى و؟
ويل يې :هماغه ،نن سبا به هلته دتورو لړمانودرورځنۍ اجتماع وي او يو لړم هم د دغه سعادت نه ځان محروم نه ساتي.
خبره يې سمه وه ،واقعا دهغه پيرصاحب په قبرڅه چې دقبر نه ګيردچاپيره دلړمانو سمه ميله لګېدلې وه يو هولړو ،ځاي په ځاي مې وليدل ،چې بعضي لړمانوورته دوكانونه هم لګولي وو.
خير،خو څه په ډير چل او هنر مې تر ې اوه لړمان دپلاستيك بوجې كې راواچول.دغه پير لږه موده وړاندې چرته نه راغلى وه او په لږه موده كې خاص ګر داولاد پاره په ښځو كې ډير مشهور شوي و.
څو ورځې وړاندې يو بد معاش پوره شپږ ډزه په داككرۍ ويشتى و.
دغه بدمعاش بيا مفرور شوي و،خوپوليسو ورته سوال_ ځواب وليږلو ،چې راځه دعلاقې خلكو چې تاله كوم انعام مقرر دى هغه وصول كړه .
بد معاش نن سبا ښه سر كې دى خو د كلي د ډيرو ښځو تر ې داګيله ده چې څو ورځې صبر به دې كړى و،چې موږ له يې هم بال بچ راكړي وي نو بيا به دې ويشتي و.
علامه تاويزماله وليكلو،خو هيڅ كار يې ونه كړو.كاندوليزا رايس په خپله څه چې څه خط ،ټليفون اوايميل يې هم رانغلوچې علامه ته مې ګيله وكړه نو ويل يې ستا عقيده كمزوري ده .
ملاچرګك صرف ملا نه دى بلكې THREE IN ONE دى تاويزونه هم كوي امامتي هم كوي او دحكيمي دوايانونسخي هم خلكوله جوړه وي.
دانسخې هغه وايي چې ماته په وراثت كې رسيدلي دي او زموږ يو جد امجد له براه راست لقمان حكيم وركړي دي ،خو په دغو نسخو كې علامه نورې هم ډيرې اضافې كړي دي.مثلا دهاضمي ،چې كومه اصلي نسخه ده په هغې كې داخوبې وه چې كه هرڅومره الا بلا به دې وخوړل او روپسې به دې .يوه چونډۍ ورګوزاركړه نو هغه خوړلي څښلي به هم هضم شول او خيټه كې به بيا هم د دومره خوراك ځاي پيداشو.علامه دغه نسخې كې خپلې څه نور ې اضافې كړي دي او يوداسې شي يې تياركړى دى چې بلډينګونه ،سړكونه ،پلونه او روغ روغ سكولونه هم ورسره هضميږي ،بلكې دهغه ويناده ،چې يو سياسي ليډر خپله ټوله محكمه خوړلې وه ،خو چې دغه چونډۍ يې واچوله ،نوبس يو ډركى يې وكړواو هرڅه فوفناشول.
ددې نسخې قيمت ډيرزيات دى ،نوصرف وزيران ،ليډران ،ممبران ،ناظمان او غټ غټ ټېكه داران اوافسران يې د اخيستو توان لري.
ماورته ډيرځل وويل ،چې علامه ماله څه چل وكړه ،زما داسې شك غوندې دى ،چې دابوش چوړې ماته رقيب شو دى ،كه هغه نه راځي ،نونه دې راځې ،زه به يې صرف په خوبونو هم ګوزاره وكړم ،خوچې دارقيب راله چرته ګزګنبت كړې .وعده خو يې كړې ده ،خو وايي،چې د دتاويزدپاره به د اوو وزيرانويا څوارلسو سابقه وزيرانو دايمان خولې ،د اعلي درجې د پيهځوافسرانو دضميرونوجوس او د دولس داسې ټيكه دارانو،چې حجونه يې هم كړي وي دجيبونو خيري او دعراق ،افغانستان او پاكستان د صدرانو (ولسمشرانو)دتندي خوله پكاروي .تاسوانصاف وكړې ،چې دا اوس د پيداكيدوڅيزونه دي؟
داخبره ،چې ماچشم ګل عرف سترګك ته وكړه ،نو ويل يې :يره زماخو داخيلا و،چې داچرګك (خراب) سړي دى ،بياڅه موده پس راه پته ولګيده ،چې داخو(ډير خراب ) سرى دى،خو اوس راته پيته ولګيده ،چې زه په غلطه وم،دى خو ډيرزيات خراب دي.
ما ورته وويل :د دې بره څه بله درجه نشته ؟
ويل يې: ولې نشته ؟اول اعلامه چرګك ورنزدې شوې هم دى .
ما ويل : نو هغه كومه درجه ده ؟ ښه ډيرزيات خراب سړى به وي نو.
ويل يې : نه كنه ، داخو باتۍ دى ،هغه اوچته درجه كې باتۍ نه ګلونه لګي.
ماويل : څنګه؟
ويل يې: داسړى :ټكې به ترې كټ كړې ،باقي ټيك دي.
ماويل : پريږدم خو يې نه ،بدل به ترې خامخا اخلم .څه چل راته وښايه .زه يې هغه ښځې ته دروغجن كړم.
ويل يې: ځنګه ؟
ماويل،چې هغه كالي تر ې ماكرپ كړو،الو خومې ورته د زرګردناجوړه كيدو،دښځې دمړه كيدو اوداسې نورې ټولې بانې وكړې،خو پيا پوه شوم ،چې څه پخه غوندې بانه به كول پكاروي.
اول خو مې زرګر حج له واستولو.داښه وه ،چې په هغه كال هلته دحاجيانو په خيمو اور لګيدلي و،نو ماهم پكې دغه خپل حج له ليږلي زرګر دوست پكوړه كړو.
ويل ېې داهيڅ خبره نه ده .ښځوته لاچا رښتيا ويلي دي،بلكې هرهوښيار خاوندله پكار دې،چې ښځې دپاره داسې دروغ ځان سره هميشه په جيب كې وساتي .بيايې راته وويل ،چې ځان ناجوړه كړه او داسې اداكاري وكړه ،چې څه ډيره خطرناكه بيماري درپورې نښتې ده او ډاكترانو چوابې كړي يې ،خو داخوڅه ګران كار نه و،خداي دې د ډرامو او فلمو نو والاابادلري،هغه ناپړيته بيمارۍ يې پيداكړې دي،چې څوك يې په پته نه پوهيږي .ماهم ځان كټ كې واچاوه ،وۍ ،هاي،مړشوم مي شروع كړل ،ډاكترانوهسپتالونوله مي تلل شروع كړل،په ټول كلي خوره شوه ،دتور،شين ،سپين ،زيړ،اودي تمام زېړي او ايډز او كينسرنه علاوه يوه نوې بيماري ټي ټي ما ماټوټوهم راباندې لګيدلې ده ،چې خبره دښځو ختمونوته ورسيده ،نو چشم ګل چشم راته وويل، چې اوس جك جوړشه او چې څو ك تپوس كوي،نو وايه ،چې د ملا چرګك سره دې حداي ښه وكړي،پيا يې راته هغه داروهم ،وښودل ،چې په كومو زه ښه شوي وم ،يا زما ټولې فرضي بيمارۍ ورسره تښتيدلي وي.
زړه خومې يخ شو،خو خداي شته ،چې بيا خپه وم،ځكه چي د كلي خلكو يو دم په ملاچرګك حمله وكړه او په :يره كې يې ورسره يو ويښته هم پرينښودو،بعضي خلكو خوترې په موټوموټوشوكولې وه ،ځكه چې خلكوته مې ويلې وو،چې زه دملا چرګك دمباركې ږيرېپه مبارك ويښته ښه شويم.